شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهخواخوږي / اجمل پسرلی

خواخوږي / اجمل پسرلی

احمد یې په اولشنسکا کې د مسیحیانو په هدیره کې خاورو ته سپارلی دی. زه او دی له افغانستانه په یوه وخت پراګ ته راغلي وو، پوهنتون مو سره یوځای ولوست.

په دې هدیره کې زړې ونې توربخونې ښکارې. د ګورو ونو سیوري یې هم تیاره غوندې دي. شاوخوا د مسیحیانو د کتار قبرونو د شناختو سمینټ نمجن معلومیږي. د هدیرې چوپتیا داسې ده لکه دریدلي ساعت ته چې ګورې. دا چوپتیا ایوا ماته کړه. دا راغله چې د خپل میړه ګور راښکاره کړي.

 دواړه د هدیرې بر سر روان شوو، هلته یې د دیوال په بیخ کې پر یوه ګور د ګلانو ګیډۍ کیښوده. ما لاسونه لپه کړل، قول هوالله مې درې ځله وویله، بیا مې تر ژبې لاندې الحمد لله تیره کړه:

«خدایه په مساپري کې مرګ خپله شهادت دی، جنتونه ورپه برخه کړې»

ایوا  له کڅوړې د شمپاین تش بوتل راوایست د ګور سر ته یې د وړې شناختې په بیخ کې په  تاکۍ کې کیښود. سړه ساه مې وایسته. دې راته وویل:

-دې ته خوشاله یم چې د احمد ټول ارمانونه پوره شول

د شمپاین د بوتل ترڅنګ ووړ صلیب و، ایوا د ګور یو سر بل سر ته لاس ونیو:

-ترمرګ مخکې یې په روغتون کې راته ویلي و چې زما د تدفین مراسم به اسلامي وي د همدې لپاره مو دا ګور داسې په اوږدو ورته جوړ کړ

-دا خو مو ښه کړي خو وبښه موږ مسلمانان له ګور سره د شرابو بوتل او صلیب نه ږدو

– دا شیان ما د ځان د تسلیت لپاره ایښي

د مرغیو چغا شوه، ایوا خپلې مخې ته په هوا کې صلیب وایست، ما پر هدیرې ولاړو دنګو ونو ته سترګې پورته کړې، پرمخ مې لاس تیر کړ. ایوا مخته شوه،  زه  ورپسې، د هدیرې په منځ کې غلي غلي د وره په لور رهي شوو.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب