پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد تتسو ناکامورا نیمګړي کارونه؛ د مروارید ۲ کانال پروژې چارې بشپړې...

د تتسو ناکامورا نیمګړي کارونه؛ د مروارید ۲ کانال پروژې چارې بشپړې شوې

تاند (شنبه د حوت ۲۳) د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په ننګرهار کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان، تتسو ناکامورا د پاتې کارونو د دوام خبر ورکوي او وايي چې په دې ولایت کې د مروارید ۲ کانال پروژې چارې بشپړې او افتتاح شوې.

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د ننګرهار ولایت په خېوې ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.

ددې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پروژې په پلي کولو سره د یاد کانال د اوبو لګولو ظرفیت ۴۹۳ هکتاره لوړ شو، چې ټول ټال به ۸۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغه کانال څخه به ۳۳۵۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په داسې مهال د جاپاني الاصله افغان (ډاکتر تتسو ناکامورا) د نیمګړو کارونو د دوام خبره کوي چې د نوموړي له وژل کېدو وروسته له خلکو سره داسې اندېښنې موجودې وې چې ګوندې د هغه له مرګ وروسته به یې پاتې کارونه سرته ونه رسېږي.

باید وویل شي چې څه موده مخکې ولسمشر اشرف غني هم ویلي و، حکومت ژمن دی چې د ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

ښاغلي غني دا خبرې د روان کال د قوس په ۱۴مه د جاپاني بشرپاله ډاکتر تتسو ناکامورا د وژنې د لومړي تلین په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې کړې وې.

نوموړي ویلي و، «ترهګرو له موږ یو ښکلی انسان واخیست خو د هغه ځلانده میراث او کاري روحیه به د افغانانو د راتلونکو نسلونو په زړونو کې وي.»

د ولسمشر په وینا، د افغانستان حکومت په لویه پکتیا او کابل کې د ځنګلونو، کرنیزې پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې د ناکامورا د پروژو عملي کولو ته ژمن دی څو د افغانستان د سمسورتیا لپاره د هغه (ډاکتر ناکامورا) هیلې پوره شي.

ډاکتر تتسو ناکامورا چې کلونه یې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې خدمت کړی و د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په څلورمه په ننګرهار کې د یوه وسله وال برید هدف وګرځېد او د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه، چې ګڼ شمېر افغانان یې په مرګ خواشیني او دا د افغانستان لپاره یوه لویه ضایع ګڼي.

2 COMMENTS

  1. we have to think positive about doctor ashram ghazi.he did more project for rebuild of economic.
    no one from Karzai/abdullah and his teammates can not do that.
    thank you

  2. Proud of HE Ghani Baba for his foundational services he is hero of rehabilitation and strengthening of the economic of Afghanistan we will never forget him & his services in our life, history will memorize his remarkable services for our beloved country

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب