هند د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره د اړیکو کمولو یو لړ اقدامات اعلان کړل.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د سه شنبې په ورځ مشکوکو وسلوالو د کشمیر په یوه سیاحتي سیمه کې برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل، چې دا برید په تېرو نژدې شلو کلونو کې د ولسي وګړو پر ضد تر ټولو خونړی ګڼل شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر، ویکرام مسري، وویل چې د برید تر شاه د سرحد پورې اړخ نه لاسوهنه شته او دا موضوع د امنیتي کابینې په ځانګړې غونډه کې مطرح شوې.
له همدې امله، هند پرېکړه کړې چې د ۱۹۶۰ کال اندوس اوبو تړون وځنډوي.
دغه تړون، چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی، د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو وېش تنظیموي او تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د جګړو پر مهال هم نه و ځنډول شوی.
د تړون ځنډول به هند ته دا واک ورکړي چې پاکستان ته د اندوس سیند د اوبو برخه بنده کړي، کوم چې د پاکستان لپاره د برېښنا تولید او کرنیزو اړتیاوو لپاره حیاتي بلل کېږي.
هند همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ وچهنۍ پوله وتړله او اعلان یې وکړ چې تر مې میاشتې لومړۍ نېټې پورې به هغو کسانو ته چې له پاکستانه هند ته تللي، اجازه ورکړي چې بېرته وګرځي.
په عین حال کې، دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ مستقیمې الوتنې نه شته، او دا نوې پرېکړې د ترانسپورتي اړیکو بشپړه پرېکون رامنځته کوي.
هند د ۲۰۱۹ کال راهیسې، کله چې یې د جمو او کشمیر ځانګړی نیمه خودمختار حیثیت لغوه کړ، له پاکستان سره ترینګلې اړیکې لري.
پاکستان له هغه وخته راهیسې د هند سفیر شړلی او خپل سفیر یې نوي ډیلي ته نه دی لېږلی.
سربېره پر دې، پاکستان د هند سره د رېل خدمات بند کړي او پر هندي فلمونو یې بندیز لګولی وو.
د سه شنبې برید د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د هغه د ګوند بهارتي جانتا پارټۍ لپاره یوه لویه ضربه ګڼل کېږي، ځکه هغوی تل دا ادعا کړې چې کشمیر ته یې سوله او ثبات راوړي.
نړۍ باید د پاکستان پوځ او استخباراتو په وړاندې قوي ګام پورته کړي ځکه همدې پاکستان په افغانستان او هند ۴۵ کاله کیږي جګړه ته لمن وهي او پدې کار باندې ټول نړیوال خبر دي آن تردې چې د جنګي جرایمو نړیوال محکمه او دملګری ملتونه او امنیت شورا یی هم خبره ده
نو امریکا ته پکار ده چې په نړیوال سطحه د پاکستان د نظامیانو په اړه قوی ګام پورته کړي چې دا په سیمه کې قوی او نه هیریدونګي عمل وی