پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهدفاع وزارت: کندهار او ننګرهار کې افغان ځواکونو ۳۵ طالبان وژلي

دفاع وزارت: کندهار او ننګرهار کې افغان ځواکونو ۳۵ طالبان وژلي

تاند ( شنبه، د حوت ۲۳) د ملي دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام نن  د کندهار ولایت ارغنداب، ژېړۍ  ولسوالیو کې ۲۸ طالبان وژلي دي.

دفاع وزارت وایي د دې عملیاتو پرمهال په یادو سیمو کې ۷ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو یو موټر، ۳ موټرسایکلونه، ۱۳ بورۍ چاودیدونکي توکي، ۵۰ موضع، او دغه راز یوه  اندازه درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړې دي.

بل لورته د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د توپچي بریدونو پرمهال ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت امنیتي چارواکي وایي دغه راز امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې یو شمېر کلي هم د طالبانو له شتون نه پاکې کړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...