شنبه, جولای 19, 2025
Homeخبرونهد م. م بشري څانګه:افغانستان سره د مرستو بندېده به ملیونونه افغانان...

د م. م بشري څانګه:افغانستان سره د مرستو بندېده به ملیونونه افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۰مه】د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګه وایي، افغانستان سره د ژوند ژغورونکو مرستو د لړۍ بندېده به د ملیونونو خلکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

سرچینه وایي دا ګواښ تر ډېره په افغانستان کې په ځانګړې توګه میندو او د هغوی ماشومانو ته دی، چې تر سخت اغېز لاندې به یې راولي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند هم ویلي وو، چې افغانستان کې ۲۳ ملیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دې سره هممهاله د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا IRC په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم بشري بحران په افغانستان کې خپل اوج ته رسېدلی، خو د امریکا له خوا د مرستو کمېده د ملیونونو افغانانو لپاره حیاتي خدمات درولي دي.

افغانستان کې د بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته د افغانان د لاسرسي د محدودیت په اړه داسې مهال راپورونه ورکول کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې څه باندې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه هم د بودیجې کمښت له امله تړل شوي دي.

ملګري ملتونه د افغانستان بشري او روغتیايي وضعیت نازک یادوي او ټینګار کوي که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورنه کړي، د سلګونو پروژو له تړل کېدو سره به ملیونونو خلکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...