سه شنبه, مې 14, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

په دې خړو سپېرو خاورو کې او دې يخ شمال ته مو دويمه ورځ هم تر نيمايي رارسولې وه، غرمه مهال د دوو غټو تيږو تر منځ وېده وم چې شور ماشور شو، راپاڅېدم ګورم چې راه بلدان راغلي او هلکان سره يو ځاى ته راټولوي، پورته اسمان څخه د واورو بڅرکي راتويېدل او په هوا کې به شمال يوه و بله خواته سره وړل. ورېځې راښکته شوې وې او دا وخت په مرز د اوښتو لپاره ښه فرصت وو دلته يې سره راغونډ کړو نو يوه يوه وچه ډوډۍ او يو بوتل اوبه يې راکړې، ډوډۍ يې د برګر په رکم  جوړه کړې وه، څو ګولې مې ترې وکړې خو وچه نه تېرېده او بېرته مې بيک کې کېښوده.
پر هماغې لارې بېرته ورغلو چې تېره شپه يې پرې راوستي وو، ځاى نيم به مو منډې وهلې چې صفري نقطې ته نېږدې وو شوو بېرته ورېځې ورکې شوې او اسمان ځاى ځاى شين شو، همالته يې پر هواره ځمکه داسې ځاى تم کړو چې مرزي پوستو ته ښکاره نه شوو، يخني زياته وه او راه بلدانو د دې لپاره چې هم هلکان ګرم شي او هم خپل سات تېر کړي نو يو يو به يې زموږ له منځه پورته کاوه او تر نورو به يې په منډه ګرد راګرځاوه، يو هلک ته يې دوه لښتې ورکړې او هغه له غوسې سور واوښت ورته وايي انسان يم څه خر خو نه يم يو خوا ساړه دى او بل خوا ته وهل کوې، راه بلد ورته کړل چې دليل مه وايه خو دواړه سره په لانجه شول، اخېر دا افغاني ورته کړل چې تر مرګ پورته شى نه شې راباندې کولى او د دې فکر ونه کړې چې زه به له مرګه وېرېږم، ته نه پوهېږې چې زه د څه شي له خاطره راغلى يم، په خداى قسم که ژوند ته دومره اميد هم لرم.
شکور رادمنش

د شپې تر لسو بجو دلته ماتل شوو تر هغې چې بېرته له اسمانه ورېځې راښکته شوې او واوره شمال زموږ پر مخونو راغورځوله، په يوه ډېر اوږده تنګي کې مخ په ښکته روان وو له يوه و بل داسې مخته کېدو تا به ويل چې له شاه مرمۍ راپسې دي او هر يو دا هڅه کوي چې ځان ترې وساتي، د تنګي اخېر ته له شپېتو نفرو موږ لس نفره اول ورسېدو هغه داسې چې له ډېرو لوړو تيږو مو ټوپونه ووهل. لږ مخکې يې په نېغه لاره ورسم کړو او هغه ځاى ته يې راوستو چې تېره شپه ترې تېرېدو خو تېر نه شوو، کانال ته اول راه بلد ښکته شوو او لږ چې لاړ د کانال پر سر پروت اغزن تار يې زموږ له مخه لرې کړ تر هغې چې ټول نفر را واوښتو او د ترکيې خاورې ته دننه شوو.

هر څوک د خپل ځان په غم کې وو، چې پاتې نه شم موږ اته کسه ملګري ټول يو ځاى وو خـو يو بل سره مو نه لېدل ماته يوه ورځ د کلي جومات د ملا تفسير راياد شوو چې ويل يې د قيامت په ورځ به پلار له زوى څخه تښتي او زوى له پلار څخه چې کومه نيکي راڅخه ونه غواړي. دلته ما هغه حالت تصور کړ خو دلته ځکه څوک چاته نه ودرېدل چې مرسته راڅخه ونه غواړي ځکه خپل ځان وړل هم ستره باتوري وه. همداسې کله مخ په ښکته او کله پورته سره روان وو واوره هم ښه په شدت ورېده او ځاى نيم به مې خپلو ملګرو سره ولېدل. بيخي ډېر تللي وو او ما دا فکر کاوه چې د ترکي پوليسو له خطره به وتلي وو خو چې يو ځاى ګورو د واورو په لړو کې زموږ تر مخه د لاسي چراغ رڼا راپرېوته، راه بلد دلته لږ تم کړو خو بېرته يې په چوپه خوله روان کړو، زه دېته په تمه وم چې اوس به ډزې راباندې کوي خو بخت مو دا ښه وو چې ګردش زيات وو او د ترکي پوليسو د شپې دوربينونو کې نه ښکارېدو. داسې ښه ډېر چې ولاړو نو پښې راپسې کمزورې کېدې او انرژي مې راختمه شوې وه خو خداى ته مې سوالونه کول چې په دې نيمه لاره پاتې نه شم، دې وخت کې مې يوه ملګري خواته ځان را ورساوه، ويل يې له لاسه مې ونيسه چې نه شم تللى او حال دا چې له ما خپله دم ختلى وو خو ده ته مې لاس ورکړ ما ويل که ته پاتې کېدې نو دى خو به بيا نور ملګري درباندې راخبر کړي.
واوره هماغسې شمال زموږ پر مخونو راغورځوله چې يوې لوړې غونډۍ ته ورسېدو، له لاندې د برق يو غټ څراغ لګېدلى وو او شاوخوا د کورونو تت ګروپونه راښکارېدل. مخې ته مو دوه کسه رانېږدې کېدل چې زموږ راه بلدانو پرې غږ وکړ خو هغوى څه نه ويل، همالته ودرېدل او راه بلد ته يې ويل چې دلته راشى، خو زړه نا زړه ور روان شوو، زموږ له ډلې يې يو نفر ته د کمانډو په نوم غږ وکړ او هغه هم ورسره شو، دې افغاني ويل چې که دا خلک غله وو او موږ غږ درته وکړ دستي راځى او چې چشى په مخه درتلل پرې وهى به يې خو چې دوى خبرې ورسره وکړې دا ترکي رابلدان وو. دوى تر موږ مخکې شول او له شاه موږ ليکه پسې روان شوو، پر سړک د ترکي پوليسو د ګزمې ټانک تېرېده دلته ترې غلي شوو، بېرته روان شوو.
مخې ته مو بل راه بلد ولاړ دى او هلته په ملاسته يوې کندې ته خلک په زوره ورننباسي، نوبت زما شو او په ملاسته مې ځان ورننه کړ په سېنه تر يو ځايه وښويېدم، يو خو شپه وه او بل دا ځاى تياره وو يو خوا او بل خوا مې لاس واهه پاخه ديوالونه وو چې پورته شوم له پورته يې هم چت درلوده، خو وېرېدم په دې چې مخکې کومې کندې ته ونه لوېږم. مخکې نفر مې له بيکه ونېوه چې دى تله زه ورپسې شوم دغسې له شاه هم نور نفر راننوتل او په موږ پسې راتلل چې راه بلد راغږ کړ چې همدلته ځاى پر ځاى کېنى. کېناستو او راه بلد رانارې کړې چې د ورځې په اوږدو کې درته يو کس راځې او تاسې ته به خپل کوډ وايي، که کوډ سم وو ورسره لاړ به شى او که نه هيچا سره قدم وانخلى. دلته به غلي کېنى چې له پورته د ګزمې سرک دى هيڅوک د باندې لاړ نه شى که چا ولېدى پوليس درباندې خبروي. دېوال ته مې ډډه ووهله له سر تر پښو ټول لوند خېشت وم بوټان مې وباسل او جورابې مې نورې په پښو کړې، بېک مې سر ته کېښود څملاستم چې يو وخت د ډېر ساړه له وجې راپورته شوم که ګورم چې لږه رڼايي رالګېدلې، تر دې مهاله مې له خپلو ملګرو خبر نه درلوده، چې رڼا زياتېده د هلکانو غږونه پورته کېدل او د خپلو ملګرو خبرې مې واورېدې خواته يې ورغلم ټول روغ جوړ را رسېدلي وو ورسره کېناستم او د بېګانۍ شپې په اړه مو خبرې کولې، څو ملګرو پر ما ډېر پام کاوه. سخت زيات ساړه وو يو خو لامده وو او بل داسې يخ ځاى کې ناست وو د باندې واورېده هماغسې ورېده، موږ يې د يوه پولچک لاندې کېنولي وو. خوب به هم راته خو له ساړه خوب نه کېده، هغه شېبه چې اوس هم راياده شي په زړه مې ساړه ننوزي او له خدايه شکر ادا کړم چې له هغې سختۍ يې روغ اېستلى يم. ورځ تېرېده همداسې ساړه هم زور کاوه مازدېګر مهال خو ان ځينو هلکانو دا ويل چې زه ځم د سړک سر ته خېژم ځان پوليسو ته ورکوم دلته خو له ساړه او لوږې مړ کېږو ځکه شپه را روانه ده. څو نورو پرې ورنارې کړې چې بيا له کوره ولې راتلې چې دا سختي په ځان نه شې تېرولى که پوليسو ولېدې ستا له لاسه موږ هم بدبخته کېږو. همدا جنجال او دعوې روانې وې چې دې وخت کې چا غږ وکړ، علي آتش!
په سېنې مو د پولچک تر سوريه ځان ورساوه او هلته د سړک پر سر ولاړو موټرو ته مو ورمنډې کړې، څلور هايلېکس موټر وو دا مو ونه لېدل چې څو نفره پکې باروي چې د دروازې د بندولو امکان به يې وو نو ورختلو. موټرو حرکت وکړ ګړندي روان وو، تر دوه ساعته مزل وروسته يې د ترکيې يوه کلي ته ورسولو خلک هم ولاړ وو دلته دکانونه هم وو، له موټرو يې ښکته کړو او يوې وړې کوټې ته يې رښنمايي کړو، توره شپه وه څه نه ښکارېدل، چې سترګې مو له تيارې سره بلدې شوې، دا کوټه يې له تبوکو جوړه کړې وه خو زه په دې ډارېدم چې که څوک داسې سمه تکيه ورته وکړي نو چت يې راباندې راپرېوزي. دلته يو ترکى هلک راغى او زموږ له ايراني قاچاقبر سره يې اړيکه ونېوه موږ يې بل موټر کې بار کړو، ډرېور راته کړل اوس مه ډارېږى خولۍ مو لرې کړى او ارمه کېنى. له کلو تېرېدو بازار ته دننه شوو د روژه ماتي وخت وو او ترکان خپلو کورونو ته له اخيستو توکو سره روان وو، لاره کې يې بل موټر ته ورښکته کړو او څو شېبې وروسته د وان ښار يوه کلي په کور کې وو.
https://taand.net/?p=225345

1 COMMENT

  1. بې زحمته راحت نشته زما وروره ، که راحت غواړې زحمت درلره بویه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب