شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاسراییلي قوماندان: په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې فلسطیني ډلو ته...

اسراییلي قوماندان: په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې فلسطیني ډلو ته په لاس ورغلي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د امریکا نیوزویک مجلې ته د اسراییلي پوځ یوه قوماندان ویلي چې په افغانستان کې له امریکا ځینې پاتې شوې وسلې د فلسطین وسله والو ډلو ته په لاس ورغلي دي.

د دغه اسراییلي قوماندان په وینا، چې نیوزویک یې نوم نه دی یاد کړی، د دغه هیواد پوځ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د راز راز وسلو څرک په غزه کې لګولی دی.

نیوزویک مجلې د جمعې د ورځې په ګڼه کې د دغه اسراییلي پوځي په قول همداراز لیکلي چې په دغو وسلو کې، چې له افغانستانه غزې ته قاچاق شوي، راز راز سپکې وسلې شاملې دي.

ده د وسلو نومونه نه دي یاد کړي خو هغه یې وړې وسلې بللي او دا یې هم نه دي ویلي چې دا وسلې د کومې فلسطیني ډلې لاس ته ورغلي دي.

تر دې وړاندې ادعا شوې وه چې هندي کشمیر ته هم له افغانستانه امریکايي وسلې وړل شوي دي خو وروسته دا ادعاوې هندي چارواکو رد کړې.

د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ په وروستیو کې ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نامظمه وتلو له کبله د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې په دغه هیواد کې پاتې شوي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

تر دې پخوا نورو امریکايي چارواکو ویلي و چې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کې پاتې شوي دي.

2 COMMENTS

  1. له بده مرغه په ​​افغانستان کې رسمي حکومت نشته، رسمي اردو نه شته، نه پوله ساتي پولیس، نه قوي استخبارات. افغانستان ته پرته له ویزې د نړۍ د ټولو وګړو لپاره ټولې پولې خلاصې دي. ولسمشر نه لري. پارلمان نه لري. ملي بیرغ نه لري. ملي امنیتي ځواکونه نه لري. یوازې یوه ډله د امریکا په مرسته افغانستان ته راغله. اوس افغانستان د تروریستي ډلو تر کنټرول لاندې دی چې ۴۰ میلیونه انسانان یرغمل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب