Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت د سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو له...

بهرنیو چارو وزارت د سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو له هڅو ملاتړ کړی

تاند ( شنبه، د حوت ۲۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

یاد وزارت زیاتوي ، ټاکل شوې چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې د حکومت استازي هم برخه واخلي، خو تر دا مهاله په دې ناسته کې د ګډون کوونکو چارواکو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

په ورته مهال پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف بیا وايي، د دې ناستې د جوړېدو نېټه د حکومت او طالبانو سره په مشوره ټاکل شوې او طالبان هم په دې ناسته کې برخه اخلي.

مسکو داسې مهال د افغان سولې مذاکراتو په هدف د جوړېدونکې ناستې کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب یوه بله مهمه ناسته ترسره شي.

په ورته مهال روسیې هم تېره ورځ ویلي چې په افغانستان کې د يوه داسې انتقالي حکومت د جوړېدو پلويتوب کوو چې د طالبانو غړي هم پکې شامل وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا زیاته کړې وه چې د يوې ټولشموله موقتې ادارې جوړښت به ښايي دغې ستونزې ته يو منطقي حل وي چې طالبان په سوله ييز ډول د افغانستان سياسي ژوند ته ورګډ شي.

نوموړې ويلي وو چي د مارچ میاشتي پر ۱۸نېټه په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه به د روسيې، امريکا، چين او پاکستان د استازو په سطحه وي.

هغې زياته کړې چې په دې غونډه کې به د بين الافغاني خبرو د پرمختگ، تاوتريخوالي کمولو او وسله والې شخړې د پای ته رسولو په اړه بحث وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...