د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي انتقاد کړی، او هغه یې د سولې د خبرو د ځنډ مسؤل بللی.
نوموړي ویلي، د زلنسکي لخوا کریمیا د روسي د یوې برخې په توګه نه منل د جګړې پای ته رسېدو مخه نیسي.
ټرمپ پر خپل Truth Socia لیکلي چې ، د جګړې د ختمېدو یو تړون ډېر نږدې شوی و، خو د زلنسکي لخوا د امریکا د شرطونو ردول به دا شخړه نوره هم اوږده کړي.
هغه ادعا کړې چې د جګړې د پای ته رسولو یوه هوکړه “ډېره نږدې شوې وه”، خو زلنسکي د امریکا د شرایطو نه منل به “یوازې جګړه اوږده کړي”
زلنسکي بیا ویلي چې د کریمیا پر سر هېڅ ډول معامله نهشي کېدای، او دا کار د اوکراین د اساسي قانون خلاف دی.
اوکراین له ډېر پخوا راهیسې وایي چې کریمیا به هېڅکله روسیې ته پرې نه ږدي.
کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا و نیول شوه.
تر دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. وینس هم ویلي وه، اوکراین او روسیه دواړه باید ځینې خاورې پرېږدي، خو په دې اړه یې کره جزئیات نه وه څرګند کړي.
امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که دواړه خواوې هوکړې ته ونه رسېږي، واشنګټن به د منځګړیتوب له رول څخه لاس واخلي.
ټرمپ مخکې ویلي و چې دی کولی شي د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه په یوه ورځ پای ته ورسوي، خو اوس چې د ولسمشرۍ د ۱۰۰ ورځو پوره کېدو ته نږدې شوی، لا هم اوربند نه دی رامنځته شوی.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ وویل:
“ولسمشر مایوسه شوی. د هغه حوصله تر پایه رسېدلې ده.”
هغې دا هم زیاته کړه چې ټرمپ اوکراین ته نه وایي چې د روسیې کنټرول شوی کریمیا دې په رسمیت وپېژني، خو ادعا یې وکړه چې:
“زلنسکي ښايي ناسم لوري ته روان وي.”