جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېپه بېجينګ کې د افغانستان سفارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو...

په بېجينګ کې د افغانستان سفارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله

جان روان ځاځی

د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د افغانستان لوی سفارت د مارچ په دولسمه نېټه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.

په يادې لمانځغونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې بريد جنرال سونګ يان چاو، ډګروال چن پي لينګ او د ترکيې، قطر، اذربايجان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان سفيرانو او د بېلا بېلو هيوادونو۷۰ ډيپلوماتانو ګډون کړی و.

په چين کې د افغانستان لوی سفير جاويد احمد قايم غونډې ته په وينا کې وويل، چې افغانستان کې روان جنګ د افغانانو ترمنځ نه، بلکې افغانان د نړيوالۍ ترهګرۍ قرباني شوي او افغان ځواکونه د دغې ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښې کې جنګيږي او پر وړاندې يې کلکه مبارزه کوي. نوموړي په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه مننه وکړه، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره يې مرستې کړې دي.

د افغانستان په دفاعي ځواکونو کې اصلاحات پيل شوي او مثبتې اغېزې يې تر لاسه کړې دي.

سفير جاويد احمد قايم په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې افغان حکومت داسې سولې ته لومړيتوب ورکوي، چې د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې پکې خوندي وي او دا د ټولو افغانانو ګډه هيله ده او افغان حکومت به په هيواد کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم غونډې ته په ويډيويي پيغام کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په پار خبرې وکړې. هغه وويل، چې افغان ځواکونو د نړيوالۍ ترهګرۍ پر وړاندې خپلې سېنې سپر کړي او د هيواد ارضي تماميت او د خپلو خلکو ساتنه کوي.

افغان حکومت په هيواد کې د تېرو دوو لسيزو د لاسته راوړنو د ساتلو او د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د نړيوالو هڅې هم ستايي.

 د افغانستان ولسمشر محمد اشراف غني تېره اوونۍ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت وينا کې وويل، چې له افغان امنيتي ځواکونو څخه د افغانانو د ملاتړ انډول د تېرو سلو کلونو په پرتله بې ساری او ډېر لوړ دی.

 د يادولو ده، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۹۹۵هجري شمسي کال کې د ځانګړي فرمان له مخې د کب نهمه نېټه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نومولې ده او هر کال په ټول هيواد کې لمانځل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب