تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) ملګرو ملتونو اعلان کړی چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر اوسه پورې، د نړۍ په بېلابېلو مهاجرتي لارو کې تر ۷۲ زره زیات کسان مړه شوي یا نادرکه شوي دي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان یا آی او ایم د راپور له مخې، تېر کال (۲۰۲۴)، چې لږ تر لږه د ۸۹۳۸ کسانو مړینې پکې ثبت شوي، د کډوالو لپاره تر ټولو وژونکی کال و.
د دغو مړینو کابو درې برخې د هغو کسانو دي چې له ناامنۍ، جګړې، طبیعي افتونو او بشري بحرانونو څخه تښتېدلي وو.
د راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې له ۴۰ بحراني هېوادونو څخه د تښتېدونکو له ډلې، تر ۵۲ زرو زیاتو کسانو ژوند بایللی دی.
د مهاجرت د نړیوال سازمان په راپور کې لیبیا، ایران او میانمار د هغو هېوادونو په توګه یاد شوي چې د تاوتریخوالي له سختو پړاوونو سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي، د مدیترانې مرکزي لاره چې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۲۵ زره مړي پکې ثبت شوي، لا هم د نړۍ تر ټولو وژونکې مهاجرتي لاره ده.
همداراز، دې خطرناکو لارو په همدې موده کې تر پنځه زره له زیاتو افغانان او تر ۳۱۰۰ له زیاتو روهینګیايانو څخه ژوند اخیستی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې په جګړهځپلو او بحراني سیمو کې د معلوماتو د کموالي له امله، ښایي اصلي شمېرې تر دې هم ډېرې وي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان مشر غوښتنه کړې چې نړۍ باید د مهاجرت د سرچینې هېوادونو د خلکو لپاره د فرصتونو او ثبات د رامنځته کولو لپاره پانګونه وکړي، او همداراز خوندي او قانوني مهاجرتي لارې برابرې شي.