شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد هرات د جامو په یوه ستر مارکیټ کې پراخ اور لګېدلی

د هرات د جامو په یوه ستر مارکیټ کې پراخ اور لګېدلی

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۸مه) چارواکي وايي چې د هرات ښار په یوه مارکیټ کې د اورلګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳۰۰ دوکانونه سوځېدلي دي. په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس نعیم الحق حقاني نن وویل، دا پېښه پرون سهار د هرات ښار په قصرهرات نومي مارکیټ کې شوې ده.

د حقاني په وینا اور خورا پراخ و او د وژلو په ترڅ کې یې، چې ۱۸ ساتعه یې دوام وکړ، د اطفایې یو شمېر کارکوونکي مسموم شوي دي.

ده دا هم وویل چې تراوسه پورې د هرات له صنعتي پارک او همداراز کابل څخه کومکي کسان د اور وژلو لپاره بلل شوي دي.

د قصر هرات مارکیټ د هرات ښار د جامو تر ټولو مشهور بازار دی.

ویل کېږي چې د برېښنا د شارتۍ له کبله په مارکیټ کې اور بل شو او ژر له کنټروله ووت.

د تاوان د اندازې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو اټکل کېږي چې د لسګونو میلیون افغانیو تاوان به پېښ شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب