پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرفیسبوک(نظم) محمد نعمان دوست

فیسبوک(نظم) محمد نعمان دوست

فیسبوک څه دی؟

بس، د وخت ضایع کول دي

له کتابه تښتیدل دي او له کاره پټیدل دي

فیسبوک څه دی؟

یو ډيران دی، د عُقدو خالي کولو

د کینې یو نغری دی د نفرت اور بلولو

فیسبوک څه دی؟

بس زینه ده، د شخصي حریم ماڼۍ ته پرې ختل دي

او همدې دیوال له سره د انګړ منځ ته دانګل دي

فیسبوک څه دی؟

یو بازار د نقالانو

د ماهرو زرګرانو،

 تور فلز ته ور کوي رنګ د سرو زرو

فیسبوک څه دی؟

یو نشه ده،

د غښتلو مټو زور اوبه کول دي

 هسې خوشې انرژي مصرفول دي

فیسبوک څه دی؟

یو لوی ستیج دی، د تمثیل او جادو ګرو

د خپل ځان صفا ښودل دي او د بل بدرنګول دي

فیسبوک څه دی؟

یو لوی میز د عملیاتو

جراحي پلاستیکي پکې روانه

د جنسیت تغییرول دي نر نه ښځه جوړول دي

***

فیسبوک څه دی؟

د وجدان له دوزخونو تښتیدل دي

د شنې ونې لاندې ځان دمه کول دي

او

 اوبو ته د خپل غم داستان ویل دي

فیسبوک څه دی؟

یو رڼا د بیدارۍ ده

حرارت دی، د جامد ذهن کنګل اوبه کول دي

فیسبوک څه دی؟

د جرات یوه نشه ده

 د ظالم خاین پر وړاندې په خالي لاس دریدل دي

فیسبوک څه دی؟

بس د زهرو یو بوتل دی او د شهدو یو بوتل دی

په احتیاط یې پیژندل دي او په احتیاط یې کارول دي

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د اگست 13مه، 2017

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب