یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / کره کتنه 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / کره کتنه 

تېره یکشنبه، د ۱۴۰۲ل کال د غبرګولي په ۲۱مه،  اغلې امنې فنا د “کړکۍ” په نوم نظم د افغان ښځو په انلاین ادبي بهیر کې کره کتنې ته وړاندې کړ. پر شعر کره کتنه او بحث اوږد شو، د بهیر غړو وپتیله چې په یوه جلا لیکنه کې یې خپور کړي. په دې لیکنه کې د امنې فنا نظم او پر دې شعر کره کتنه لولستلی شئ. 

يوه کړکۍ

نن مې هغه لارې ټولې وتړلې

هغه لارې، چې تر تا وې رسېدلې

هغه لارې چې د عشق تر انتها وې رسېدلې

نن مې ښه لویه ډبره په زړه کېښوه

نن مې ستا د عشق کیسه نیمکړې پرېښوه

نن مې ځان پسې آن ور د کوټې کولپ کړ

خو

یوه کړکۍ لا پاتې

ها چې ستا کړکۍ ته مخامخ وتلې

که څه هم سپینه پرده دې مدام کش وي

خو دا اوس چې نمیه شپه ده ماته ښکارې

د پردې تر شا دې سیوری شم لیدلی

چې پر کوچ باندې تر څنګ د کړکۍ ناست یې

او پر میز دې درته شمعې لګولي

د شین چای پیاله دې مخ ته سړه شوې

ماته ښکارې

تا کتاب مخ ته نیولی

له ستړیا او بې خوبۍ دې 

سترګې سرې لکه شفق دي

خدای خبر چې څه به لولې

زما سترګو کې دي اوښکې

د کتاب توري سم نه شم لیدلی

زه یم دلته

خو حواس مې ټول له تا سره ملګري

څه تیاره او چوپه شپه ده

یوه پاڼه هم رپ نه کړي

مرغکۍ کراره ځاله کې ویده ده

او پیشو د ونې ډډې ته پرته ده

رڼې سترګې یې ځلېږي

لکه دوه غمي ښکارېږي

ما مې تور ټیکری له ولو راچاپېر دی

او په اوښکو لوند پلو مې

په غاښونو کې ټوک ټوک دی

له کړکې دې سترګې نه شم اړولی

ستا د عطرو خوشبوي راباندې لګي

زړه مې سرو لمبو کې سوزي

ستا د شمعو به هم اوس وروستۍ سلګۍ وي

پر پالنګ به درته ناسته

د خوبونو ناوکۍ وي

زه هم نوره خپلو اوښکو کې ډوبېږم

ستا له شمعو سره یو ځای فنا کېږم.

ځلا نور: 

شعر په ډېر هنر لیکل شوی دی. نوی فکر، نوي تشبیهات او نوي سیمبولونه پکې کارول شوي

لومړی نوم: د شعر نوم ښکلی ټاکل شوی دی. لوستونکې ته هر څه له همدې يوه کړکۍ ورښودل کېږي، یوه کړکۍ چې موږ یې د تړلو توان نه لرو.

د شعر راوۍ غواړي چې زړه له خپل ميین څخه صبر کړي او پر زړه د صبر غټه تېږه کېږدي، خو تېږه کمزورې ده، د دې زړه نشي لاندې کولی، ان په دې جبر سره يوه داسې کړکۍ ورته خلاصېږي، چې نږدې ټول حواس يې ورسره په فوق العاده توګه فعالېږي. چې د ميین مخته اېښې د شنو چايو پياله ويني، سوړوالی يې حس کولی شي، د سترګو رنګ يې ويني، د عطرو بوی يې تر شامې رارسي

تشبيېپه دې شعر کې تشبيېډېرې په هنر او منطقي کارول شوي دي، مثلاً د ميین د سترګو رنګ له شفق سره تشبيه کول په دې په زړه پورې ده، چې د ميین سترګې يې په اسمان کې دي، د ميز پر سر شمعې نشي ليدلی، د سپينې پردې څخه آ خوا چې څه تېرېږي دی يې نه ويني، له دې څخه دا هم زده کولی شو، چې جبر د انسان مقاومت څو برابره زياتوي.

پخلاکېدونکی تضاد: په دې شعر کې چې ډېر په زړه پورې دی، هغه (پخلاکېدونکی تضاد) دی، دا چې دوه میينان دي خو په خپلو کې يې يو داسې تضاد رامنځته شوی چې غواړې د ده په لور ټولې دروازې وتړيخو يوه کړکۍ د دې دا هڅه ناکاموي. همدې ته په لېدو په شعر کې متضادې تشبيې کارول شوي، لکه: د میين د کړکۍ سپينه پرده، د دې پر ولو تور ټيکری، مرغۍ، پېښو، تياره شپه او شمعې.

تور ټيکری پر ولو پروت او پلو يې پر غاښونو ټوک ټوک کېدل هم ډېر جالب دي، ټیکری له سره غورځيدل، په پښتنو کې ښه نه ګڼل کېږي اومين يې د سر ټيکری ګڼل کېږي او د ټيکري پلو هم که د چا سر په پيڅه راشي، پښتنې ښځې يې په ښه پال نيسي، يانې کور ته يې يار يا ډېر نږدې کس راځي، په دې شعر کې د ټيکري پلو په غاښونو ټوک ټوک شوی دی، يانې دا تمه يې نشته چې د دې کلپ کوټې ته دې څوک راشي او ټيکري ته هم تور رنګ انتخاب شوی دی، چې د غم او خواشينۍ نښه يا سيمبول دی او د ميین د کړکۍ پرده سپينه چې د ژوند سېمبول ګڼل کېږي.

د ميین پر وړاندې ميز باندې څو شمعې نورې هم بلېږي او (د شعر راوۍ) يي ويني چې د دې غوندې ويلي کېږي، مګر د میين هيڅ ورته پام نه دی، هغه په سرو شفقي سترګو خپل کتاب ته ګوري چې تورې او کلمې يې دا په اوښکلنو سترګو نشي ليدلی، دې ته نه ښکاري چې څه پکې دي، خو دومره پوهېږي چې د دې کتاب پاڼو د ده له سترګو ويلي کېدونکې شمعې پنا کړي دي

په دې شعر کې بله خوبي دا چې ټول ياد شوي څیزونه چې له مَينې (راوۍ) سره تشبيه شوي دي، مونث راغلي دي، لکه پر مېز ايښې پياله، د ونې ډډې ته پرته پېشو، په ځاله کې مرغۍ….

او د میين سره تړلي شيان بيا پرته له سپينې پردې مذکر راغلي دي، لکه: کتاب، شفق، پالنګ، ميز، کوچ

په دې شعر کې اصلاُ دوې کړکۍ دي، يوه يې د ميین بله د دې له لورې، چې د دې له لورې کړکۍ څخه يوازې د حواسو راوتلي وړانګې ښکاري، نوره خاموشه او ساکنه ده او بل په دې شعر کې مکمله خاموشي پرته ده، په خاموشو شعرونو کې بايد لفظونو ته هم پاملرنه وشي، داسې الفاظ بايد غوره شي چې خاموشي ترسيم کړي، چې په دې شعر کې ځينې ځایونو کې ورته کمه پاملرنه شوې ده.

په دې شعر ډېرې خبرې کيدای شي، خدای دې د امنې پنا د شعر څوارلسمه سپوږمۍ نه پنا کوي.

امين، 

هیله پسرلی:

نظم راټول او کامل دی، لکه یوه روغه کیسه. تصویرونه یې ژوندي او روښانه دي. د دې نظم کریکټرونه د یوې ښې کیسې دکریکټرونو غوندې د لوستونکو سترګو ته درېږي. 

نظم د مخاطب په هکله راته وايي، پر کوچ باندې د کړکۍ تر څنګ ناست دی. پر میز یې شمعې لګولي. په پیاله کې یې شین چای سوړشوی. کتاب لولي او له ستړیا یې سترګې سرې دي. شاعره، راوي راته داسې انځوروي: “ما مې تور ټیکری له ولو راچاپېر دی // په اوښکو لوند پلو مې، په غاښونو کې ټوک ټوک دی.” د مرغکۍ او پیشو کریکټرونه هم واضح راغلې دي.

د نظم فرعي کریکټرونه ( مرغکۍ او پیشو) نه یوازې فضا انځوروي بلکې د اصلي کریکټرونو پر کیسې (راوي او مخاطب) یو ډول لنډ اوسیمبولیک تاکید هم کوي. مرغه لکه د شعر مخاطب بې خبره په خپله ځاله کې دی. پیشو لکه راوي هغه ونې ته پرته ده چې د مرغه ځاله پکې ده. مرغه په اسمان کې، پیشو پر ځمکه، مرغه ازاد، پیشو لکه راز..

د شعر هر بند بشپړ دی. د نظم ټولې برخې کلمات، تصویرونه، فضا، موسیقي.. د شعر د احساس په خدمت کې دي. دا شعر د وزن یا خيال تر اثر لاندې اضافات نلري. موسيقي يې عالي ده. 

د دې شعر کیسه د انسان د ټول ژوند کیسه هم بللای شو چې د واقعیت او ارزو تر منځ د کشمکش یو بې پایه داستان دی. داسې کیسه چې په امید پيليږي او ناامیدي غواړي ختمه يې کړي خو تر ناامیدي یو زورور قوت یعنې ژوند غواړي ادامه ومومي. دا نظم دې پښتو شعرته مبارک وي او آمنه دې راته ژوندۍ وي.

میمونه کامران:

د فنا جانې نظم ډېر عالي دی. په دې نظم کې عاطفه هره خبره بدرګه کوي او عاطفه په داسې یو انداز کارول شوې چې ځانګړی جذابیت لري.

الفاظ یې ډېر فصیح او روان دي او شاعرې چې خپل ځان په ډېره ښه توګه په خپل خیال کې ترسیم کړی، خیال یې لوړ ده او دا خپله یو کمال دی.

هر ځای ته یې مناسب لفظ انتخاب کړی او تسلسل یې ډېر ښه ساتلی دی. هغه څه چې له زړه پیدا کېږي او په زړه تاثیر کوي معمولي خبره نه ده. هر څومره چې یو شعر له ژوندانه سره ارتباط ولري همغومره علاقمندي ورسره زیاتیږي، او د فناجانې نظم دغه ځانګړتیا لري. دې د نظم ښایست او معصومیت په ډېره ښه توګه ساتلی.

شېبه ګهیځ

د فنا شاعري بیشکه چې باید وستایل شې؛ که داسې ووایو چې په ځوانو شاعرانو کې د نویو استعارو او نادرو تشبهاتو شاعره ده مبالغه به نه وي.

راځو دغه شعر ته یې:

دغه شعر انځوریزه ژبه لري هر لفظ منظم کارول شوی. ډېر ښه تشبېهات کارول شوي دي. 

دا شعر داسې دی لکه یو څوک چې چا ته کیسه کوي. کیسه د داسې مینې ده، چې په ډېر نږدیوالي کې بیا هم له یوه بل څخه لرې دي. د دوو کړکیو تر منځ د دوو انسانانو اړیکه انځور شوې. یو هغه ده چې له لري والي ځورېږي او بل هم د ناپامۍ اخري حد کې دی.

“نن مې ښه لویه ډبره په زړه کېښوه

نن مې ستا د عشق کیسه نیمکړې پرېښوه”

دلته شاعرې له هغې مینې نا امیده شوې ده چې زړه ورته درځېده. دغه نا امیدي په هرې هغې مینې کې لیدل کېږي، چې ورته د رسېدو وس نه لري. 

او په اوښکو لوند پلو مې”

په غاښونو کې ټوک ټوک دی”

دا د یوې پښتنې پیغلې د بې وسئ هغه اخري حد ښیي، چې له ناچارۍ اوښکې تویوي داسې اوښکې چې یوازې څادر یې د دردونو شاهد دی او بس. په غاښونو ټوک ټوک بیا څومره طبیعي او ښه انځور شوی. 

“له کړکۍ دې سترګې نه شم اړولی”

نپوهېږم تر دې وروسته دا شعر چې څومره لولم هومره مې خوښېږي. دلته فکر کوم له کړکۍ مطلب هغه مخ دی چې دا یې په کې ویني. له هغه مخ نه شي اړولی، د عطرو خوشبویي ورته رسېږي.

 زه د فنا دغه وړتیا ته حیرانه یم هم په ازاد نظمونو هم غزل لیکلو کې فوق العاده استعداد لري. نو د فنا د شعر په هر انځور ډېر څه لیکل کېدای شي. فنا دې د ژوند په دې بهیر کې فنا نه شي. د پښتو شاعري دې لا وغوړېږي او نوي ګلان لکه فنا ولري.

ملاله کلیواله:

په نظم کې پيل، پای او یوه موضوع تر پایه تعقیبول ډېر مهم دي، امینې فنا نظم ډېر ښه پيل کړی او په ښه ډول پای ته رسولی، موضوع یې ترپایه پورې په ښه ډول تعقیب کړې ده ځانګړنې یې داده چې له ښځينه احساس، او عواطفوڅخه ډک دی. 

ډېر ښه انځورونه یې وړاندې کړي، لکه، “یوه پاڼه هم رپ نکړي”.  کله چې یو څوک خپه وي هرڅه ورته خپه ښکاري، نو دې ته طعیبت هم د ځان په حالات خواشینی او هر څه ورته ساکت ښکاري. 

د امنې د لا بریا په هیله،  

نعیمه غني:

د امنا فنا په شعر کې دوه متضاد حالاتونه دي چې په لومړي سر کې شاعره یوه کوټلې پریکړه کوي او له یوې رابطې څخه لاس اخلي چېدا د انسان د ذهن یا مغزو پرېکړه ده. ذهن تل د انسان په ګټه پریکړه کوي او نغواړي چې هغه ضرر وویني. له دې پرېکړې وروسته یوه (خو) په شعر کې راځي او  حالت بدلېږي چې دا د شاعرې د زړه پرېکړه ده. زړه یوه کړکۍ د رابطې په لور پرانیستې پرېږدي او غواړيچې په خپل میین نظر ولري او هغه وڅاري. 

په تصویرونو به نه غږیږم ځکه ټول ډېر ښکلي پرې وغږیدل راځم دې برخې ته چې شاعره د پردې تر شا یو څوک ویني چې ناست دی او کتاب لولي. تر هغې وروسته بیا وایي چې د چای رنګ دې بدل شوی او سوړ شوی دی او سترګې دې سرې دي.

دلته دوه حالته کیدای شي یو دا چې  موږ یو کس له لېرې څارو چې په دې حالت کې بیا دا شیان لیدل ناممکن دي. دوهم حالت بیا دا دیچې موږ کله له یو چا سره دومره نېږدې حس لرو چې د هغه هر حالت لکه خندا، ژړا، تشویش د خپګان پر وخت د څېرې حالت او د سترګورنګ تر سترګو کېږي چې په دې حالت کې شاعرې په یوې کوچنۍ اشارې سره دا خبره کولای شوی او تسلسل یې هم ساتلی شوی.

د شعر په وروستی برخه کې شاعره وایي چې پلو یې په غاښونو ټوک ټوک دی او ژاړي. د اضطراب د حالت یو ښکلی ترسیم دی کله چېڅوک له ورته حالت سره مخ شي نو ځینې کسان نوکان ژوي، څوک له یو بل څه لکه خپل ټکری یا کله ویښتان تر غاښونو لاندې نیسي چېشاعرې هم ورته حالت تشریح کوي. 

شاعره وایي چې زه ژاړم مطلب چې له خپلې اولې پریکړې څخه خوښه نده او زه دا د شاعرې د عمر له تقاضا سره دا مناسبه پریکړهبولم، درک کوم یې او ورسره خواخوږې یم.  په ټوله کې د امنې فنا شعر یو ښکلی انځوریز او مکمل شعر دی.

لا دې بریالی اوسي.

فاطمه اعظم:

د اغلې امنې فنا شاعري عالي ده؛ ځکه دا تل کوښښ کوي نوي الفاظ، نوې استعارې او نوي تشبیهات وکاروي او دا کړنه یې د دې لامل شوې چې شاعري یې له نورو ځانګړې کړي.

په دې شعر کې یې  لکه د نورو شعرونو په څېر نوي هنري الفاظ کارولي او دا الفاظ یې په ډېرې رنګینۍ سره کارولي دي.

د شعر ژبه یې روانه او فصیحه ده؛ په شعر کې د کلمو پر خپل ځای کارول یې ځانګړنه ده، دا شعر یې کیسه ییزه بڼه لري؛ کله چې ما داشعر د فنا له غږ څخه واورېده سم دستي ورسره انځور جوړ شو هر لفظ یې انځور درلوده.

په شعر کې انځورکښنه او خیال یې فوق العاده دی. په دې شعر کې چې زما یو څه ته پام شو هغه د نجلۍ اراده ده چې دې اراده کړې چې نور به خپل میئن هېروي او زړه به صبروي، ممکن دا کار اسانه نه وي خو دا چې شاعرې د دې کار هڅه کړې دا د قوي نجلۍ ځانګړنه ده، او دا توانېدلې چې خپل زړه قانع کړي.

موږ ګورو په نظمونو او په نثرونو کې تل جلۍ مظلومه ده او تل پرې یوې خوا څخه ظلم شوی دی او دا تل پټه خوله پاتې شوې ده، دې موضوع تر یوه حده زموږ نظمونه او نثرونه له جذابیته ایستلي دي. دا موضوع او دا سوژه بیخي عادي او کلیشه شوې ده.

 څنګه چې زه سوچ کوم ممکن هر لوستونکی دا فکر وکړي، اوس حال داسې شعرونه او کیسې زما پام ځانه نشي اړولی ځکه زه پوهېږم مخکې له مخکې چې د تل په څېر نجلۍ مظلومه ده او قرباني ده، خو د فنا په دې شعر کې سوژه نوې او جذابه وه.

د امنې فنا شاعري دې تل رنگینه او تازه وي!

فرزانه زیار:

په شعر کې اهنګ ډېر ښه دی کله یی چې لولو پر غوږونو ښه لګیږي.

دلته د یوې نجلۍ هغه زړورتیا بیان شوې چې مغروره وي سره له دې چې زړه یی ځوریږي مګر په واضع خپله مینه نه څرګندوي او دا په ټوله کې د یوې پښتنې خاصیت وي.

 د شعر سوژه هم له بلاغت نه ډکه  ده، یعنې له نوي عصر سره سم لیکل شوی؛ د نورو لارو تړلو نه ممکن موخه د ټولینیزو رسنیو بندول یا بلاک وي، بل د لوړو ودانیو ښه انځور کښنه پکې شوې.

له سترو تشبیهاتو او استعارو مالامال دی؛ لکه: په زړه ډبره ایښودل، سترګې سرې لکه شفق، د زړه په لمبو کې سوزیدل، د شمعو وروستی سلګۍ، د خوبونو ناوکۍ..ټوله کې ډېر ښه شعر دی.

وړاندیز :کاش چې نورې پښتنې تل د نرانو لپاره ماتیدونکي ونه ښایو. په خپلو لیکنو کې څرګنده کړو که مې ونه غواړې نه دې غواړم.  که یی لیکلي وای ستا یادونه ستا له شمعې سره فنا کیږي لا به ښه وه. 

نرګس سهاک:

د امنې د شعر ښکلا په دې کې ده چې له هر اړخ څخه د لوستونکي او اوريدونکي د ذوق سره سمه مانا ترې اخيستل کيږي، دا نظم هم يو بشپړ نظم دى ځکه چې پيل او پاى او په منځ کې روانې پيښې په داسې توګه انځور شوي چې لوستونکى ځان سره بيايي او دا تګ او سفر تر پايه دوام مومي. 

په دې نظم کې انځور جوړونه فوق العاده عالي ده. په دې نظم کې امنې هر څه له يوې کړکۍ څخه تشريح کړي دي، دا کړکۍ که څه هم ظاهر کې د نااميدي، د صبريدو او د خداى په امانۍ په شکل انځور شوې خو تر شا يې د هيلو او اميد ستره لاره ګڼلاى شو.

د سپينې پردې تر شا پر ميز د شمعو ايښودل، د چا په انتظار کې د چايو د پيالې سړيدل، کتابونو کې ډوبيدل، د شفق په شانتې د سترګوسره کېدل دا انځورونه د ريښتينې نړۍ څومره خواږه او په زړه پورې انځورونه دي.

د دې هرڅه په ويلو ليکواله غواړي وښيي چې زه مخاطب سره د اړيکې، درک او د شناخت دومره نږديوالى لرم چې دا لريوالى او دا پردې هم پرده نه ګڼم او دا هرڅه صفا صفا وينم او خپله سپينه پرده مطلب له صداقت او له اصل خودي څخه ده چې هرڅه هغومره رښتيا ليدل کيږي څومره چې رښتيا دي.

په ونه کې د مرغه ناسته، د ونې ډډې ته د پيشو ډډه وهل او د سترګو هغه ځلا يې څومره طبيعي، نوى، خوږ او ښکلى تصوير ده چې د چا په انتظار کې دا پيشو همداسې غلې غلې لاره څاري.

مطلب په دې نظم کې شاعرې د تنهايۍ د دنيا ښکلې انځورګري کړې ده سربېره پردې چې دا هرڅه ختمول او له منځه وړل غواړي ځکه چې پرته له درد نه نور څه پکې نشته خو شاعره دغه خوږ درد زړه کې ساتل او پالل هم غواړي او دا خوږ درد د مينې درد دى.

 شاعرانه احساس يې دومره پياوړى ساتلى چې لوستونکى تراخره له ځانه سره ساتي. امنه جانه دې بريالۍ وي د ذهن او زړه دا کشمش يې تلپاتې چې همداسې ښکلي ښکلي شعرونه په مونږ راولوروي.

سلما بدرۍ:

شعر عالی دی. پوره کیسه ده. پیل یې، منځ یې او غوټه یې هر څه عالي دي، سم لکه کیسه. زمان یې او مکان یې هم ښه انځور شوی. پوره تصویر سترګو ته دروي.

په پښتو ادب کې داسې شعرونه ډېر کم دي. څومره عالي خبره ده چې په دې سبک باندې شاعري وشي. 

موږ دې نږدې تېرو وختونو کې د ډېرو داسې شعرونو شاهدان و چې اصلا مانا یې نه لرله یا به هم ټول د ځان ستایل و؛ چې نه یې پښتو ته ګټه رسوله نه هم ادبیاتو ته او نه هم داسې څه یې ژبې ته بښل چې ګټور وي.

د هیلې پسرلی ارزونه مې بیخي ډېره خوښه شوه دا ځکه چې شعر یې د کیسې له اړخه وڅېړه، دا هم وړه خبره نه ده، داسې کره کتنې هم کمې دي.

زه د اغلې فنا د شاعرۍ تر تاثیر لاندې راغلې یم. ما چې کله له اغلې فنا څخه د دې د ژوند په اړه وپوښتل او ما د دې شاعري ولوسته دومره حیرانه شوم چې حد یې نشته. قلم دې یې روان وي. تل دې لکه لمر وځلیږي.

ډاکټره  شریفه شریف: 

د امنې فنا شعر د یو ښه شعر ټولې ځانکړتیاوې چې زه یې په شعر کې لټوم، درلودې.

 په شعر کې نوښت او د شعري توکونو تر منځ همغږي یا وحدانیت، د هر ښه شعر ځانګړتیا ده. 

اول، ښکلا او خوند: د الفاظو غږیز ، انځوریز او د معناوو موزون ترکیبونه، ژبنۍ ښکلا ده چې په دې شعر کې شته.

دویم، انځور: انځورونه چې د شعر د محتوی او د هیله جانې خبره ، د شعر د کیسې سره همااهنګ او برابر اوسي، د شعر ښایست زیاتوي. په دې شعرکې د شپې انځور ، د شاعر د زړه د حالت انځور دی. د پیشو، ونې او د راوي انځورونه ټول د یوازیتوب او نهیلۍ سمبولونه دي او د شعر له کلیت سره مطابقت لري. 

دریم، محتوا / کیسه / تیم: شعر د یوې ښځې لید لور لري .زموږ په ادبیاتو کې د ښځې د معمول ضعیفې او بې ارادې انځور پر خلاف، دې شعر کې  د ښځینه راوي د زړه او مینې واک د دې په لاس کې دی. پخپله د عقل او زړه په کړکیچ کې ، د عقل خوا نیسي او هوډ کوي چې خپلې مینې نه لاس واخلي. د شعر پیل د ښځې (شاعر) اراده او قوت ښیی. 

په عین حال کې، دا مضمون په شعر کې نوښت دی. د مینې شعرونه معمولا د زاریو او د مینې ” تر ابده نه هیرول” خبرې لري. 

دا ښځینه قوي او واکمن لید لور، زموږ په شعرونو او کیسو کې هم نوی دی او هم اړین.

څلورم، غږ ( voice): غږ چې تون هم ورته ویلی شو، په شعر او کیسه کې ډیر مهم دی. غږ د شعر د ژبې، کیسې یا محتوی او انځورونو سره پورته کیږي او باید یو له بل سره همغږی او وحدانیت ولري. 

په دې شعر کې ، د زړه او عقل په کړکیچ کې د یوه راګیر شوي انسان غږ اوروح  د عقلاني هوډ کولو اراده لري. خو شاعر انسانه ده او دا اراده ستونزمنه او دردونکې ده. 

پر شعر باندې نقد ، ذوقي خبره ده. ماته نوښت خوند راکوي . د محتوا، د تشبیهاتو، استعارو، انځورونو او غږ…که څه هم په دې شعر کې د شمع کلمه او انځور ، د شعر د ټولو توکو سره همغږي لري، خو یوه ډیره کارول شوې کلمه او انځور دی.

د شعر پای د شاعر اوښکې تویول او د شمعې سره «فنا» کیدل ښکلی ترکیب دی، خو د شعر د پیل «غږ» سره همغږي نلري. په پیل کې شاعر واکمنه او په ځان باوري ده. په پای کې زموږ د ادبیاتو معموله ژړانده او «ګریوان لوند» مینه ده.

دا ښکلی انځوریز پای دی، خو که یوه جمله یا انځور پکې زیاتیده چې د پیل سره یې نښلول، ماته به یې ډیر خوند راکړی و. مثلا: پاس په اسمان کې ستوری یا د «سبا» فکر، یا کومه سمبولیکه اشاره/ د باران څاڅکې. 

په ټوله کې شعر خوندور او ښکلی و.

شفیقه خپلواک: 

په عموم کې نظم لکه کیسه داسې دی. د کرکټرونو، تصویرونو، فضا، سیمبولونو او حتا ممکن ډیالوګ په مټ به کیسه کوې. زموږ په اکثریت پښتو شاعري کې د نظم موضوع ورکه وي، تسلسل یې مات وي او چې پاې ته ورسېږې نه به پوهېږې چې د شعر موضوع څه وه. خو د امنې په شعر کې دا ډېر ښایسته راغلي، امنه مقابل لوری را پیژني، ځان راپېژني او موضوع راته د انځورنو په مټ تشریح کوي. سپینه پرده ډېر جالب سیمبول دی، غني خان سپین د ریا رنګ بولي، موږ سپین زړه او سپینه خبره ښه بولو خو سپینې سترګې بدې. هندوانې چې کونډې شي سپین کالي‌اغوندي، په ډېرو نورو کې ناوې سپین کمیس اغوندي، او سپین بیا کفن هم وي. سپینه پرده او تر شا یې تور سیوری ښایسته تضاد دی. خو د نعمې د خبرې په تایید چاته بیا له سپینې پردې ها خوا څه مستقیم نه ښکاري نو که شاعرې داسې ویلي وای چې (زه ګومان کوم.. یا رایادېږي، یا لکه هر وخت…) مطلب دا چې د تصور په مټ یې ویني. د نظم پای په دې خاطر حیرانوونکی نه و چې نجلۍ دې نه ژاړي، بلکې زه ګومان کوم دا د نظم د تخنیک په حساب ممکن یو څه ناڅاپي وي. که شاعرې اخر کې داسې یوه خبره کړې وای چې زه لکه شمعې سوځوم خو په همدې رڼا لار وینم یا زه به اوښکو کې ډوبېږم خو ښايي داسې ځان موم دا تغیر به لا جالب و. زما په نظر شاعرې ته باید ونه ویل شي چې وژاړي که ونه ژاړي، بلکې هغه څه چې احساسوي باید وې لیکي. او د امنه به د شاعري محکمه کلا په همدې جوړوي چې څومره خپلو احساساتو او زړه ته صادقه وي چې له نیکمرغه ده. د امنه جانې بل لوی کمال دا دی چې زده کړې ته یې د ذهن او زړه دروازه پرانیستې، او دا به یې د پښتو شعر سرداره کړي. دا دې لا بریالۍ وي! 

1 COMMENT

  1. سلامونه غواړم پدى بهير کې ستاسو سره يو ځاى سم ،غواړم ﺯه هم په خپل وار سره پښتو ادب ته يو څه وکړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب