Homeخبرونهد پاکستان د اطلاعاتو وزیر: هند به له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو...

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: هند به له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۰مه】‏د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله طرار ویلي، دوی کره معلومات لري چې، هند به په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د پاکستان پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

طرار دغه خبره نن (چهارشنبه) سهار پر خپله اېکس پاڼه لیکلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دغه برید به د یوې جعلي پلمې له مخې چې د پهلګام پېښې پورې تړاو لري وشي.

د سرچینې په وینا، پاکستان خپله د «ترهګرۍ» قرباني دی او د هغوی درد ډېر ښه درک کوي.

د پاکستان او هند تر منځ اړیکې پر یو بل د برید تر کچې داسې مهال رسېږي، چې یوه اوونۍ وړاندې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو کسانو پر سیلانیانو برید وکړ او ۲۶ تنه یې ووژل.

هند د دې برید مسوول پاکستان بولي او له همدې امله دواړو هېوادونو له یو بل سره اړیکې ډېرې محدودې کړې دي.

3 COMMENTS

  1. د تاند محترم ایدتر
    لطفا توجه وکړی د هند کشمیر یا «د هند تر ولکی لاندی کشمیر » تر منځه لویه اشتباه ده .هندی کشمیر د پنځه زره کاله را پدیخواه د هند برخه پاتی شوی هلته کرشنا زیږیدلی . د ولکی لفظ د اشغال مفهوم ورکوی. دا د لعنتی پاکستان استعماری هڅه چی د هند کشمیر ته مقبوظه کشمیر وایی. افغان ژورنالستان باید سیاسی پوهه پیدا کړی . مننه ده سبزۍ

  2. کشمیر له ډېرو پخوا زمانو راهیسې د هندوستان یوه برخه وه او پنجابستان له 1947 کال راپدېخوا زېږېدلی دی ، نو څنګه ویلی شو ، چې کشمیر د پنجابستان یا منافقستان یوه برخه وي ؟
    د افغانستان او نړۍ ټول هېوادونه کشمیر د هندوستان قانوني برخه بولي . که خبره د مسلمانانو وي ، نو په هند کې میلیونونه مسلمانان نورهم ژوند کوي . د پنجاب دا ادعا کاملا غلطه ده چې دهند پر کشمیر یې کوي . باید دا پاتې اشغالي کشمیر بېرته له پنجابه واخیستل شي او کشمیر سره یو ځای شي . افغانستان او هند دوه ګاونډي هېوادونه دي.

  3. خبره اوس ۷۲ ساعتونو واوښته لکه چې هند او پاکستان دروغ وایی، کچیری افغانانو سره د هند په اندازه نظامی او سیاسی وړتیا وای نو افغانانو به ډیر ژر یعنی ۲۴ ساعته وخت به یی هم نه ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...