چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله مثبته پېښه ثبت...

په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله مثبته پېښه ثبت شوه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۸ مه) په داسې حال کې چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسیناسیون مخه نیولې، په ننګرهار کې د ګوزڼ یوه بله مثبته پېښه ثبت شوه.

په ننګرهار کې سږ کال دا د ګوزڼ یا پولیو پنځمه مثبته پېښه ده.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف یوې سرچینې نن یکشنبه وویل، دا مثبته پېښه په دُربابا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د سرچینې په وینا د طالبانو حکومت په ننګرهار او کندهار کې د ګوزڼ د واکسین د کمپاین مخه نیولې ده.

په پام کې وه په ننګرهار کې تېره دوشنبه د ګوزڼ ضد کمپاین تطبیق شي.

دا چې طالبانو ولې د دې کمپاین مخه نیولې نه ملګروملتو او نه د طالبانو حکومت سپیناوی کړی دی.

تر دې مخکنۍ د سږ کال له پیله څلور مثبتې پېښې په ننګرهار کې ثبت شوې دي. تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی و. 

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا همد ګوزڼ ویروس محوه شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب