په پښتنو شاعرانو کي دوو تنو ته د”پښتون فردوسي” لقب ورکړه سوی دئ. دا دوه تنه پښتانه شاعران د عصر له مخي په یوه زمانه کي اوسېدلي دي خو یو د پېښور د نوښار او بل ئې د کندهار په ارغنداو کي د جیلاوور اوسېدونکی وو.
هسي خو خوشحال خان خټک هم چي کله د خپلي شاعرۍ کمیت او کیفیت مخي ته کښېږدي، خپل ځان ورته دومره په تاله دروند ښکاره سي چي فردوسي لا هم د ځان سیال نه گڼي:
که له هجوي له غندني درته وایم
فردوسي مي په دا کار کښي نه دئ سیال
فردوسي لري څو بیته له محموده
زه لرم د اورنگزېب د ذم جوال
(د خوشحال خټک مرغلري ــ ۶۱۰ مخ)
دغه دوه تنه له دې اسیته په دغه لقب نه دي بلل سوي چي گنې دوی د پارسي ژبي د کثیرالکلام شاعر ابوالقاسم فردوسي ( ۳۲۹ــ ۴۱۶هـ ق) په شان نړیوال شهکار پرې ایښی دئ، یا ئې د شعر کیفیت هغي درجې ته رسېږي چي د فردوسي شهنامه ئې لري، بلکي دا لقب له دې امله ورکول سوی دئ چي ددوی په تخلیقي او ژباړل سوو آثارو کي هغه لار پالل سوې ده چي فردوسي د شهنامې په کښلو کي اخیستې وه.
د ابوالقاسم فردوسي شهنامه په دریو غټو استقامتونو روانه ده چي یو استقامت ئې اسطورې دي، بل ئې د جگړو او مقابلو پر ډگر پهلوانۍ دي او دریم ئې یو لړ تاریخي مطالب دي. د” پښتون فردوسي” په لقب زموږ د دوو تنو پښتنو شاعرانو له کلامه منځ ته راغلي آثار هم همدغه دري واړه برخي لري.
د ابوالقاسم په شهنامه کي د نادرو او ارکائیکو لغتونو او کلماتو یوه ستره زېرمه خوندي سوې ده. زموږ ددغو دوو تنو ناظمانو په شعر کي هم د پښتو ژبي ډېر هغه لغات خوندي سوي دي چي که ئې زموږ لیکنو ته لار وموندله، په یقین سره ویلای سم چي د پښتو ژبي لغوي زېرمه به خورا زیاته بډایه او شتمنه سي.
ددغو دوو تنو پښتنو شاعرانو له خوا د ویل سوو بیتونو شمېر د ابوالقاسم فردوسي د شهنامې بیتونوته رسېږي یا تر هغواوړي.
د زیاترو محققینو له نظره او په هغو کي د مشهور الماني ختیځپوه تیودور نلدکې Theodor Nöldeke (1836- 1930) د څېړنو له مخي د ابوالقاسم شهنامه د اته څلوېښت زرو او دوپنځوس زرو تر منځ بیتونه لري. تیودور نلدکې د خپل دغه استنتاج له پاره د شهنامې څلوېښت بېلابېلي خطي نسخې کتلي او څېړلي دي. په دې څلوېښتو خطي نسخو کي دوې نسخې شپېته زره بیته او یوه نسخه څه دپاسه یو شپېته زره بیته لري. خو وايي په دغو درو نسخو کي الحاقي شعرونه گډ سوي دي.
زه غواړم په دې لیکنه کي د” پښتون فردوسي” لقب لرونکي دا دوه تنه در وپېژنم او د هغوی ایجادیات در وښیم.
د نوښار اوسېدونکی (پښتون فردوسي) ملانعمت الله نومېږي. د محمدزي عطاؤالله اخوندزاده زوی او په ۱۲۷۵هـ ق کي زېږېدلی وو. ده خورا ډېر دیني، قصصي، فولکلوري او خیالي داستانونه په ځانگړي او روان نظم کښلي دي. د ادبي تاریخ لیکونکو او د شعر ماهرانو ئې نظم ښکلی بللی دئ. ده قصص له نورو ژبو څخه پښتو ته رااړولي دي او ویل کېږي چي په پارسي، عربي، پنجابي، چترالي او اردو ژبو کي د ترجمې صلاحیت درلود. موږ ته معلومي منظومي ژباړي او تالیفات ئې دا دي: موسی خان او گل مکۍ، ظریف خان سواتی، فتح خان قندهاری، لیلی او مجنون، شیرین او فرهاد، سوهني مهینوال، گل او صنوبر،د فردوسي شهنامې ترجمه، جنگنامه د رستم و سهراب، شهزاده بهراگور، واسع نامه نوبهار، طوطي نامه، خجسته بانو، چهار درویش، حاتم طایي، آداب زنان، اکتساب زنان، مکر زنان، بیربل نامه، نیمبولا او تیمبولا، وجه تسمیه پراچگان، مجموعه کسب نامه، جنگنامه حسنین، شاهنامه چترال، تذکره غوثیه، درالمجالس، حقیقت الاسلام، اعجاز محمدی، گلزار شایقین، جنگنامه شیرعلي، انیس الواعظین، تعبیر خوابنامه کلان، فالنامه کلان، تفسیر سوره رحمان، تفسیر سوره یاسین، سوره ملک، طب بوعلي سینا، شهزاده رعنا و زیبا، هشت بهشت، کلیله و دمنه، قصص الانبیاء، …. او الف لیلی.
ملانعمت الله د ۱۹۲۹ع کال د سپټمبر پر ۳۰مه د جمعې په شپه مړ سوی او پر شنخته ئې لیکل سوي دي:
گور کي ناست یمه یوازي غم ځپلی
څو شوکت له مدرسې نه وي راغلی
++++++++++
د کندهار د ارغنداو د جیلاوور اوسېدونکی ” پښتون فردوسي” میر حیدر صاحبزاده نومېږي. دده په باب له نن څخه اووه شپېته کاله پخوا ارواښاد محمد دین ژواک په کابل مجله (۲۳کال ۸مه گڼه) کي یو لړ مطالب له ده سره د مرکې پر بنسټ ؟ خپاره کړل. له دغي لیکني څخه علامه رشاد مرحوم پخپل ناچاپ اثر پښتانه مصنفین ( دریم ټوک ۱۰۱مخ) کي ځیني برخي رااخیستي او خپل یاداښتونه ئې هم پر زیات کړي دي. دغه راز د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ارواښاد عبدالمجید بابي چي د میر حیدر صاحبزاده د” مناظرې” کتاب په ۱۳۸۳ش= ۲۰۰۴ع کال له کندهاره خپراوه، دصاحبزاده مرحوم پر ژوند ئې دده د خپلو آثارو او اشعارو له مخي او دغه راز دده د زوی محمد عیسی اخندزاده له خولې نسبتاً مفصل ژوند لیک ورسره مل کړ.
زما دا اوسنۍ لیکنه د همدې درو واړو ماخذونو له مخي ترتیب سوې ده.
میر حیدر صاحبزاده زموږ په ادبي ماخذو کي په همدې نامه راپېژندل سوی دئ. ځای ځای د میرحیدر اغا په نامه هم یاد سوی دئ. خو دی خپل نوم حیدرشاه بولي او وایي چي تخلص ئې “حیدري” دئ او پر څنگ ئې په ” ناظم” سره مشهور دئ.
تخلص مي حیدري نوم حیدر شاه دی
په ناظم سره شهرت زما شاوخوا دی
دی د ۱۳۱۸هـ ق کال د شوال المکرم میاشتي پر ۱۴مه د شنبې په ورځ د کټواز په عرض بیگي کلا یا کلي کي زېږېدلی دئ.
زر درې سوه اتلسم کال د هجرت وو
ورځ شنبه وه د ظهرې دغه ساعت وو
زه پیدا وم څورلسمه میاشت شوال وو
د امیر عبدالرحمن خان پر ملک حکومت وو
په کابل مجله کي ئې د زېږېدو کال ۱۲۷۹ش= ۱۳۱۴ق= ۱۸۹۵ع ښوولی دئ چي هم د ناظم له خپل قول سره توپیر لري او هم ئې د هجري او میلادي کلونو د اړولومحاسبه سمه نه ده.
د عرض بېگي کلا د کټواز په لویدیزه خوا کي پرته ده او د خوشامند په علاقه دارۍ اړه لري. دغه ځای د ډیلي سیمي ته نزدې ده. ډیله د یوې سیمي او رود نوم دئ چي د مقر د بازار جنوبي خواته واقع ده. د دې کرښو لیکوال په زلمیتوب کي دغه ځای ته د هېلیو په ښکار وتلی وو.
د میرحیدر صاحبزاده پلار فیض الله صاحبزاده نومېدی او نیکه ئې مهترموسی نومېد چي د خپل وخت لوی عارف او د حاجي دوست محمد کندهاري خلیفه وو. د فیض الله صاحبزاده زیارت د مقر اولسوالۍ په چوله کي واقع دئ. داسي ښکاري چي په دغه نامه دوه ځایه سته. یو ئې “کمکۍ چوله” او بل ئې”لو چوله” نومېږي. علامه رشاد لیکلي دي :
” کمکۍ چوله له مقره څخه دومره لیري ده چي یو تکړه سړی په پلي تگ په دریو ساعتو کي ور رسېږي. په کمکۍ چوله کي یو کارېز دئ د زرچه په نامه. تر چولي چي ووزې، لوړگی دښت واقع دئ. په لوړگي دښت کي تر ډیلي پوري د شپږو ساعتو پلي تگ لار ده.”
دا کورنۍ په نسبي لحاظ د پښین له یاسینزو سره تړاو لري. یاسینزي د بخاري ساداتو یوه پښه ده او د ۱۹۰۷ع کال د احصائیې له مخي ئې شمېر ۳۶۸تنه وو. دوی ځانونه د سید دُرجمال نیکه اولاده بولي.
فیض الله صاحبزاده د علم په طلب پسي هند، ایران او عربي هیوادو ته سفرونه کړي او مروج علوم ئې زده کړي ول. په فارسي ژبه ئط شعر وایه او د” مثنوی غمگین” په نامه ئې کتاب کښلی وو چي وایي په کورنۍ کي ئې خوندي وو. ده په پښتو هم شعرونه ویلي دي چي یوه نمونه ئې داسي ده:
په هیڅ ډول مي د یار دیدن پرې نه ښو
که هر څو وو د رقیب راته تل غرېږ
د رقیب په لاپو شاپو بند واز نه یم
هجران شو زمری، رامات ئې کړ اورمېږ
د فیض الله صاحبزاده اکا محمد عمر صاحبزاده هم په پښتو شعر ویلی دئ او ” در مختار” ئې پښتو نظم ته رااړولی دئ چي وایي دده له لمسي عبدالله جان صاحبزاده سره یو وخت لیدل سوی وو. د فیض الله صاحبزاده ورور عبدالکریم صاحبزاده د علم پرخه درلوده او پر څنگ ئې د پښتو شعر نمونې هم پاته دي:
چي دي بدر د ناخن هلال په سر کړ
لمر له شرمه سر پر ځای د مازیگر کړ
قد زیبا ستا چي سر لوړ کړ له شمشاده
سروي سر د سلامۍ په زانو ورکړ
د پښتون فردوسي میر حیدر صاحبزاده پلار د ده په وړکتوب کي مړ سوی وو او دی له خپل اکا سره له عرض بیگي کلا څخه د ارغنداو جیلاوور ته راکډه سو. لومړنی تعلیم ئې له خپل اکا څخه وکړ. وروسته د نور علم په طلب پسي پښین ته ولاړ. هورې ئې څه علوم ولوستل خو د علم تندي تر کوهاټه، تر ډهلي او تر مدراسه ورساوه. په مدراس کي د مولوي ابوالوفا صاحب افغاني په شهرت خبر سو او سمدلاسه دکن ته ورغی او د هغه د شاگردانو په ډله کي شامل سو. د میرحیدر صاحبزاده له خولې ویل سوي دي چي پښتو ژبي ته ئې لوی هڅوونکی مولانا ابوالوفا صاحب وو. له مولانا صاحب څخه د علومو تر تحصیل وروسته هیواد ته راغی. په دغه وخت کي د سردار محمد هاشم خان د صدارت دوره وه. میر حیدرصاحبزاده خپل لومړی کتاب چي د فقه په باب په نظم وکیښ، محمد هاشم خان صدراعظم ته ئې اهدا کړ او له همدې اسیته ئې نوم ” تحفة الهاشمیه” پر کښېښوو. دده منظوم آثار چي موږ ته معلوم دي، په دې ډول دي:
۱ ــ تحفة الهاشمیه ــ ۹۰۰ بیته
۲ ــ علم الفرایض ــ ۷۵۰ بیته
۳ ــ پوره انسان ــ ۱۵۰۰ بیته
۴ ــ ادبي حکایات ــ ۱۰۰۰ بیته
۵ ــ د پوهانو افکار ــ ۱۵۰۰ بیته
۶ ــ د افغانستان تاریخ په څو برخو کي :
الف ـ تر اسلام دمخه ــ ۱۵۰۰۰ بیته
ب ـ د کوشانیانو تاریخ ــ ۹۰۰۰ بیته
ج ـ د اسلام په ظهور کي د طاهریانو تر پایه ــ ۵۶۴۸ بیته
د ـ د میرویس نیکه او هوتکیانو تاریخ ــ ۲۲۰۰ بیته
هـ ـ د احمد شاه بابا تاریخ ــ ۵۳۰۰ بیته
و ـ په نونسم قرن کي د افغانستان تاریخ ــ ۹۰۰۰ بیته
ز ـ د تیمور شاه او زمانشاه دوره ــ ۳۶۲۲ بیته
ح ـ د صفاریانو او سامانیانو دوره ــ ۲۹۰۰ بیته
ک ـ د غزنویانو تاریخ ــ ؟ بیته
ل ـ د غوریانو تاریخ ــ ؟ بیته
۷ ــ مناظرې ــ ۱۷۳۲ بیته
۸ ــ دوه زره پښتو متلونه، هر یو په یوه څلوریځه کي.
له دې آثارو څخه ئې یو ازي مناظرې په ۱۳۸۳ش کال د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست په همت او د ښاغلي مطیع الله روهیال په زیار چاپ سوي دي. نور ئې د ظاهر شاهي دورې په کلونو کي د کابل تر پښتو ټولني پوري رسولي، خو د چاپ غم ئې چا نه دئ خوړلی. له دغو آثارو څخه ئې یوازي د افغانستان د منظوم تاریخ په صله کي د آریانا جایزه چي په هغه وخت کي د افغانستان لومړۍ درجه جایزه وه، په ۱۳۳۲ هـ ش کال ورکول سوه او پر څنگ ئې حکومت ورته پنځوس جریبه مځکه د کندهار په ارغنداو کي ور وبخښله. دغه راز د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له خوا ورته یوه بگړۍ، یو طلایي ساعت، یو طلایي قلم، یوه چپنه او اتلس زره افغانۍ نغدي ورکول سوې. له دې انعامونو او بخښښونو څخه څوک ددغو منظومو آثارو په ارزښت او اهمیت پوهېدلای سي. خو له بده مرغه د پښتو ټولني د هغه وخت مسئولینو ئې د آثارو د چاپ په برخه کي غوږونه کاڼه واچول او تر ننه لا هم په پښتو ادبي زېرمه کي ددغه شان مغتنمي مجموعې ځای تش دئ.
د افغانستان ددغه منظوم تاریخ یو دوې ټوټې په کابل مجله (۲۳ کال اتمه گڼه، ۲۲ ــ ۲۳ مخونه) کي چاپ سوي دي چي دلته ئې دوهم وار بیا رانقلوم:
قوم ته د میرویس نیکه خطاب :
درته وایم په ایمان پښتنو داسي
زه یوازي په مطلب پوهوم تاسي
چي پر سر اخیستې ما لویه خواري ده
زما غرض پکښې دا ستاسي آزادي ده
آزادي هغه نعمت بې بها دئ
لاس راوړو ته ئې هر قسم کار روا دئ
روا بولم چل او جنگ او د سر پرېکړه
څو چي کړي پیدا بېوزلو لره ټېکه
زموږ له منځ څخه وتلی اوس گرگین دئ
نو د تاسي زړه په کومه خبر شین دئ
پښتون هغه باغیرته کلک ټبر وو
چي مغل دده له توري کنډ کپر وو
مغلانو کړه له دوی نه ماتې جانه
ماتې نه ده د پارسي فوج ورته گران
اوس که تاسي په رشتیا ټینگه زما ملا کړئ
په همت تر شا، راتلونکی فوج د شاه کړئ
نو به تېري شي په دې جگړې زموږ ناړي
و به باسو د ذلت ځنځیر له غاړي
خلاص به قام له مرئیتوبه او ذلت شي
پر هیواد به بیرغ لوړ د حریت شي
ولاړ به نوم د آزادۍ شي و ملکو ته
د نړۍ ټولو قومو او ملتو ته
د پردو د تسلط جوغ به غوځار شي
خلاص به نوم د پښتانه له دغه عار شي
وروڼو! اوس نو تاسي ټول زما په خوله کړئ
په همت پر خپل خالق توکل وکړئ
چي زموږ او ستاسي وي خالص نیتونه
او خوشاله وي له دې آزادۍ زړونه
په توکل چي په یوه رگۍ موږ درومو
پر لښکرو د پردو به بری مومو
اوس په لاس د نا اهلانو دا دولت دئ
دا څو کاله د حکومت داسي حالت دئ
دا څو کاله کال په کال دوی ذلت مومي
روځ په روځ د نړېدو پر لوري درومي
زه چي هلته په ایران کي لر و بر وم
په جزئي او په کُلي حال ئې خبر وم
د دولت غټان روان دي پر دوو لارو
یو د بل پر ضد کوي اقدام د چارو
کښلي دوی د یو و بل مخ ته کوهي دي
په نیتو او زړو کښي ډېر سره پردي دي
هر سړی ئې د خپل نفس پیروي کا
داسي نه ده چي د خپل ملک غمغوري کا
همېشه مشغول په عیش او په عشرت دي
نا خبره له احواله د ملت دي
سترگور سړی په ملک کښي نه وو، داسي
چي په سم طور نظام د ملک راباسي
++++++++++
د احمد شاه بابا خویونه
چي ږغېږي مؤرخین له دې ټولواکه
گاڼه کېږي معتدل شاه له اخلاقه
ډېر پابند د اوامرو مذهبي وو
ولاړ ټینگ پر عرف عاداتو پښتني وو
چي اعمال افعال دده ته کاته کېږي
له شاهانو عادلانو حسابېږي
ټولواک کړو وصیت زامنو ته تل داسي
مجرمان چي هیڅ وخت نه کړئ مثل تاسي
بل ویلي دوی ته داسي وه نوموړي
له کورنشه ډ ځان منعه کړئ وگړي
بحث مجلس د علماوو به همېش کړئ
او حرمت به د سید او د دروېش کړئ
د دینداره ټولواک زښته ډېر غیرت وو
له غیرته ئې همدارنگه حالت وو
گنهکار تې له گناه کوله تېره
له ضعیف سره ئې کړله مینه ډېره
ظالمانو او غلیم ته داسي وړ وو
ډار ئې نه کاوه همېش به په کاوړ وو
د خپل ملک پر فرد مشفق په شان د پلار وو
پر مجرمو پر ظالمو سخت قهار وو
دا ټولواک وو جوانمرد حق پېژندونکی
د احسان په هیڅ وخت نه وو هېرېدونکی
له نادره چي احسان وو شاه لیدلی
کور دده ئې له تاراجه وو ساتلی
له ښاغلي چا لیدلی امساک نه وو
ډار او حرص او تکبر د ټولواک نه وو
په اعمال و په افعالو زما لاله
نه به ووت دی په هیڅ وخت له اعتداله
ښه اعمال صالحه ئې په دا شان دي
په همت او بزرگۍ ئې شاهدان دي
نو په دې حیث مورخین پښتانه واړه
مدح کړي ددې ټولواک په لوړه غاړه
او اکثره پښتانه ددغه غولي
احمدشاه له اولیاوو څخه بولي
دغه لوی افتخارات دده باله شي
ورته گوره درنه څړه په تاله شي