Homeخبرونهمایک پنس: په افغانستان کې د امریکا حضور د سپټمبر د ۱۱...

مایک پنس: په افغانستان کې د امریکا حضور د سپټمبر د ۱۱ پېښې د تکرار مخه نیولې

تاند(سه شنبه، د جدي ۳۰) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس وایي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون د دې لامل شو په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې ورته پېښې ترسره نه شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال په خپلو خبرو کې په دې هیواد کې په یو نظامي قرارګاه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شتون دلیل په دې هیواد کې خلکو ته د آزادی تمه پیدا کړې ده او اوس د یو ښه راتلونکي لپاره په خپل منځ کې خبرې اترې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېر کال له فبروري څخه تر اوسه هیڅ امریکايي سرتیري ته د افغانستان په جګړه کې زیان ندی رسیدلی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه ويلي و، چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر صفر ته رسیدلی دی او د نوموړي د دې خبرې ته افغان چارواکو غبرګون ښودلی ځکه چې د دوې د سرتیرو د نه زیان لامل د جګړې نه کول کیداې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...