جمعه, مارچ 29, 2024
Home+په ډرامه کې د نيمه مرکزي کرکټر پېژندګلوي

په ډرامه کې د نيمه مرکزي کرکټر پېژندګلوي

ليکوال: عبدالنافع همت                                                                                                                                          

په ډرامه کې د مرکزي کرکټر، مېړه يا اتل تر څنګ یو بل کرکټر هم شته چې د مرکزي کرکټر مټ او بازو بلل کېږي. دا ډول کرکټر که څه هم څېړونکو د فرعي کرکټرونو په ډله کې شمېرلی او تر اوسه د داستاني ادب په تيورۍ کې نه دی څېړل شوی یا ښايي څېړل شوی وي، خو ما نه دی لوستی. زما په اند دا جلا کرکټر دی چې د اتل برخه ليک ورپورې تړلی دی. که څه هم په هره ډرامه کې خامخا نيمه اتل نه وي، خو په ځينو ډرامو کې دا ډول کرکټر شته چې باید ځانګړتياوي او اړتياوي يې وڅېړل شي. د دې ډول کرکټر بېلګې به په عشقي، جنايي او پوليسي ډرامو کې لږ وي، خو په جنګي ډرامو کې دا ډول کرکټرونه خورا ډ‌ېر دي.  

په ځينو ډرامو، په تېره بيا سريال ډرامو کې مرکزي کرکټر د فرد پر ځای ډلګۍ وي او په ډلګۍ کې بيا يو کرکټر مرکزي رول لري، خو مرکزي کرکټر هم په خپله ډلګۍ کې پر يو خاص شخص حساب کوي او په اصطلح د لاس لکړه يې بلل کېږي، که دا لکړه ځنې واخلې، نو لکه ړوند خپله لاره نه شي موندلای او محوري قوت له لاسه ورکوي. 

د ژوند واقعي بهير هم داسې دی، د بېلګې په ډول ځينوې وختونه يو پلار د خپل مېړه زوی له برکته اتل وي، کله بيا يو سړی د خپلې مېړنۍ مېرمنې له امله د اتلولۍ پر تخت ناست وي، کله يو څوک د خپل ورور يا ډېر مخلص انډيوال په مټ مېړه يادېږي او له ځينو اتلانو سره بيا خپله مور ملګرې وي او همدا مور يې بازو او د ملا تير بلل کېږي.

د افغانستان په تاريخ کې هوتکي دوره ډېره مشهوره ده. که د شاه محمود هوتکي، شاه اشرف هوتکي او شاه حسين هوتکي د ژوند پر جنګي اړخ ډرامه ليکو، نو ښکاره خبره ده چې دا درې واړه پاچهان به د ډرامې مېړونه يا مرکزي کرکټرونه وي، خو د دې دريو واړو پاچهانو بازو يا نيمه اتل تکړه سپه سالار سيدال خان ناصري دی. تاريخ راته وايي چې د هوتکي دورې د وروستي پاچا شاه حسين هوتکي پاچهي هغه وخت بشپړه رانسکوره او د ايراني يرغلګرو پر وړاندې د افغانانو مقاومت پای ته ورسېد چې دا ننګيالی سپاه سالار ايراني سرتېرو ژوندی ونيو. 

یوه بېلګه به له ترکۍ ډرامې څخه راواخلو: د ارطغرل پاڅون ډرامې د عثمان برخه کې عمرخان د (اوچا) په نوم د يوې قبيلې مشر دی، ده د خپلې قبيلې د ساتنې لپاره سلګونه زړه ور سرتېري روزلي وي او څو ځله يې مغول مات کړي هم وي. عمر خان کونډ دی او زوی هم نه لري، يوازې د (ماهنور) په نوم يوه پېغله لور لري. ماهنور ډېره پياوړې او زړه وره دنګه جنګيالۍ ده، د جنګي مهارت تر څنګ ډېره ځيرکه او هوښياره هم ده، هم يې د قبيلې دننه وړو نيمکړتياوو ته پام دی او هم له نورو ترکي قبايلو سره د اړيکو په ساتلو کې له پلار سره اوږه پر اوږه هلي ځلي کوي. 

پلار يې هم ډېر باور ورباندې کړی وي، د خپلې قبيلې د سرتېرو، تجارت، سياسي وضعيت او نورو قبايلو سره د اړيکو په اړه له دې سره مشوره کوي، لنډه دا چې عمر خان د ماهنور په برکت ډېر خنډونه له خپل مخ څخه ليرې کوي، خو کله چې ماهنور د (کايا) په نوم د يوې بلې ترکۍ قبيلې له خان (عثمان) سره واده کوي، نو د دوی د قبيلې (اوچا) هغه پخوانی برم او عظمت نه پاته کېږي، بس له همدې ځايه يې زوال پيل کېږي. څه موده وروسته د (بارکن) په نوم د قبيلې يو سرتېری د قبيلې د مشرۍ په سراښۍ (حرص) کې غرق کېږي، له دښمنانو سره لاس يو کوي، عمر خان له خپلو سرتېرو سره په ډېر مرموز ډول وژني او په دې ډول د عمرخان ژوند او خاني پای ته رسېږي. دلته وینو چې عمر خان د (اوچا) قبيلې مشر او اتل دی، خو ماهنور پېغله نيمه اتله ده، ځکه کله چې دا نيمه اتله له اتل څخه ليرې شوه، نو اتل هم نور اتل پاته نه شو.      

پښتانه يوه ولسي اصطلاح لري، کله چې د يوه پلار مېړنی او ځيرک زوی مړ شي، نو پلار يې وايي چې ملا مې ماته شوه، کله کله يو نارينه کونډ شي، دا کونډتوب يې پر ژوند دومره ناوړه اغېزه وکړي چې ټول پوهېږي ملا يې ما ته شوې او نور مخ پر ځوړ روان دی. ځينو مېړنیو زلمو ته بيا خپل پلار يا مور لکه غر يو لوی سپر وي چې له هرې بلا څخه يې ساتي.

حمزه بابا وايي چې پښتو ډرامه نه له يونان او نه هم له هندۍ تيوريو څخه سرچينه اخلي، بلکې له پښتو نکلونو څخه زېږېدلې ده، دی د يوه نکل مثال راوړي چې ډرامې ته ډېر ورته دی، موضوع، هدف، کشمکش، پېښې، تلوسه، پيل اوج او پای لري، دغه ډول په نکلونو کې داسې نارې هم يادوي چې د ډايلاګ بڼه لري.

په دې استناد به د موسی جان او وليجان نکل راواخلو چې استاد محمدګل نوري په خپل (ملي هېنداره) نومي کتاب کې خوندي کړی دی. دا نکل پنځه مهم کرکټرونه لري، لکه سهيلی پاچا، موسی جان، وليجان، د وليجان زوی ميرولی او د موسی جان مَيَنه (ګلمکۍ). موسی جان او وليجان په کيسه کې اوږه پر اوږه مبارزه کوي، خو موسی جان له دې امله د کيسې مېړه يا اتل بلل کېږي چې نکل عشقي دی او د نکل ډېری پېښې د موسی جان او ګلمکۍ له مينې سره تړلي دي. په دې نکل کې موسی جان هغه وخت د خپل سيال پر وړاندې ماتېږي او کیسه له اوج څخه راکښته کېږي چې د ده بازو او تکړه انډيوال وليجان په جګړه کې وژل کېږي او دی يوازې پاته کېږي. که څه هم د وليجان زوی ميرولي د خپل پلار تر مړينې وروسته د سهيلي پاچا سره جګړه کوي، خو د پلار غوندې تدبير او پياوړي مټي نه لري.

موږ داسې نکلونه هم اورېدلي چې پلاني پاچا يو ډ‌ېر هوښيار وزير درلود، ټوله پاچهي يې د دې وزير پر هوښيارۍ ولاړه وه. يوه بزګر ډېره هوښياره مېرمن درلوده چې پر ده به هره بده ورځ راغله، نو دې ښځې به د خلاصون لاره ورته پيدا کوله. 

په قران کريم کې د څو نبيانو کيسې راغلي چې په دې کيسو کې يوه هم د موسی (ع) کيسه ده. کله چې موسی (ع) د الله (ج) له خوا نبي ټاکل کېږي، نو پاک الله (ج) ته دعا کوي چې زه خو په ژبه کې بندېږم، زما سره زما ورور هارون (ع) هم ملګری کړه. دا دعا يې قبولېږي او هارون (ع) هم د نبي په صفت ورسره ملګری کېږي. موسی (ع) پوهېده چې زما کار دعوت دی او د دعوت لپاره د ژبې فصاحت ته ډېره اړتيا ده، په تېره بيا له فرعون سره بحث او مناظره اسانه کار نه دی. په دې کيسه کې ګورو چې هارون (ع) نيمه اتل کرکټر دی، هم نبي دی او هم يو مهم مسئوليت وردغاړي دی چې هغه دعوت او له فرعون سره بحث او مناظره ده.   

که د نړۍ تاريخ مطالعه کړو، نو وينو چې ډېر پاچهان او سياسي رهبران په خپل ژوند کې د ځان په شان يو کرکټر روزي او يا يې د ځان ملګری کوي، دا کرکټر هم په ژوند کې د دوی د لاس لکړه وي او هم تر مړينې وروسته د دوی ځايناستی شي، د بېلګې په ډول د احمدشاه بابا په حکومت کې تر ټولو باوري او وفادار شخص اشرف الوزرا شاه ولي خان باميزی و چې د هند په ټولو جنګونو کې ورسره ملګری او مخکښه رول يې درلود.

کله چې احمدشاه بابا وفات او پر ځای يې د هغه مشر زوی تيمور شاه پاچا شو، نو شاه ولي خان باميزی يې د خپل پلار له څو تکړه جنرالانو سره يو ځای اعدام کړ، په دوی يې دا تور پورې کړ چې احمدشاه بابا زه خپل ځایناستی ټاکلی وم، خو تاسې زما ورور شاهزاده سليمان پاچا اعلان کړ. په دې کار سره په عمومي ډول ټول پښتانه او خاص ډول دراني قبايل چې هغه وخت يې د ګوند حيثيت درلود او واک يې په لاس کې و د تيمورشاه دښمنان شول. 

تر دې کرغېړن کار وروسته د تيمورشاه تراه وشوه، ځکه هره شيبه دا امکان و چې تيمورشاه په دربار کې دننه د مخالفينو له خوا د نادر افشار غوندې ووژل شي، هغه و چې پايتخت يې له کندهاره کابل ته يووړ، د پښتنو پر ځای يې د قزلباشانو ملېشې جوړې کړې او د شاهي ارګ د ساتنې چارې يې وروسپارلې، خو د پښتنو زړونه يې د تل لپاره وبايلل. د احمدشاه بابا تر مړينې وروسته د هغه د امپراتورۍ زوال ځکه پيل شو چې د احمدشاه بابا ښی لاس او بازو له خپل وفادار ټيم سره ووژل شو، په څو ورځو کې هم اتل او هم نيمه اتل له صحنې څخه ګوښه شول او واک د داسې چا لاس ته ورغی چې موږ نتيجه وليده.    

کرکټرونه يو بل وېش هم لري چې یو مثبت او بل منفي کرکټرونه دي. د منفي کرکټرونو په لړ کې مرکزي کرکټر د اتل مخالف يا (Antihero) نومېږي چې ځينې خلک يې د کيسې (غذار) هم بولي. غدار هم له ځانه سره نيمه غدار کرکټر لري، کله چې نيمه غدار مري، نو بشپړه غدار هم ورسره کمزوری کېږي او يا ماتېږي.    

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب