شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په انفرادي ژوند کې سپما او د هغې اهمیت

په انفرادي ژوند کې سپما او د هغې اهمیت

لیکوال: سمیع الله سالک هوتک د سبا لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي استاد

ولې باید سپما وکړو؟

څنګه کولای شو سپما وکړو؟

که چېرته هغه څه رانیسئ چې اړتیا نه ورته لرئ، نو ډېر ژر به دې ته اړ سئ چې د اړتیا وړ شیان وپلورئ!

اورم او اورېدلي مې دي چې، ډېری وګړي له خپل لږ ورځني او یا هم میاشتني عاید څخه شکایت کوي، پداسې ډول چې د دوی عواید اجازه نه ورکوي چې سپما وکړي. دا پداسې حال کې ده چې همدغه ډول وګړي په خپل ژوند کې په ورځني او یا هم میاشتني ډول غیر ضروري (نه اولیت لرونکي) مصارف کوي، بازار یا مارکېټ ته د توکو رانیولو لپاره پرته له کوم پلان څخه ځي، چې دا ډول حرکتونه ددې باعث کېږي ترڅو یو فرد د غیر اولیت لرونکو توکو په رانیولو خپلې پیسې مصرف کړي، بلاخره له داسې یو حالت سره مخامخ سي چې، ضروري توکي له رانیولو څخه پاتې سوي وي او عواید په غیر ضروري اشیاوو په مصرف رسېدلي وي.

پورته هغه تېروتنې دي چې له افرادو څخه د سپما فرصت اخلي، په خپلو عوایدو او مهالنۍ بودیجه کې يې له کسر سره مخامخ کوي، حتی تردې چې افراد اړکېږي ترڅو پور(قرض) کولو ته مخه کړي او د راتلونکي لپاره خپله مالي آزادي له خطر سره مخ کړي او دا هغه وخت کله چې موږ خپل مغز د اوږد مهاله اهدافو په پرتله لنډمهاله خوښۍ ته د ښه او ژر ځواب ورکولو لپاره پروګرام کړی وي. ددې مخنیوی هغه مهال کولای سئ چې، کله د هرې میاشتې په پای کې په خپلو هغو مصارفو له سره غور وکړئ کوم چې د لومړیتوب په نه نظر کې نیولو سره اویا پرته له ضرورته مو ترسره کړي. که نه نو هغه وخت به خپله پښېمانتیا درک کړئ کله چې مو مالي سرچینې کمې او د عوایدو جریان مو وچ سي.

سپما یو ارادي عمل دی چې، ځواک (همت او حوصلې) ته اړتیا لري، کوم چې د سپما ځواک د یوفرد او یا کورنۍ په عوایدو متکي دی او د یو فرد د سپما ځواک او عواید یوله بل سره مستقیمه رابطه لري یعنې داچې د عوایدو په زیاتوالي سره د سپما په ځواک کې هم ډېروالی راځي. یو فرد ددې لپاره چې په راتلونکي کې له مالي لحاظه ډاډمن ژوند ولري، په غیرمتراقبه حوادثو د برلاسۍ لپاره يې مالي آزادي ترلاسه کړي وي او خپلو اهدافو ته په خپل وخت ځان ورسوي د خپلو عوایدو یوه برخه سپما کوي. د پام وړ موضوع دا هم ده چې، په سپما سوو پیسو غوره او د امکان ترحده باوري پانګونه وسي ترڅو په پایله کې يې ژر وکولای سو مالي آزادي ترلاسه کړو.

سپما نه یوازې د پولي توکو (پیسو) زخیره کول دي بلکې؛ د سپما عادت تاسو په خپل ژوند کې زغم، نظم او ډسپلین، د ستر هدف ټاکنې او ښې پلان جوړونې ته اړباسي.

د سپما د ترسره کولو یوه په زړه پورې او بنسټيزه لاره داده چې، تاسې خپل عمر په سلنه محاسبه او دغې سلنې ته په کتو د خپل عاید برخه سپما کړئ. د بېلګې په توګه؛ که ستاسو عمر ۲۵ کاله وي نو د خپلو عوایدو ۲۵ سلنه برخه مو سپما کړئ. دا فارموله تاسو ته د سپما کولو یوه غوره تګلاره په لاس درکوي. داچې اکثره وختونه د عمر په زیاتوالي سره ستاسو په عوایدو کې هم زیاتوالی راځي نو سپما به پر تاسې کوم اضافي فشار وارد نکړي، بل داچې تاسې به د عمر له زیاتوالي سره د زیاتېدونکې سپما پر لور ولاړسئ او د عمر له زیاتوالي سره به ډېرڅه خوندي کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب