شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره مرسته کوي

جرمني په افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره مرسته کوي

تاند (سه شنبه د جدي ۳۰) جرمني له تېرو درېوو کلونو را په دېخوا په افغانستان کې د جګړې له کبله د بې ‌ځايه شويو کورنيو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د يادو کورنيو د بیرته ځای پر ځای کولو په موخه به له افغانستان سره تازه مرستې وکړي.

په کابل کې د جرمني سفارت نن سه شنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې ډير تمرکز به یې د بې ‌ځايه شويو کورنيو لپاره پر لومړنيو مرستو وي.

په بیان کې راغلي، په دې مرستو کې د اوسېدو د استوګنځایونو جوړول، د څښاک اوبو رسول او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د عامو افغانانو ژوند تریخ کړی چې له کبله یې اوس مهال تر دوه ميليونه افغانان د سرپنا پیداکولو په لټه کې دي.

جرمني وايي چې ياد شمېر افغانان بايد د سرپنا ټول امکانات ولري او په دې برخه کې د افغانستان له دولت سره دغه تازه مرستې هم د بې‌ ځايه شويو افغانانو د بېرته ځای په ځای کولو د اسانتیا په موخه کوي.

یاد هېواد دا نه ده روښانه کړې چې دوی د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره څومره بودیجه ځانګړې کړې ده، خو زیاته کې یې ده چې د افغانانو د بېرته ځای پر ځای کولو چارې به د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په ګډه او همغږۍ ترسره کړي.

جرمني تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې کې مرستې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د جګړو زیاتوالی هغه څه دي چې د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب