Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران د ابونصرفراهي د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو لپاره...

ایران د ابونصرفراهي د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کوي

تاند (جهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) ایران ژمنه کړې چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ابونصر فراهی–میل ۷۸ لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کوي. دا مهمه لار د سیمې د اتصال او سوداګرۍ لپاره حیاتي ګڼل کېږي.

دا اعلان په کابل کې د افغانستان د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني، او د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ترمنځ د کتنې په ترڅ کې وشو.

د ټولګټو وزارت د رسنیو دفتر ویلي چې په دې ناسته کې د زیربنایي همکاریو پر یو لړ پروژو خبرې وشوې، چې پکې د لویې لارې بشپړول، په میلک سیمه کې د دوهم پُل جوړول، د خواف–هرات د رېللارې په اوږدو کې د باري ترانسپورت پراخول، دوه اړخیز او ذ درې اړخیزو هوکړه‌لیکونو لاسلیکول، او په افغانستان کې د رېللارې په زیربنا کې د ایران پانګونه زیاتول شامل وو.

دغه راز، ایران له لوري د افغان رېللارې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړونې پر پروګرامونو هم بحث وشو.

سفیر بیکدلي تایید کړه چې دغه مالي مرسته له ځایي کتنو وروسته منظور شوې، او دا پروژه به د روان کال تر پای ته رسېدو پورې بشپړه شي.

وزیر ثاني د ایران له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې د میل ۷۸ لویې لارې بشپړېدا د افغان حکومت له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه ده.

هغه ټینګار وکړ چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، تر څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خلکو لپاره ترانسپورت اسانه شي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د ژورولو او د ګډو زیربنایي پروژو د پرمختګ ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...