د شمالي د تاکونو اره کولو او کاریزونو ډکولو پروژه ښه په درز کې روانه وه. هره ورځ به ډله ـ ډله کسان او تراکتورونه د همدې پروژې د ګړندي تطبیق لپاره، له کابل ښاره شمالي ته لیږل کیدل. بڼوالو به د خپلو تاکونو د اره کولو غږ اوریده،خو اخ یې نشو ویستلی.
د دوی په مخ کې به هغه شنه باغونه شیبه وروسته خړه زمکه شوه چې دوی پکې خپلې خولې تویه کړې وې. په هغه ورځ ما هم له یوه تور پټکي سره ګډې اوښکې تویه کړې.دی په شمالي کې د جګړې له کرښې تازه راغلی و.
دې ځوان چې څنګه چانټه کیښوده، سلګیو پسې واخیست. ملګري ورته حیران وو، یوه ترې وپوښتل: زخمی شوی یې؟ هغه د سر په خوځولو د نه ځواب ورکړ.
بل ترې وپوښتل: کور در یادیږي؟ ده ته یې هم په اشاره د نه ځواب ورکړ. بل ور وړاندې شو: کوم ملګری دې شهید شوی؟
ځوان په غریو نیولي غږ وویل: هو، شهید شوی. ملګری مې نه دی، خو شهادت به یې… نوره خبره ترې سلګیو کې ورکه شوه. ټول غلي شوو او د هغه پاتې خبرو ته په تمه وو. ځوان زړه راغونډ کړ: موږ دوه درې کسان له یوه کاریزه تیریدو.
یو سپین ږیری ی ې په غاړه ناست و او اودس یې کاوه. ډزې روانې وې، موږ تیښتې ته اړ شو. بیا کاریز ته راغلو. د بوډا سپینه کوچینۍ المونیمي ږمنځ ږیره کې بنده وه.
له ټنډې یې وینې خوټیدې او سپینه ږیره یې ورته سره کړې وه. هغه نوره کیسه هم کوله خو الفاظو ورسره یاري ونکړه. په همدغه شان شپو ورځو کې د کابل ښار د قلع فتح الله په درېیم سړک کې عجیبه پیښه وشوه.
ما ویل که درې پوړیزه ودانۍ را باندې نسکوره شوه. زه د دې ودانۍ په دریم پوړ کې وم. یوه زوروره چاودنه وشوه او بیا مې ور منډه کړه.پر تور سړک سرې کوچینۍ ټوټې، ځای ځای پرتې وې، لکه سره وراسته رومیان چې چا له کورونو بیرون سړک ته را ګوزار کړي وي.سړک سریخ و او زه مخکې روان وم.
هلته د سړک تر غاړې نیمه پښه او د بدن یوه ټوټه ،چې نه پیژندل کیده، پرته وه. حیران وم، څه وکړم؟ زړه مې غټ کړ، یوې پلاستیکي کڅوړه کې مې لاس وپیچه او بله مې ځان سره واخیسته. د غوښو ټوټې مې ټولولې، لکه له پټي چې شین دلی تخم بیرته را ټولوې، نور ستړی شوی وم.
یو دم له یوه کوره دوه درې میرمنې په چیغه را ووتلې، لړزې نیولې وې، غږ یې کړ: ملا صاحب!زموږ کور ته راشه! هغوی پناه شوې، کورته ور ننوتم. انګړ کې د لرګیو یو زوړ تخت ایښی و، د تخت په منځ کې نیم سر له نیم مخ سره پروت و. لاس مې کړ، له غوږه مې ونیوه خو لاس مې ولړزید، ویره را باندې خوره شوه. لاس مې هماغه شان رپیده چې شاته مې یوه غږ کړ: ملا صاحب! که ستا پلاستیک کې ځای نه وي، زه به یې واخلم او همدې سره یې را واخیست او خپلې پلاستیکي کڅوړې ته یې وغورځاوه. دا ماشوم و او چې زه یې په غوښو ټولولو ولیدلم، نو ده هم شروع کړې وه.
غالبا دا دوه کسان وو، غوښتل یې ماین چیره انتقال کړي خو د دواړو منځ کې چاودلی و او غوښې یې شاوخوا خورې شوې وې. دې غوښو ټولولو وروسته وروسته اغیز کاوه، کله خو به ټوله شپه نارامه وم او هماغه صحنې به مې یادېدې. له دې پیښې وروسته کلي ته تللی وم. زموږ یو خپل تازه له ناروې راغلي و. هغه یو تکړه ډاکټر دی.
د خپل کور نکلونه یې کول او راټول کسان ورته غوږ غوږ ول. میلمه ویل: کور مې د غره ډډه کې دی.موږک ډیر په تکلیف کړو، ته او راته. اخر نا چاره شوم او دا ځل چې څنګه راغلو په بوټ مې وویشت او ځای پر ځای شو. میلمه ویل چې دې وخت کې یې زوی له مکتبه راغی او چې کله یې وژل شوی موږک ولیده. په ژړا شو او په غوسه یې همدا ویل: ولې دې مړ کړ؟ څه جرم یې کړی و؟
میلمه ویل چې د ماشوم زوی یې تر ډیره ورسره شخړه وه. میلمه نورې کیسې هم کړې وې، خو زما یوازې کالبوت هلته و. روح مې د قلع فتح الله په درییم سړک کې په هغه ماشوم پسې نارامه ګرځیده چې پلاستیکي کڅوړه کې یې د خپلو همنوعو د غوښې ټوټې؛ پرته له کومې ویرې ټولولې. د ناروي ماشوم مرګ نه و لیدلی. هغه ته د موږک مرګ هم لویه المیه ښکاریده. خو زموږ ماشوم په مرګونو کې لوی شوی و. بیګاه له لغمانه میلمانه راغلي وو.
یو څو پکې د فلم لیدلو شوقیان و. لپ ټاب کې مې ورته یو مستند انګریزي فلم چالان کړ، ځینې صحنې یې د وژنو وې، وحشتناکې وې، . دوه درې ماشومان هم حجرې ته راغلل، هغوی ته مې ویل: تاسو وځئ، خوب کې ونه ویریږئ. خو لاړ نشول، ما هم ځان غلی کړ، میلمانه وو. د وژنو صحنې چې راغلې، سترګې مې پټې کړې، د ماشومانو را پام شو. په کړس کړس یې وخندل او ویل یې: دا شیان موږ خپل کلي کې ډیر وینو.
محمد نعمان دوست، جلال اباد د لړم څلورمه، ۱۳۹۲ ( ګرداب ورځپاڼه)