د رسم کړې څیرې پر مټو یې کرښې راایستلې، لکه ماشوم ته چې پنسل په لاس ورغلی وي، نه ورته ګوري چې له کومې خوا کوم لور ته کرښه تیریږي.
درې ګامه یې شاته واخیستل. بې مټو رسم ته یې شونډې بوڅې کړې، ځکه چې سترګې یې داسې ایسیدې چې ښي لور ته ګوري. د سترګو سپین یې ورتور کړل. سترګې بې کسو شوې لکه جسد چې پر سر لګیدلی وي. د رسم پورتنۍ شونډې ته یې پنسل ونیو، بیا یې لاندنۍ شونډه نرۍ کړه. د رسم خوله خلاصه پاتې شوه، لکه په تنهایي کې چې یې ساه ختلې وي.
ناڅاپه یې شاته یې مخ واړاوه، پنسل یې له ګوتو ولوید. د ده شاګرد و، ورته ویې ویل:
-وبښئ استاده لکه چې ومې ویرولئ
استاد لویدلی پنسل له مځکې ورواخیست. شاګرد ورته وویل:
-نور انځورونه به مو ژر ژر بشپړول، خپل رسم مو لا هم نه دی بشپړ کړی
استاد شاګرد له مټه ونیو:
د دوکان له دروازې یې رسم ته وکتل:
-واه…زینه راواخله چې ځوړند یې کړم
-ولې دا هم د خرڅلاو نه دی
-دا بې بیې دی
شاګرد پر دیوال د میخ بیخ ته څټک ونیو، ،ټک، ټک، ټکه ټک.. لاندې یې سترګې پر رسم ولګیدې، اخ یې کړل نوک یې وواهه، وینې ترې داره وکړه. استاد لکه چې د ده اخ نه وي اوریدلی، سترګې یې سره وروستلې وي، رسم ته ځیر و، د رسم په څیر یې خوله خلاصه پاتې وه.
پای