یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزشخصیت مو بریا تضمینوي| عبیدالله سهاک

شخصیت مو بریا تضمینوي| عبیدالله سهاک

ممکمن زموږ په شا او خوا کې داسې خلک ډېر وي چې ځانونه یې تر بریاوو رسولي وي؛ خو دوی ولې په ځای د دې چې خپله بریا ثابته وساتي ډېر ژر له ماتو سره مخ شي؟
یادې پوښتنې ته د ارواپوهنې علم زبردست ځواب موندلی؛ په دې مانا چې “دا ډول خلک ښه شخصیت نه لري”.
اکثره خلک په یوه ځانګړې برخه کې ځواکمنه وړتیا لري، خو دا چې دوی ښه شخصیت نه لري تل یې فکر او ذهن له ماتو سره مخ وي.
له وړتیا سره په لېوالتیا سمبال اشخاص دې پوه شي!
که هر څومره پیسې مصرف کړۍ، ښه خدمات وړاندې کړۍ او خواري وکړۍ خو چې ښه شخصیت ونه لرۍ د زحمتونو پایله به مو صفر وي؛ ځکه چې د با ثباته بریا لپاره ښه شخصیت داسې  بېلګه لري لکه د ژوند لپاره اوبه.
که ښه شخصیت ولرې خو بیا هم خپلې مطلوبې موخې ته نشې رسېدای؛ کومه د خپګان وړ خبره ځکه نه ده چې بریا ستاسو لپاره د دوه قدمو په اندازه کې انتظار باسي، یوازې خپل روان مسیر ته تغیر ورکړئ او بریاوې تر لاسه کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب