چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+انګلینډ هند ته په لومړۍ شل اوره لوبه کې ماتې ورکړه

انګلینډ هند ته په لومړۍ شل اوره لوبه کې ماتې ورکړه

تاند( شنبه، د حوت ۲۳) د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د هندوستان په کوربه توب د ۵ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه انګلینډ وګټله.

دغه لوبه تېر ماښام د مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د هند لوبډلې په توپ وهني پیل شوه.

هند د اوو لوبغاړو په سوځېدو د شیریارس اییر د ۶۷ منډو پر مټ يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.

د انګلینډ له لوري تیز توپ اچونکي جوفرا آرچر بهترینه توپ اچونه وکړه، نوموړي د ۲۳ منډو په بدل کې درې لوبغاړي وسوځول.

انګلینډ د جیسن روی د ۴۹ منډو پر مټ د دوو لوبغاړو په زیان ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۶ام اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دواړو لوبډلو تر منځ به دوېمه سیالۍ د همدې مارچ میاشتې په ۱۴مه درېیمه يې په ۱۶مه څلورمه يې په ۱۸مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۲۰مه تر سره کیږي.

د یادونې ده چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به له شل اوریزو وروسته ب درې یو ورځنۍ سیالۍ هم تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب