تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د پاکستان د پولیسو چارواکي وايي چې په پلازمېنه اسلام اباد کې یې نژدې ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.
د اسلام اباد د پولیسو یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط ویلي چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې ۴۹۱ افغانان په اسلام اباد ښار او شاوخوا لمنو کې نیولي دي.
ده د دغو کسانو د نیونې دلیل د قانوني اسنادو نه لرل او په جنايي پېښو کې لاس لرل وباله.
دغه پاکستاني چارواکي همداراز ادعا کړې چې ځینې افغانان یې د جوارۍ (قمار)، مخدرو موادو، بې ضرورته ګرځېدا او د موبایل ټېلفونونو د غلا په تور نیولي دي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانانو رسنیو ته ویلي چې په اسلام اباد کې پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې د ملګروملتو د مهاجرت کارتونه لري.
د پاکستان په سند ایالت کې په ځانګړي ډول ډیر افغانان نیول شوي دي.
د هغوی یو شمېر له خوشی کېدو وروسته افغانستان ته دیپورت شوي دي.
خلک هسې اسرائیلو ته په قهر او د فلسطینیانو سره د ناوړه سلواک له مخې ورته بد او رد وایې. که د پاکستان دا سپۍ پولیسو چلند له افغانانو سره وګوري نو د یهودو ظلم به درته رحم او ترحم ښکاره شي. هیبتې او حقاني ځناور او ورسره په کابل کې د پنجاب صوبداران هم د همدغو فرعونیانو په ناولي لاس روزل سوي.