چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد خبریالانو نړیوال فدارسیون: افغان حکومت دې د ښځینه خبریالانو امنیت خوندي...

د خبریالانو نړیوال فدارسیون: افغان حکومت دې د ښځینه خبریالانو امنیت خوندي کړي

تاند ( شنبه، د حوت ۲۳) په دې وروستیو کې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې امنیتي ستونزې ډېرې  شوي چې ډېری یې دندې پرېښودو ته اړ شوي دي.

تازه له خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې په دغه هېواد کې له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو وتل لا هم  دوام لري.

د خبریالانو نړیوال فدارسیون په دې وروستیو کې د امنیتي ګواښونو له امله له رسنیو څخه د ۳۰۰ افغان ښځینه کار کوونکو د وتلو په اړه راپور خپرېدو ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد کې د ښځینه خبریالانو سره د تاوتریخوالي څپې ته سخت اندېښمن دي.

یاد نړیوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلانګر همدارنګه زیاته کړې چې په افغان رسنیو کې پاتې ښځینه کار کوونکې د هغوی د امنیت نیولو په اړه د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.

انتوني بلانګر ویلي، افغان حکومت باید د خبریالانو د امنیت خوندیتوب برخه کې چې هره ورځ یې ځان خطر کی دی هڅې زیاتې کړي.

دا اندېښنې په داسې مهال زیاتېږي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یو خصوصي تلوېزیون درې کاروونکې د وسله والو کسانو له لوري هدف وګرځېدې او ووژل شوې.

له دې پېښې وړاندې بیا د همدې تلویزیون یوه بله کارکوونکې هم وژل شوې وه.

افغان خبریالان هم هیله لري چې د دوی پر وړاندې شته ستونزو ته به حکومت حل لار ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب