جمعه, مې 17, 2024
Homeداسې هم شتهداسې هوټل چې د خدماتو ټولې چارې یې روباټونه پر مخ وړي

داسې هوټل چې د خدماتو ټولې چارې یې روباټونه پر مخ وړي

تاند ( شنبه، د کب ۲۳)  راپورونه وایي، په جنوبي افریقا کې داسې یو هوټل شتون لري چې د خدماتو ټولې چارې یې روباټونه پر مخ وړي.

دا ډېره سخته ده، چې تخنیکي الې دې د انسانانو غوندې کار او زیار وګالي، خو په دې وروستیو کې جالبه دا ده چې په نړۍ کې عصري بدلون هر څه اسان او له انسانانو یې د ستړیا بوج کم کړی دی.

د راپورونو له مخې، د جنوبي افریقا په سینډټون ښار کې اوس یو هوټل په بشپړ ډول روباټونو ته سپارل شوی دی.

دې هوټل ته په ورتګ به مراجعین هېڅ انسان ونه ویني، خو د انسان په قواره کې روباټونه به یې هر ډول غوښتنې ته ځواب وایي او خدمت به یې کوي.

که دې بډایه ښار سنډټون کې دې هوټل ته ورغلئ، نو هلته به تاسو د لیکسي، میکه او ایریل په نوم روباټونه وګورئ چې له تاسو سره په هره ممکنه لار کې مرسته کولی شي.

که څه هم مخکې روباټونه په جاپاني هوټلونو کې لیدل شوي او یوازې په ۲۰۱۵ کال کې د توکیو یو هوټل په بشپړ ډول ماشینونو او روباټونو ته سپارل شوی و، خو اوس په افریقا کې هم روباټونو د هوټل بشپړ واک تر لاسه کړی دی.

دا روباټونه په داسې یوه هېواد کې پر دنده ګومارل کېږي چې هلته د بې کارۍ کچه پورته روانه ده.

په سویلي افریقا کې د بېکارۍ کچه اوس مهال له ۳۰ فیصده پورته شوې چې ستر علت یې هلته د کرونا بحران یاد شوی.

جالبه یې لا دا ده چې دا روباټونه د مراجعینو دا حالت هم معلومولی شي، چې ایا دا کس له خدمتونو راضي دی او کنه؟

دا روباټونه تر ۳۰۰ کیلوګرام وزن هم پورته کولی او له یو ځای بل ځای ته انتقالولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب