Homeخبرونهد کابل ښار پر ټولو وړو او لویو کوڅو نومونه اېښودل کېږي

د کابل ښار پر ټولو وړو او لویو کوڅو نومونه اېښودل کېږي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۸مه) د کابل ښاروالي غواړي چې د پلازمېنې پر ټولو کوڅو او واټونو نومونه کښېږدي.

د کابل ښاروالۍ ویندوی نعمت الله بارکزي نن (یکشنبه) وویل، د ښار په ټولو وړو او لویو کوڅو او واټونو به نومونه کښېږدي او ژر به په ټولو لوحې نصب کړي.

دی وايي چې کوڅو ته به نومونه د افغاني کلتور پر اساس غوره شي او داسې نومونه به انتخاب شي چې هیڅو هم پرې د نظر اختلاف ونه لري.

افغانستان ښايي یوازینی هیواد وي چې اکثره واټونه او کوڅې یې نومونه نه لري او ښاریان مجبوره شوي چې بې نومو کوڅو ته د حما د شا کوڅه، د جومات کوڅه د سلماني کوڅه او داسې نور نومونه ورکړي.

د کوڅو د نومونو نشتوالی د ادرس په موندلو کې لویه ستونزه جوړوي او د جي پي ایس لپاره یې هم کار ګرانه کړی دی.

راپورونه وايي چې کابل ښاروالۍ د ښار د پنځمې ناحیې په کوڅو کې د نومونو د لوحو نصب پیل کړی دی.

4 COMMENTS

  1. Salamoonah,
    One time ,in presidency of Shaheed M.Dauud Khan ,the ,streets and regions of Kabul were named normally;but I don’t know why were changed??
    Now, I think it may indicate by Pashtu/Dari § if possible the English equivalent Afghan names nominees!!!.
    Thank you..
    As I see here in Belgium most names of the streets are in Duch & French

  2. دا به یو علمی – مدنی – اړین اقدام وی البته پروسه ئی هم باید په علمی توګه تر سره سی.
    د چارو متصدیانو ته زما وړاندیز دا دی چی د جنجالی اشخاصو د نومونو د کاروَلو څخه ډډه وسی او پر ځای ئی د لویو کوڅو او سړکونو لپاره د هیواد د ټولو ولایتونو نومونه غوره سی او که ئی کفایت نه وکړ نو د کابل ولایت د ولسوالیو نومونه دی هم وکارَول سی.
    دا پروسه باید د هر ولایت په مرکز کی اجراء سی.

    • افغانستان له دا څلوېشت کالو جنګ او لنډغري څخه مخته ډیر توریالي او میړني لري د هغوی په نوم به جوړیږي لکه په نورو انسانمنده قانون منده نړۍ والو ممالکو کې !! د کوڅو نومونه د ولایاتو او او لسوالویو په نومونو یادول د عقل خلاف کار دی او تخنیکي الګاریتم یې مسلکي ندی !!

  3. ښه شوه چې خره وروسته پرې پوه شوه ، هر شی نوم لري سبتیږي کوڅې او د ښار برخې هم ! خو وږي خره دا یوه پيړۍ دخپل نس په ډکولو او غلا باندې‌مصروف وو ! جهان نړۍ د ښارونو او کوڅو بل کلچر لري !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...