تاند( شنبه، د حوت ۲۳) د افریقا او هند ښځېنه کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځوو یوورځنیو سیالیو درېمه لوبه افریقا لوبډلې وګټله.
د دواړو لوبډلو تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د روانې مارچ میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې ده چې په لومړۍ لوبه کې افریقا د اتو ویکټو پر مټ هند ته ماتې ورکړې وه دوېمه لوبه هند، درېیمه لوبه چې د مارچ په دولسمه نېټه تر سره شوه، افریقا ښځېنه لوبډلې د DSL میتود له مخې هند ته ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره پنځوس اورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
افریقا د لیزلي د ۱۳۲ ناسوځېدلو منډو پر مټ د څلورو لوبغاړو په زیان ۲۲۳ منډې جوړې کړې او باران پيل شو.
د لوبڅارانو تر مشورې وروسته لوبه د DSL میتود له مخې افریقا ته ورکړل شوه.
د یادو دواړو لوبډلو تر منځ به څلورمه لوبه د همدې مارچ میاشتې په ۱۴مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۱۷مه نېټه تر سره کیږي.