پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد هرات په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او۵۳ ژوبل...

د هرات په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او۵۳ ژوبل دي

تاند (جمعه د حوت ۲۲) په هرات ښار کې د نن شپې د موټربمي چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۷ او د ټپیانو شمېر ۵۳ تنو ته ورسېد.

د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په ټپیانو کې ۸ امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د ده په وینا په دې پېښه کې یو تن امنیتي ځواک وژل شوی دی.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رييس محمد رفیق شېرزی وايي چې د یوه پوځي ترڅنګ د دوو ښځو، ۳ ماشومانو او دووو نارینه ملکیانو مړي د هرات حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.

ده همداراز وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ ښځې او ۱۱ ماشومان ژوبل شوي دي.

د شېرزي په وینا د ۱۰ تنو ټپیانو حال نازک دی.

شېرزی او د هرات والي وايي چې ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي.

تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په هرات کې موټربم چاودنه شوې

د هرات ښار په څوارلسمه حوزه کې د پوليسو پر يوه پوسته د موټر بم چاودنه شوې.

له سيمې څخه په ترلاسه شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې اوس د پېښې په ځای کې ډزې هم روانې دي.

د راپورونو له مخې، نن ماخوستن شاوخوا ۹ بجې یوې زوروې چاودنې د هرات ښار ته ټکان ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پر خپل ټویټر لیکلي، چې د هرات ښار څوارلسمې حوزې ته نژدې د چاودېدونکو موادو یوه ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوې او خلکو ته یې زیانونه اړولي.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي تر څو متضرره شویو خلکو او ټپیانو سره مرسته وکړي.

طارق آرین ددې پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه د دوو نظامیانو په ګډون ۱۱ کسان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا ښايي د ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب