شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد نړۍ په ټولو بې وزلو هیوادونو کې د کورونا واکسین یوازې...

د نړۍ په ټولو بې وزلو هیوادونو کې د کورونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي

تاند(سه شنبه، د جدي ۳۰) د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې دمه د ټیټ عاید لرونکي هیوادونو ته د کورونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي.

ددې سازمان عمومي منشي تدروس آدانوم د نړۍ هغو ۳۹ ملیونه واکسینو ته اشاره وکړه چې بډایه هیوادونو ته ورکول شوې او دا کار یې یو ناورین یاد کړی.

د ښاغلي ادانوم په وینا، دا عادلانه نه ده چې په بډایه هیوادونو کې دې ځوانانو ته هم ورکول شي خو په غریبو هیوادونو کې هغه خلک چې جدي اړتیا لري نه ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د نړۍ ۴۹ هیوادونو کې ۳۹ ملیونه خلکو ته واکسین ورکول شوي خو د غریبو هیوادونو له جملې فقط د ګیانا هیواد د ولسمشر په ګډون یو شمېر خلکو ته ۲۵ دوزه واکسین ورکول شوي دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په ګیانا هیواد کې د سپوتنیک په نوم یو روسي واکسین کارول شوی دی.

تر دې دمه چین، هندوستان، روسیه، بریتانیا او متحده ایالاتو د کورونا ویروس لپاره واکسینونه جوړ کړي او دې ټولو هیوادونو خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړی دی.

تدروس ادانوم خبرداری ورکړی چې دغه عمل چې “اول دې زما شي” دا به د واکسینو قیمت لا لوړ او د خلکو لپاره لوی سرخوږی شي.

هغه د سازمان په ټولو غړو هیوادونو غږ وکړ چې د اپریل تر ۷مې پورې چې د روغتیا نړیوالې ورځې سره سمون خوري، دغه واکسین دې د نړۍ ټولو هیوادونو ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب