جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد منتقدانو د وژلو په اړه د شېخ ندیم فتوا ته غبرګونونه

د منتقدانو د وژلو په اړه د شېخ ندیم فتوا ته غبرګونونه

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)  د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو د وزیر شېخ ندا محمد ندیم هغه فتوا د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوې، چې د خپل رژیم منتقدان یې« واجب القتل» ګڼلي دي.

ندا محمد ندیم په یوه تازه وینا کې ویلي، ټول هغه کسان « واجب القتل» دي، چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې د قلم، خولې او عمل په بڼه مخالفت کوي.

د هغه دغو خبرو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د افغانستان مشهور ژورنالیست او لیکوال ډاکټر داود جنبش ویلي:((د نظر او قلم مخالف مه وژني؛ یا یې نظر ومنئ، یا ورته د خپل نظر حقانیت ثابت کړئ؛ که دا یوه هم ونه شوه دواړه پر خپلو نظرونو پاتې شئ او دواړه ژوند وکړئ.))

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ندامحمد ندیم ته په خطاب کې لیکلي:(( موږ به ستاسو د حقانيه مدرسې په تګلارو انتقاد نه کوو، په دې شرط چې تاسی هم؛ په ځمکه ځان د خدای استازی ونه ګڼې او د خدای په نامه مسلمانان و نه وژنی ، افغانستان په خپلو کړنو سره نور تیارو ته ورټیل نه وهی او د پرمختګ مخه یې ونه نیسی. د پردیو له غلامی لاس واخلی، د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله ونکړئ. د افغانستان قومي، کلتوري او فکري تنوع په رسمیت وپیژنئ او ښځې ته د نارینه سره مساوي حقوق قایل شی. خپل ځای محراب او منبر وګڼی او فقط “الموعظة الحسنة” ته مخ كړی! په غیر له هغی ستاسو او د ولس جوړ جاړی ناممکن دی!))

په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو افغانانو د شېخ ندیم خبرې غندلي او ویلي، چې طالبانو ته په دې توګه بقا او دوام ستونزمن دی، ځکه خلک نه له لوږې د خپلو اولادونو مړینه زغملی شي، نه ورڅخه د زده کړو، وینا ازادۍ او نورو حقونو تروړل زغملی شي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو بیا ویلي، چې د دوی له ادرسه باید پارونکې خبرې ونه شي. هغوی نه دي ویلي، چې دوی د چا د وژلو د فتوا او دغې فتوا د عملي کولو حق نه لري.

35 COMMENTS

  1. ساده سوال: ایا دطالبانو په خلاف خبری دافغانستان په ګټه دی؟ ایا امریکایانو دفراریانو پاچا ددوی په خلاف خلک نه وژل؟ ایا دطالبانو په ضد خبری د ثبات بڼه له مینځه نه وړی. همدا تندی افغانستان دامریکایی افغانانو نه باید وژغورل سی.
    دبیان آزادی دوطن ددښمنو دپاره باید ډال نسی.

  2. دا هلک خو تر فرعون نه هم بدتر او ځان زورور ګڼي، کيدای سي سبا ووايي چي ط ته سجده وکړي، تالبانو کي داسي څوک نشته چي د هلک ته لاره ور وښيي او افغان اولس ته د احترام او انسانيت په سرګه وګوري کنه بيرته د هيرامنډي ته واستوي

  3. هو دا ځناور ندیم غواړې چی په نامه افغان باید ژوندی پاتی نشی او ټول په یو نوم او بل نوم ووزنی تر څو میدان پنجابیانو ته خالی شې دا دی نا اهله بچی دې پنجابی له نجاست څخه پیدا شوې ځکه له افغان سره دشمنی لرې او انشالله چې میدان به له دې مرداریو نه ډیر زر پاک شې او بیرته به هماغه خپل ناروا پلار پنجابی ته به تشتې او دا ځلی به پنجابی هم لکه دې قصابی غوایی حلالوې انشالله

  4. دا هلک خو تر فرعون نه هم بدتر او ځان زورور ګڼي، کيدای سي سبا ووايي چي ط ته سجده وکړي، تالبانو کي داسي څوک نشته چي د هلک ته لاره ور وښيي او افغان اولس ته د احترام او انسانيت په سرګه وګوري کنه بيرته د هيرامنډي ته واستوي

  5. دا نازولی اهل د فتوی نشی کیدای؛په پاټک کی د ناوی وژل ، په مزار کی مزدوران وژل او د وژلو پرته
    نور څه نه پیژندل دا مرض او عادت دی د کرایی قاتلانو ، دا روش په اسلام کی سابقه نلری ، دا ضعف د منطق او وحشیانه تصور او عمل دی ، دا ستالینی روش دی ۰
    خلفاء او امراء د امت هیڅکله هم داسی دریځ ندی غوره کړی ؛ ملا ندیم دی نادم شی او ډدی فتوی
    بنیاد او مرجع په هغی اسلام پوری چي رسول الله صلی الله علیه و سلم راوړی تړاو نلری او مومن عالم دومره جاهل او ظالم نه وی او همدایی د زوال فتوی ده ان شاء الله ۰

  6. شهاب
    خلقیانو، پرچمیانو، د تنظیمونو وسله والو هم په ځان د انتقاد زغم نه درلود. چا بی بی سی اوریدل مخالفت باله د تنظیمونو وسله والو تلویزیونه ماتول یا يي دستګاه په راکیټ ویشتله نقدکوونکي يي ترور کول، ښه مثال يي مجروح صاحب دی. طالبانو هم په اوله دوره کې تلویزیونه او ټیپونو له کیسیټونو سره په دار کړي وو او په هرځای کې به يي په دار را ځړولي ول. تلویزیون لیدل دومره ناروا و لکه د شرابوڅښل خو اوس بیابه دقدرت د بقاه له پاره ناروا نه دی. او په خبرې کوي، خلکو ته په کې وايي څشی غواړئ، د هغوو خلکو او سوداګرو تلویزیونونه يي چې د ناروا په نوم مات کړل او ناروا نه وو باید نرغوندې اعتراف وکړي چې موږه درباندې ظلم وکړ. تاوان مو در واړاوه بښنه غواړو. دوئ خو د خلکو شخصي روا شتمنې ور خاورې ایرې کړه. خو چیرته دی وجدان، او دادی دا ځل نو ندیم جان دا د انسانانو د وینو تږی هغه چاته د مرګ فتوا ورکوي. که يي دوئ ته وویل: – چې حق مې راکړه – ظلم راباندې مه کوه او د بیت المال په پیسو دوه – درۍ ودونه مه کوه. نتیجه يي یوازې دا کیدی شي چې
    چراغ ظالم تا سحر نسوزد — اګریک شب سوزد شب دیګر نسوزد

  7. ندیم جان هسی لگیا وی نه عالم دی نه اهل. اسلامی امارت په داسی خلگو خپل نوم بدوی. الله تعالی دی مو ورخخه خلاص کری تر ندیم جان خو باقی صاحب لا بهتر ووو. ندیم ته د عالم او شیخ نسبت کول فکر کوم مناسب نه دی.

  8. دهيرات هغه قاتل ملا هم دا خبري کولي د اسلام په نامه، لار او مردار شو، دي به هم مردار شي، زه په دي مطمعن يم چي پخپله طالبان به دي مردار کري، ځکه طالبان هر غير انساني او غير اخلاقي او غير اسلامي عمل په ورايه نکوي، خو دي لکه د هيرات ملا په ورايه دا خبره وکره. نو د طالبانو چي د انګليس پيداور دي او د قدرت ليوني نه غواري په اساني قدرت پريږدي نو دي به له مينهځه وري، په يو دز دو نښي ، يو خو به يو هينبتي ملاتر ختم شي او بل د باقي طالبان چي د هيبتي دلي او نظريات منتقدان دي ګته به وشي، بيا همغا د خلقايانو او پرچمينانو دوره تکرار کيږي انشاالله به يو بل مردار کوي او ملت به له شرنه به يي خلاص شي.

  9. دهيرات هغه قاتل ملا هم دا خبري کولي د اسلام په نامه، لار او مردار شو، دي به هم مردار شي، زه په دي مطمعن يم چي پخپله طالبان به دي مردار کري، ځکه طالبان هر غير انساني او غير اخلاقي او غير اسلامي عمل په ورايه نکوي، خو دي لکه د هيرات ملا په ورايه دا خبره وکره. نو د طالبانو چي د انګليس پيداور دي او د قدرت ليوني نه غواري په اساني قدرت پريږدي نو دي به له مينهځه وري، په يو دز دو نښي ، يو خو به يو هينبتي ملاتر ختم شي او بل د باقي طالبان چي د هيبتي دلي او نظريات منتقدان دي ګته به وشي، بيا همغا د خلقايانو او پرچمينانو دوره تکرار کيږي انشاالله به يو بل مردار کوي او ملت به له شرنه به يي خلاص شي.

  10. تاندوالو زما د مخکینی تبصری څخه هدف دا وه، چه د افغان او روغ لويني تبصره یوه ده خو نومونه یی دوه دی. زه هم د افغان په نوم په تاند کی د ډیر وخت راهیسی تبصری لیکم، که د تاندوالو خوښه وی زه به نور د خپل نوم سره (+ افغان) لیکم ځکه نه غواړم د بل چا په نوم تبصری ولیکم.
    مننه

  11. آيت شريف: محمد رسوالله والذين معه اشداﺀ علي الکفار رحماﺀ بينهم. ژباړه: محمد دالله رسول دۍ او لارويان يي سخت دي د کفارو په وړاندي او زړه سواندي دي پخپلو مابينونو کي. اوتاسو چي د کفا و سره د جوړ جاړي له مخي مو په اسلامي ملک او خاوره واک تر لاسه کړ او بيامو د اولس اړوند هماغه کړي وعدى تر پښو لاندي کړي چي ددغي آيت شريف( اوفو بالعقود و اياي فرهبون) د سپارښتنو نه څرګنده سر غړونه ده او ورپسي مو د قدرت غصب ته مټي بډ وهلي چي د دغي آيت شريف دحکم خلاف عمل دۍ::: يايهالذين امنو ان تود الامانت الي اهلها و اذا حکمتم بين الناس فاحکم بالعدل. ژباړه:: اي د ايمان څښتنانو وسپارۍ امانت يي اهل( وړ) خلکو ته او کچيري دخلکو په مابين کي حکم نو وکړۍ په نياو سره. تاسو د مسلمان په توګه کله خپلي ژمني ترسره کړيدي? بنا پر دي ستاسو د حاکميت اهل نه ياستۍ او ستاسوکړنې خوارجو ته ورته دي، ځکه تاسو تل اولس ته پيغورونه ورکوۍ او دغه بيا د خوارجو صفت دۍ. ددي پورته ديني سبارښتنو په نظر کي نيولو دحل او عقد اهل نه يۍ، او مسلمان اولس حق لري چي نقد کړي اومخالفت مو وکړي. دا زموږ ايماني او اسلامي دنده او فرض دي چي سمي لاري ته مو راولو. داځکه چي د اسلا د لاري نه کاږه شوي ياستۍ

  12. دا د لګان دځناور زامن په دی مذهبي لېونتوب سره غواړې چې خپل قدرت وساتي او انسانان په ډار او روحي زندان کې کلک بندي وساتي ! داد جاهل زامن په دې نه پوهیږي چې د انسانیت حوصله به ورته تنګه شي او دوی به بیا لکه لېوني سپي خپلې کونې ته خولې اچوي او مرداریږې به ! وخت یې کم دی خو زما یې زړه په دا بی شعوره افغانانو خوږیږي چې په پټو سترګو له دی جاهلې مافیا سره منډې وهي ! دین او مذهب شخصی کاردی باید او حتمي له دولت داري ځخه جلا شي تر څو چې انسانان خپله سیاسي تګلاره آو اقتصادي انکشاف په خپله تعین کړي !

  13. ښوونه او روزنه یا عالی تحصیلات سره دا فتوی نه جوړیږی ، دا د کوم اجرتی قاتل دریځ دی،څومره نآاهل ، جاهل ، ظالم او ملت دښمن خلکو ته دروند او شریف مسئولیت دِ معلم سپارل شوی ؟یواځی ، تړل ، کوتک او وژل پیژنی چی یو یی هم نه د عالم کار دی او نه د معلم ؛ منتهی نابلدی ده د
    حکومت ، اداری او خدمت سره، نو فاقد شی به بل ته څه ورکړی ؟ غیر له انسانیت او افغان شرمول او ملت وژنه ؛ همدا ده د وزیر تحصیلات عالی شیخ الحدیث مفتی ندیم خط مشی او مومن مجاهد ملت ته طالبانه زیری ۰

  14. یو حکومت ټولنی ته د مور او پلار حیثیت لری.
    هغه والدین به د دوږخ وړ وی کوم چی د خپلو اولادونو د نفقی او ښوونی او روزنی څخه غفلت کوی خو د اولادونو د وړوکی نافرمانی له کبله ئی د اولادونو د اعدام حُکم صادر کړی وی.
    دا طالب چارواکی هغه پلید موجودات دی کوم چی د ورینداری سره د نکاح په موخه ئی د خپل ورور د مرګ هیلی په ځان کی روزلی دی.

    • اوس خو دا پلار او مور د وسطی قرن هغه مذ هبی لېونیان دي چې خپل او لادونه د سارا سینو د وژلو لپار هستوي چې ساراسین مړه او جنت وګټي ! خو په اخر کې دا ټول اوس د يهودو په ګټه تمام شول !

  15. دا د دله زوی جاهل خو د هیټلر د ګوند خبرې کوي یانې که څوک له دوی سره نه وي نو هغوی د ژوند حق نلري ! تاجکبازان ، قلابیان ، قل قلیان او چی مونې باید ټول دسړي زامن شي د پښتنو تر څنګه ودریږي او ددې فاشستي رژيم پښې ور لنډي کړي !

  16. There should be no better statement expectation from a person who is indoctrinated to kill and quite likely take him an hour to finish reading one written page.

  17. دا تش په نوم ژورنالستان مدنی فعالان او داسۍ نور په ښایسته القابو کۍ نغښتی سیکولران دموکراتان د یهودو وروستۍ او تر ټولو خطرناکه اسلحه ده.
    د ندیم صاحب نسخه یوازینۍ اړین اعلاج دې.

    • تف لانت په داس جاهلانو چې په خبره ، انسانیت نه پوهیږي دا ځلویښت کاله درویزه کوي او د مافیا په دود د انسانو په وژلو او ازادي اخیستلو باندې خپل تجارت کوي ! هم انسانیت پورې خاندي او هم لېونیان !

  18. هغه وطن دوسته او اسلام مینه خلک دندیم په وینا نه خپه کیږی. ځکه دوی د۴۰ ملیونه خلکو دین اسلام بولی او په وطن مین. پاتی آمانی اسلام ضده خلک چی دا څلویښت کاله یی دکفر هر ظلم په مسلمانو وچلووو اوس ددروغو بشری حقوقو ترنامه خپله افغان ضده جنګ حمایه کوی او دمنافقت خبری کوی. تاسو اوس هم طالبانو ته هغه دامریکایانو په سترګو ګوری او دهغوی په قتل او ناکامی خوشاله او دلا ناکامی لپاره تبلیغات کوی. تاسو تښتیدلی او په غارو کی ننوتلی دسولی خلک نه یاست. تاسو دتوپک میل پیژنی او دخپلی خیټی په پړسولو پسی روان یاست. چیرته چی مو ښه وی هلته مو شپه وی.
    مختوری افغانستان خرځونکی که نن وی یا سبا نور به هم مختورن وی.
    له اسلامه خبری مکوی. تاسو اسلام ته تابع سی او دامت له فتوا نه ځان مه لیری کوی. امریکایی اسلام نه چلیږی چی دخپلی ګټی له مخی اسلام تحریف سی. هغه دابو بکر صدیق او عمر رض اسلام زده کړی چی له رسول ص یی زده کړی وو. هغوی دمنافق او مرتدو په مذهبو ښه پوهیدل.
    هغه چی اوس هم نه پوهیږی چی دیموکراسی انارشی ده او بشری حقوق د غربی جنایتکارانو تلکه ده هغوی دی خدای پوه کړی. مګر دخدای په روی دافغانستان له دښمنانو سره مه يوخای کیږی.

  19. تاندوالو اوس ستاسو په صفحه دآماج خلک هم لیکنی کوی. داعشیانو سره مو تړون کړی، که څنګه؟
    امریکایی لاسپوڅی ټول سره یو سوی او دافغانستان دسوکالی ريښی وهی.
    ندیم به احساساتی وی خو دا دطالبانو غټ زړه دی چی هر پک او ورک اوس هم دخانی خوبونه وینی. ناشکره بیغیرتان دی دهغوی حوصله نه امتحان کوی.
    وای موری هغه لڼدی توره می راکړه، په وطن جنګ دی خپل سر قربانومه.
    ملالی به ځومره خپه وی چی بیغیرتان د غلیم په صفو کی دوطن مینو سر قلموینه.
    احساس وکړی چی ستاسو خبری د اتا ترک دی او که دسید جمال الدین افغانی. تاسو دخپلو نیکونو او اجدادو لیاره غواړی او که دروس او امریکا؟
    افغانستان دمیر مسجدی او ملا مشک عالم او ملالی غوندی پلرونه او میندی لری. دا دوه سوه کلن جنګ که اوږدیږی هغوی خپل دود او پښتنوالی نه بایلی. هغه به زوندی وی او نور شجاعیان او امانولا ګان به بیا شړی او وطن به آزادوی.

  20. ثابت : You are out of your mind!
    Islam is a faith between Allah and Human and it is good to believe in it.

    Political ideology represented by Taliban is a political tool mainly benefiting neighbors harming Afghanistan

  21. دسید جمال الدین افغانی
    Quite likely he was a double + agent
    Otherwise how he was able to spent most of his time in Turkey, England and Moscow 3 centers of power then?
    Show me a word or better yet a statement that he talked something gooooooood about Afghanistan?

  22. Dear Hakimi, You need to read.
    He was expelled from one to another country. The imperial powers thought they could control him. However, he was a free man. If you know Arabic read his short essay written for Abdul Rahman Khan I presume.
    He was protected by Turkey finally when the Iranians wanted him. Do you know who was controlling Iran in that time.
    He was the Bin Laden of his time and far forward looking man. If you do not know him or for some reason ignore him because he was not in line with Ata Turk, and Amanullah that is your problem not him.

  23. Said Jamal was the first man to ask the Azhari ulama to look internally to Islam and its effect on sciences, social and political order when Azhar graduates were busy learning western cultures and laws. He started the cultural revolution and renaissance.

  24. ثابته داسی ښکارې چی ته هم له موره پنجابی یې او دا خینزیران دې وطن بچیان بولی او هغه کسان چی په وطن مین دې اودې دې وطن دې بچیانو دې تعلیم او تربیه غم ورسره ده ته یې امانی او امریکایې بولی دا دې سپی بچیان څوک دې دا هره هفته دې چا ځلویښت میلیونه دالر ورته راځې له دې معلومیژی چب ته هم په غوجله کې ځیزیدلې یې

  25. Thank you Saabet:
    Lets make it simple.During Said Jamaluddin era Afghanistan was an established nation and he was born there
    THEN PLEASE
    Show me a WORD or better yet a STATEMENT that he talked something gooooooood about Afghanistan?
    There is none
    Afghans of Arab descents with titles of Mir, Peer, Said and Hazrat are mostly proof free brought in political assets to function as genetically superior than all natives Afghans combined. Such classification of Society block social progress and need to be reversed

  26. دغه سړی (A. Halim Hakimi ) تاند ته راننوتی دی، غیر ….. دی، او په نورو ویب پانو کی هم پښتانه په شر اچوی، ټول ورونه ديي دغه ډول شر اچونکی وپیژنی.
    حتی اوس یی د سید جمالدین افغان په سپکولو پسی را اخستی ده. موضو ع چیرته ده او سید جمالدین افغان چیرته؟

  27. سلامونه ټولو ته،
    زما په فکر، د ط ط (طالبانو) سیاسي ټاکنې تر ډیره د دوی په مجاهدي یا انتحاري پټاوونو په اساس دي .یوازې یو څو څهرو چې دوحه کښې او یا نورو هیوادونو کې ېې انسانان او مسلمانان او مسلماتې !! وليدلې لکه عباس ستانکزی، یعقوب خان، خیرخواه، متکي، دلاور ا.د.ن. یو څه نرم مزاجي دي ؛ هر چې نادان ندیم باید د ان ډي اس (پخوانی استخباراتو اداره )کې وای نه لوړو تحصیلاتو وزارت کې. بیا همغه خبره ده چې کار اهل کار او امانتونه اهل ته یی نه دي سپارل سوي. دی دې خپل کوم علمي سند یا ډګري وښيي ؟! هاغه مخکیني ملا باقي ې هم بې له تفکره خبرې بادولې که څه هم هغه لا په دوی کې نپوهیږم شیخ الحکانیه و که څه بلا؟؟!!.
    زما په فکر، دوی د پخوانیو لڼډغرو او داخلي او خارجي بمباردمان کوونکوبغاوتيانومسلح په نامه پاريسي +داعشي مغاومت!!! ؛
    او د عام ولس او لوستو اشخاصو د اصلاحي انتقادي خبرو، لیکنو او لاریونونو فرق او توپیر وکړي . خلک او ولس د دوی ښو ته ښه وایی ،بدو،جاهلو او نادانانو او د ګاوڼدیو جرندو ته اوبو اچوونکو ته بد وايي ؛او لکه چې پاس اکثریت مبصرینو وروڼو اشارې کړي دي ؛د انتقاد حق د ټولو پیغمبرانو او خلفای راشدین زمانو کې هم وو، څه کوئ چې اوسنۍ دنیایی کلي کښې!. عاقلان به قیاس کوي او جاهل او نادان به بې خلطې فیرونه!!

  28. وطندار: Please think a little deeper:
    Afghans of noble Arab descents are still greeted as AGHAA SAHIB. Their population is far less than 1/2 percent but always remain on top of food chains plus produce half of Afghans intellectuals. How come ? Wake up

  29. امریکایانو داسی خلک روزلی چی منطق یی کم او ښکنځلی یی ډیری دی. هغه چی ښکنځلی ډیری کوی هغوی په خپل ځان شاهدی ورکوی دافغانستان غم نلری، دکفر او نفاق ناصر او علمیت نه محرومه.
    سم انتقادونه له خلکو زده کړی چی طالبانو ته وایی دا مشکل سته حل یی کړی. طالبان یی هم حل کوی. پول سوخته ته وګوری چی هغه څنګه سو. اول انتقاد، بیا پلان او بیا عمل او هغه هم دخلکو سره په ګډه. افغانستان دبرکتو ځای دی. بی تعلیمه یی تر با روسی او امریکایی تعلیم یافته خلکو هوښیار دی.
    Halimi>
    I do not know what is your problem. Afghan respect religious people and I do too> Any Arab is not respected more than non Arab unless he is religious.
    You need to read Afghan History, if you are Afghan, read Ghubar’s book in Persian.
    You better not say more, it shows you have insufficient historical knowledge.

  30. Saabet:
    hopefullyOf-course Afghans respect scholarly religious people and so do I. Likely you already read some history and aware how some them are brought to Afghanistan able to enchant million of Afghans to complete obedience. Can you tell me, as an example how Al-mojaddidis and Al-Gailanis functioning in Afghanistan?
    Who give them the title of AGHA SAHEB????

  31. وطندار : I belittle no one. Said Jamaluddin IS NOT a Pashtun. He was dubbed politically as noble Arab descent. He left no word of legacy to talk positive about Afghans or Afghanistan. IF you think otherwise please print a word of his to be in the interest of Afghanistan. THERE IS NONE!!!
    He was deeply connected to all then 3 superpowers of the time, jumping from one to another most of his life spent with them. Please get the facts and pocket your emotion

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب