سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونههغه ښځه چې یوه اوونۍ وړاندې له تابوته راووته، بېرته مړه شوه

هغه ښځه چې یوه اوونۍ وړاندې له تابوته راووته، بېرته مړه شوه

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) هغه اکوادورۍ ښځه چې د جنازې په مراسمو کې له تابوته په راوتلو خلک هېښ کړي وو، یوه اوونۍ وروسته مړه شوه.

د بلا مونتویا په نوم د جنوبي امریکا په اکوادرو کې ۷۶ کلنه ښځه تېره اوونۍ مړه او د خښولو لپاره په تابوت کې واچول شوه خو څو ساعته نه و وتلي چې ښځې تابوب وټکاوه، د جنازې مراسمو ته راټول شوي کسان یې سخت حیران کړل او دا یې سمدلاسه هغه روغتون ته یووړه چې د دې مړینه یې تایید کړې وه.

په هغه ویدیو کې، چې په خواله رسنیو کې خپره شوې، دا ښځه ښيي چې په یوه تابوت کې پرته ده او ژوره سا باسي.

خو یوه اوونۍ وروسته؛ یعني د جمعې په ورځ د اکوادور د روغتیا وزارت تایید کړه چې دا ښځه (مونتویا) د مغزي سکتې له کبله مړه شوې ده.

د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ښځه د روغتون په عاجله خونه کې تر څارنې لاندې وه.

ځايي رسنیو راپور ورکړ چې مونتویا په هماغه قبر کې خاورو ته وسپارل شوه چې یوه اوونۍ مخکې ورته کېندل شوی و.

د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې هم د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوې ۸۲ کلنې ښځې د جنازې د مراسمو په مهال خلکو احساس کړه چې ښځه ژوندۍ ده او سا باسي.

ډاکترانو تصور کړی و چې هغه ۳ ساعته وړاندې د زړو په هستوګنځي کې مړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب