جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد م. م امنیت شورا په افغانستان کې د هدفي وژنو د...

د م. م امنیت شورا په افغانستان کې د هدفي وژنو د سملاسي بندېدو غوښتنه وکړه

تاند (شنبه د حوت ۲۳) د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د هدفي وژنو په هکله اندېښنه ښودلې او دا بریدونه یې په سختو ټکو غندلي دي.

د امنیت شورا پرون جمعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو بې رحمانه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، قاضیان، خبریالان، روغتیا پالان او مدني فعالان په نښه کیږي.

د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو حملو په هکله خواشیني ښودلې او د سملاسي بندولو غوښته یې کړې ده.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د دا ډول بریدونو عاملان باید محکمې ته کش شي، خو دا نه ده په ډاګه شوې چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت او په کابل کې د امریکا سفارت د دا ډول بریدونو مسؤل طالبان بللي، خو یادې ډلې بیا دا څرګندونې رد کړي دي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې له ښکیلو خواوو غوښتنه شوې چې ښکیل لوري باید نړیوالو قوانیو ته درناوی ولري، تر څو د ولسي خلکو ژوند تامین شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داسې مهال په افغانستان کې په هدفي ‌وژنو اندېښنه ښودلې ده چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه، خبریالان، ملکی مامورین، د بشري حقونو فعالان د پلازمېنې کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې د وسله والو په برید کې ووژل شوې او له دې پېښې یوه وروسته یوه ډاکتره په دې ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب