پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبد غميو ننداره | بلینډه بدرۍ

د غميو ننداره | بلینډه بدرۍ

څوپیړۍ وروسته زمانې به پوې شي چې جلان
د ښایستونو په وطن غزلستان لیکلی
ریښتیا هم جلان د خپلې شاعرۍ په اړه په خورا حقیقت وړاندیونه کړې دا غمي زمونږ د دور د شعرد جوهر شناسۍ له معیاره ډیر لوړ دي.
غمي غمي سیندونه شعري جذابه پنځونه مې په ډیر لیوالتيا، په پوره شعري ځواک او دیان ټکي په ټکي ولوسته د انتخاب په عجب کشمکش کې ګیره یم داسې غمي ما تراوسه نه وو لیدلي او نه هم چرته شعرونو به دومره تاثیر راباندې کړی وي او نه به هم کله د چا شعري هنرکشۍ ته داسې هکه حیرانه شوې وم.
زمونږ په معاشره کې چې اکثریت یې د شعر له علم او هنر ډیر ورسته پاتې دي دا باور لري چې که کوم سندرغاړي د کوم شاعر غزل سندره کړ یایې هم کتاب چاپ کړي ياډير کتابونه چاپ کړي يا ډير خلک ورته واه واه وايی هغه لوی شاعر دی خوداسې نه ده لوی شاعران نوښت کوي، د ټولنې نبض ته ننوزي، په ادبياتو او په زړونو تلپاتې پاچاهي کوي زه نن ده پورته يادو ځانګړنو څښتن شاعر له شعرونو سره مخ یم  داسې شعرونه چې په غزل غزل يې ځانګړې رساله او کتاب ليکل کيږي  او داسې شعرونه چې ډیره به ګرانه وي چې د پښتو د ننۍ موسیقۍ ریتمونه، سورونه، راګونه او تالونه او یا هم کمپوزونه يې دا له زر جوهره ډک غزلونه په خپلو کمزورو پردو او تارونو کې راونغاړي، دې غزلونو ته د د اوردو غزل ویونکي سندرغاړي استادان او هماغه موسیقار او کمپوز جوړونکي استادان پکار دي.
زه پخپله چې د شعر د لارې ترټولو ورسته پاتې شله ګوډله لاروۍ یم یو څه لاس مې د شعر پر لیکلو خوځي پخپله جوګه هکه حیرانه یم چې یو څوک څنګه داسې هوش وړونکي لفظونه راټولوی شي؟
بیایې څنګه داسې په عجب حسین انداز سره يې پییلی شي ؟ کوم شي ته تعجب وکړم؟ په کوم شعر یې بې اختیاره واه واه وکړم؟ د لفظونو غمیو ته ېې ؟ که جمله بندۍ ته ېې ؟ که په هره زر حسینه جمله کې ېې هغه زړه وړونکي خیال ته ېې؟ که د خیال هغه زړه درزونکي منظر کشۍ ته ېې ؟د کوم جادوګر کمال  په جمال ېې څه ولیکم ؟ د شعر تابلو ېې په کومه ادا تمثیل کړم؟ کوم غزل ېې ننداره کړم ؟څه ولیکم؟ په کوم شعر ېې ولیکم ، څه پرې ولیکم څنګه ېې پیل کړم او څنګه ېې پای؟
جلان صيب ریښتیا وايي چې:
دا چې راسره تل د خوږو لفظونو ډاله ده
اې ! یوه شاعره زمانه مې انډیواله ده
یا
دا له مینې ډک غزل دی د جلان که ؟
زرغون اور په ګلابونو کې راشین دی .
جلان چې دې غمي غمي سيندونو ټولګه کې کوم نوي ترکيبونه کارولي د اوسني عصر له شاعرۍ ډير نوي دي، د جلان د شاعرۍ ترټولو قوي کمال دده ترکيبونه او تشبيې دي ،  او بيا منظر منظر تشبهات يې بيله او ستره ځانګړنه ده .خدای پداسې نازنين او له نوښتونو ډک زهن او خيال نازولی چې هره خبره يې نوښت ده ، هر ترکيب او تشبيه يې د بلې نه ښکلې نوې او اعلی ده.
 د ډیرو نوښتونو سره سره یو څیز چې ما د جلان ورور په شعرونو کې ځلیدونکی وموند هغه د یوې پښتنې پیغلې ته مخاطبیدل دهغې درد په صداقت انځورول دي.
 جلان  چې څومره په پښتني وقار او په خورا لوړاو سوچه د تقدس په درنښت په کومو هک کونکیو تشبیو مخاطب دی شاید داسې تراوسه هیڅوک نه وي مخاطب شوی.
په بلو شمعو کې ولاړه آیینې ته ګوري
واه واه یوه منظره بلې منظرې ته ګوري
کله چې مشغوله د ښایست په ننداره کې شي
ته وا سیند راتم د ګلابونو په دره کې شي
چې سور سالو درنه چاپیره وي او ته ېې مینځ کې
لکه د ګلو دایره وي او لمبه ېې مینځ کې
په شنه ګیډی کمیس کې مه ګوره هیندارې ته ډیر
نه چې ښایست دې کم شي خدامکړه هینداره به شې
شرمیده خپلې خبرې ېې خوړلې
آینې ېې آینې ته اړولې
‏‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎منم چې پخوانیو لویو شاعرانو پښتنه د لمر ، سپوږمۍ او داسې نورو سره تشبیه کړې خو هغه ټولې تقريبا پردي او سوليدلي تشبیهات وې دوي فقط د عربي، پاړسي یا اردو څخه هو به هو پښتو ته رانقل کړې وې يا پښتو له يوبله په لږ توپير  بدل رابدل ليکلی خو د جلان تشبيهات ټول سوچه او نوي دي اود ده د ذات ، فکر او خیال میراث دي .
دا شاعر لا ځوان دی فکر او هنر يې هم ځوان دی  خو شعر ېې ډیر پوخ او ستر دی د جلان د شعر عوج مالومول لرغونې شعرشناسي او د رښتوني کره کتونکې  لوړ معيارونه غواړي.
 اریوب ډیر بختور دی چې د جلان په شان شاعر ېې په منظرکشه غیږ کې پیدا شوی اود لوی افغانستان به پرې همیش سترګې جګې وي جلان د لوی افغانستان نه تکراريدونکې هنري هستي ده.داخبره شايد اوس ځينو ته دمنلو نه وي خو زمانې وروسته به  يې هم ومني.
زه له جلان ورورک نه ډيره مننه کوم چې ما ته ېې دومره لوی ویاړ راوباښه چې په دومره لوړ او له هنري غمیو مالامال کتاب باندې ېې زما  ناڅيزه لیکنه نقش کړه د جلان په هنر ډيرې خبرې کيدای شي او بايد وشي. جلان دې لاوځليږي او لا يې دې د غزلونو پيغلې هداسې روانې وي لکه  چې وايي:
پیغلې د جلان د غزلونو راروانې دي
ته وا آیینې په قدمونو راروانې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب