تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۰مه】د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی به د روسیې د کازان ښار ته واستول شي.
ټاس خبري اژانس په افغانستان کې د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې دا پلاوی به د کابل او مسکو ترمنځ د همکارۍ پراخولو په موخه پر نویو فرصتونو خبرې وکړي.
په راپور کې راغلي چې په دغه پلاوي کې به د افغانستان د کرنۍ او انرژۍ او اوبو وزارتونو په ګډون د نورو بنسټونو غړي هم وي.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې د کازان فورم په څنډه کې به د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم هم جوړ شي.
روسیې چارواکو د ثور ـ غویي په ۲مه د سترې محکمې له لوري په دې هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلو وروسته کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر ته د کازان په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
روسیې د کازان په ناسته کې د طالبانو د حکومت پلاوي ته هم بلنه ورکړې