شنبه, اپریل 27, 2024
Homeداسې هم شتهساینسمځکه له لمره په یوه ساعت کې ۶۷،۰۰۰ مایله راګرځي

مځکه له لمره په یوه ساعت کې ۶۷،۰۰۰ مایله راګرځي

م. احمد

ښایي تاسې فکر وکړئ چې ځمکه یوه بشپړه دایره ده، خو دا په حقیقت کې یوه قطب لرونکې کروي بڼه لري. دا له دې کبله ده چې د ځمکې منځ او یا استوا سیمه د ځمکې د چورلېدلو له کبله لږ څه تبارز کوي.

په ظاهري ډول خو موږ تر نورو سیارو له ځمکې سره ډېره اشنایي لرو. ځمکه د څلورو خاورینو سیارو تر ټولو لویه سیاره ده. نورې خاورینې سیارې له عطارد، زهره او مریخ څخه عبارت دی.

د خاورینو سیارو څخه زموږ هدف دا دی چې ځمکه یوه کلکه ډبرینه سطحه لري. د ځمکې ترکیب له نورو خاورینو سیارو سره په دې کې ورته‌والی لري چې یو اوسپنیز مرکز لري او د ویلي شوي مانټل له خوا چاپېره شوی او دا پخپل نوبت بیا د بهرني قشر له‌‌‌خوا چاپېر شوی دی.

ځمکه له یو شمېر طبقو څخه جوړه شوې ده. په بهر کې یې یوه ډبرینه طبقه ده چې د ځمکې قشر نومېږي. د دې طبقې لاندې د منټال طبقه ده چې ورپسې د ځمکې بهرنۍ هسته او بیا دا خلي هسته راځي.

د ځمکې سیاره له ځینې عناصرو څخه جوړه شوې ده. د ځمکې د داخلي هستې زیاتره برخه له اوسپنې او نیکل څخه جوړه شوې ده. د ځمکې بهرنۍ قشر هم له ځینو عناصرو څخه جوړ شوی. تر ټولو زیات عناصر یې په اکسیجن، سیلیکون، المونیم، اوسپنه او کلسیم کې موندل کېږي.

ځمکه یوه سپوږمۍ او یا په بل عبارت طبیعي سټلایټ لري. د ځمکې سپوږمۍ د شمسي نظام پنځمه لویه سپوږمۍ بلل کېږي.

ځمکه ګڼې داسې ځانګړنې لري چې د شمسي نظام په نورو سیارو کې ساری نه لري. لومړۍ دا چې ځمکه زموږ معلوماتو سره سم هغه یوازینۍ سیاره ده چې چې ژوند په کې ممکن دی. پر ځمکه نه یوازې دا چې ژوند موجود دی، بلکې د ژوندیو موجوداتو میلیونونه ډولونه موجود دي. بل توپیر یې دا دی چې د ځمکې زیاتره برخه اوبو پوښلې ده.

نږدې ۷۱ سلنه ځمکه مالګینو اوبو نیولې ده. ځمکه یوازینۍ سیاره ده چې پر خپله سطحه مایع اوبه لري. همداراز د ځمکې اتموسفیر زیاتره برخه نایتروجن او اکسیجن جوړوي په داسې حال کې چې د زهرې او مریخ اتموسفیر زیاتره برخه کاربن ډای اوکساید څخه جوړه شوې ده.

ځمکه اووه لویې ټوټې لري چې لویې وچې نومېږي دا وچې د افریقا، اسیا، شمالي امریکا، جنوبي امریکا، اروپا، اوقیانوسیه او انټرکټیا څخه عبارت دي. ځمکه پنځه لوی سمندرونه لري چې د انټلانټیک سمندر، ارام سمندر، هند سمندر، جنوبي او شمالي منجمد بحر په کې راځي د سمندر له سطحې پورته تر ټولو لوړه نقطه د ایوریسټ څوکه او تر ټولو ژوره نقطه د مریانا ژوره ده.

د ځمکې داخلي هسته د لمر له سطحې څخه هم توده ده، ځمکه د اتو سیارو ترمنځ پنځمه لویه سیاره ده.

کوچنۍ زلزلې د ځمکې په یوه نه یوه ځای کې تل روانې دي.

ځمکه تر لمر چاپېره په یوه ساعت کې ۶۷،۰۰۰ میله واټن وهي.

1 COMMENT

  1. ښه معلومات وه ښاغلی احمد صاحب ډیره مننه!
    بلی همداسی ده چه د ځمکی د کری سرعت په خپل مدار باندی په یو ساعت کی تقریبآ ۶۷۰۰۰ میله یا تقریبآ ۱۱۰۰۰۰ کیلومتره دی.
    د ځمکی کره دوه غټ د ګرځیدو حرکتونه لری.
    انتقالي حرکت چه ځمکه د لمر ګرد چاپیره ګرځی یا ځرخی بل وضعي حرکت چه ځمکه په خپل محور څرخی.
    ۱- انتقالي حرکت : په دغه حرکت سره ځمکه په خپل مدار یا هوایی سرک ۱۰۷۵۳۵ کیلومتره په ساعت کی په تیزوالی سره حرکت کوی، او په کال کی ۹۴۲ میلیون کیلو متره د لمر څخه ګرد چاپیره ګرځیدل بشپړوی یا ۳۶۵ او کله ۳۶۶ ورځی پوره کوی. په انتقالی حرکت کی ځلور فصلونه(پسرلی، اوړی، منی، ژمی) شامل دی.
    ۲- د ځمکی وضعي حرکت: په دغه حرکت سره په هرو ۲۴ ساعتونو کی ځمکه په خپل محور څرخیدل پوره کوی. شپه او ورځ د دغه حرکت پایله یا نتیجه ده. ځمکه په خپل محور په ساعت کی ۱۶۰۰ کیلو متره په تیزوالی سره ځرخی.
    لمر د ستورو په قطار کی راځی. ځمکه د سیارو په قطار کی راځی. په ساده ژبه ستوری د ځانه رڼا ورکوی خو سیاری د ځانه رڼا نه ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب