جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه یوه اوونۍ کې له پاکستانه تر ۸۰۰ ډېر افغان بندیان خوشي...

په یوه اوونۍ کې له پاکستانه تر ۸۰۰ ډېر افغان بندیان خوشي شوي او هیواد ته راستانه شوي

چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۰ مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سې‌شنبې په ورځ څرګنده کړه چې په تېره یوه اوونۍ کې ۸۲۰ افغان بندیان چې په پاکستان کې بندي وو، خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې دا بنديان د کندهار ولایت له سپین‌بولدک لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

شاوخوا ۷ میلیونه افغان کډوال دا مهال بهر مېشت دي، چې ډېری یې بې اسناده مهاجر دي، او زیاتره یې په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې اوسي.

په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت بیا بیا له کډوالو غوښتي چې هېواد ته بېرته راستانه شي او د جګړه ځپلي هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...