پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeټولنیزد مدیر او رهبر ترمنځ توپېر| قطار ظفري‎

د مدیر او رهبر ترمنځ توپېر| قطار ظفري‎

په تعلیمي او روزنیزو ساحو کې دوه کلمې، چې عبارت له رهبر/رهبرۍ او مدیر / مدیریت څخه دي زیاتې کارول کېږي، چې اکثره خلک یې پر دقیقه مانا او مفهوم شاید نه پوهیږي.

پر دغه کلمو پوهیدل مې لازمه وبلله ترڅو  ورباندې پوه شو او په ورځنی ژوند کې له سر خوږي څخه خلاص شو.

۱- رهبر

د رهبر کلمه په مختلفو قاموسونو کې کارول شوي ده، چې هرې ژبه کې ځانګړې کلمې او مانا ګانې ورکوي.
په انګریزي کې ورته ليډر یاهم لیډرشیف(leader, leadership) په فرانسوي ژبه کې ورته مدیر، او مدیریت او کله، ناکله امر او امریت هم وایي.

په فارسي او دري ژبو کې بیا ورته رهبر، رهبري، مدیر، مدیریت، رییس، ریاست، مسوول او مسوولیت ویل کېږي.
په پښتو کې بیا ورته مشر/ مشري وایو.

په اصطلاح کې رهبري عبارت دی؛ د وګړو په ډلیزو فعلیتونو باندې له اغیزمنې پروسې څخه، چې په ټاکلي وضعیت کې د موخو د تحقق لپاره هلې ځلې کوي.همدارنګه رسول اکرم (ص) هم د رهبرۍ په اړه فرمایلي دي:((په تاسو کې هر یو راعی او هرشپون او په تاسو کې هر یو دخپل راعیت او لاس لاندې کسانو مسوول یئ)).

مدیریت او مدیر؛

مدیر په لغات کې اداره کونکې ته وایي او په اصطلاح کې هغه چاته ویل کېږي چې تر لاس لاندې کسانو مسوولیت پر غاړه لري.

او مدیریت په کمه موده او کم لکښت سره موخو ته د رسیدلو لپاره د مادوي او انساني ځواک له همغږي کولو څخه عبارت دی.

د رهبر او مدیر ترمنځ توپیرونه؛

الف رهبر
۱- لارښونه کوي.
۲- خوځښت رامنځته کوپ.
۳- د نظر یې لر لید لري.
۴- د ستونزو حل.
۵- انګېزه ورکول او ملاتړ.
۶- د وګړو منظمول.
۷- د ځان منظمول.
۸- د ګروپونو منظمول.
۹- تصمیم نیونه.

ب: مدیر؛
۱- پلان جوړونه.
۲- په کار د وکړو ګمارنه.
۳- د اسنادو، مدارکو، شمېر، سرچینو او نورو منظمول.
۴- تنظیمول، رهبري او د صلاحیت سپارل.
۵- پرمختګ.
۶- په چارو کې د ستونزو حل.
۷- کنټرول.

د رهبرۍ مهمې دندې د امریکا د پنځم ولسمشر ازن هاور لخوا لومړیتوب بندي شوي دي چې عبارت دي.
الف: هغه کارونه چې مهم او بېړني دي.
ب: هغه کارونه چې مهم دي خو بېړني نه دي.
ج: هغه کارونه چې مهم نه دي خو بېړني دي.
د: هغه کارونه چې نه مهم دي او نه بېړني دي

د ښه مدیر د پرمختګ لارې چارې

۱- کاري وجدان
۲- صداقت
۳- د باور او درناوي فضا
۴- په نوښتګیره توګه د خپل کار ظرفیت لوړوالی.
۵- په کارونو کې شفافیت
۶- ښه مهال ویش درلودل.
۷- د ټیم په توګه د ګروپي کار روحیه
۸- د خپل مسلک سره مینه

د مدیر د ناکامۍ عوامل
۱- بې ځایه غرور.
۲- بې صلاحیتي.
۳- زیات محافظه کاري.
۴- بې اعتمادي.
۵- بې نظمي.
۶- د وخت ضایعات.

د یوه تکړه رهبر څلور ځانګړتیاوې.

۱- ګټور تصمیمونه نیسي، کار کونکو ته انګېزه ورکوي او د هغوی ملاتړ کوي.
۲- داخلي او بهرني مراجیعنو او اخیستونکو( مشتریانو)  اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
۳- د لاس لاندې کسانو د کنټرول پر ځای دهغوی ته داغیزناکو کارونو توانمندي وربښي.
۴- د شته وضعیت د ساتنې پر ځای دهغه د لا ښه والې هڅه کوي.

تاسو د یوه رهبر په توګه په اداره کې باید کوم کارونه ترسره نه کړئ.

۱- هغه کارونه چې خپله یې نه کوئ پر نورو یې هم مه کوئ
۲- اعتماد او باور باید مات نه کړئ.
۳- طرف مه ګرځئ.
۴- د خپلو کارمندانو د خبرو خنډ مه ګرځئ.
۵- په دې اړه باید بې خبره ونه اوسې چې ستاسو کارکونکي کوم کارونه ترسره کوي.
په پایله کې ویلی شو، چې هر مدیر مشر کېدلی شي خو هر مشر مدیر کېدلی نشي.

1 COMMENT

  1. پر دقیقه مانا او مفهوم شاید نه پوهیږي.
    په فارسي او دري ژبو کې بیا ورته رهبر، رهبري، مدیر، مدیریت، رییس، ریاست، مسوول او مسوولیت ویل کېږي.
    مدیر ،مدیریت ، ریس اوریاست ، اوهمدارنګه مسول او مسولیت فارسی کلمې نه دی بلکی عر بی دی

    او دلته بیا وایی
    په انګریزي کې ورته ليډر یاهم لیډرشیف
    (leader, leadership) په فرانسوي ژبه کې ورته مدیر، او مدیریت او کله، ناکله امر او امریت هم وایي.ه
    څنګه او کوم یی فرانسوی دی
    او نور …………….
    دې قاموس کې په دومره عنوانو کې ما نه هم اودولا او هم غنی ورک شو دقیق بوه نه شوم چې خفه نشی ستا به قانون خو ادولا نه مدیر کیدای شی او نه رهبر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب