جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسههنر/ اجمل پسرلی

هنر/ اجمل پسرلی

په پراګ کې د اکتوبر په دوهمه اونۍ کې د ونو د پاڼو رنګ بدل شي، دلته ځیني پاڼې زیړې شي، ځیني سرې بخونې، ځیني سرې او ځیني هم شنې ښکارې.

د پراګ د زړې شاهي ماڼۍ په لمن کې د غځیدلې غونډۍ په ونو کې زیړې پاڼې په شنو کې داسې ښکارې لکه په شنه ټوکر چې د زرتارو کار شوی وي.

تر همدغو ونو لاندې پنځه عکاسان چې درې یې نجونې او دوه نارینه وو پر چمن ناست و، ټک ټک عکسونه یې اخیستل.

ما موبایل راوایست، ونو ته مې ونیو، د فلش له رڼا سره یوه عکاس سترګې راواړولې، ورته ومې ویل:

Vltava weir in the fall– فکر کوم چې ډیر ښایسته عکس مې اخیستی

عکاس عکس ته وکتل او راته ویې ویل:

– ښه ښکاري

– له هنري اړخه څرنګه دی؟

د عکس په ښي اړخ یې ګوته کیښوده :

– دلته سیوری سم نه دی راغلی او په دې بل اړخ کې ممکنه وه چې درې ونې ښکاره شوې واې اوس دوې ښکارې

د دې عکاس نور ملګري هم رانژدې شول. یوې ښځې دغه سړي ته چې له ماسره یې خبرې کولې اشاره وکړه او ویې ویل:

– لکه څرنګه چې (سبستیان) تشریح درکوي زموږ استاد بیا موږ ته دغسې خبرې کوي

ما ورته وویل:

– تاسو ماته د یوه عکس نمونه راښکاره کړئ چې ښه وي

یوه عکاس خپله کمره رانژدې کړه یوعکس ته یې وکتل، هغه یې ژر تیر کړ بل یې راښکاره کړ، سر یې وخوځاوه او دریم، څلورم ، پنځم عکس یې هم تیر کړ. اوف یې وکړ او راته ویې ویل:

– مخکې مې فکرکاوه چې دغه ټول عکسونه ښایسته دي اوس چې تاسو د ډیر ښه عکس پوښتنه وکړه ټول راته بدرنګ ښکاره شول. ملګرو یې وخندل، لاسونه یې راته وخوځول او په خپله مخه ولاړل.

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب