تاند ( شنبه، د حوت ۲۳) په زابل ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
مسوولان وایي چې د هاوان دا مرمۍ تېره ورځ د زابل مرکز اړوند نورک سیمه کې پر یوه کور لګېدلې.
د یاد ولایت د ولایتي روغتون مسوولان وايي، په یاده پېښه کې درې کوچنۍ نجونې وژل شوي او درې نورې ټپیانې دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي د هاوان مرمۍ د حکومتي ځواکونو له لوري توغول شوې او دوی به یې په غبرګون کې د کندهار ـ کابل لویه لاره د اعتراض په توګه وتړي.
خو بل لورته بیا پولیسو ویلي، د یادې پېښې په اړه پلټنې کوي.
عام خلک بیا د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې په جګړه کې دې د ملکیانو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
دوی وایي ډېری وخت په جګړه کې عام خلک په یوه او بله بهانه وژل کېږي او حکومت یې پوښتنه نه کوي.
پيښه دردوونکي ده نه بښونکي هم ده. حکومتیان ظلم کوي، تیری کوي. خپلسري اربکیان د حکومت له ادارې سرکشي کوي او ناورینونه زیږوي.
د تاند یې کور اباد چې بالاخره یې و دې ته پام شو چې د حکومت ظلم او زیاتی باید په تاند کښي هم و لوستل شي.