Homeخبرونهپه سویډن کې خونړۍ ډزې؛ یو تنکی ځوان د پولیسو له خوا...

په سویډن کې خونړۍ ډزې؛ یو تنکی ځوان د پولیسو له خوا نیول شوی

د سویډن پولیسو یو تنکی ځوان د اوپسالا په ښار کې د یوې مرګونې پیښې په تړاو نیولی دی.

دغه پېښه د سه‌شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې بریدګر د ښار په مرکز کې یوه سلماني ته ور ننوت او پر درې تنو یې ډزې وکړې.

نوموړی وروسته پر موټرسایکل تېښته وکړه، خو پولیسو د تعقیب وروسته ونیوه.

د چهارشنبې په ورځ پولیسو تأیید کړه چې نیول شوی شکمن کس له ۱۸ کلنۍ کم عمر لري.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، درې واړه قربانیان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمر لري، خو د هغوی هویت لا تر اوسه بشپړ نه دی تثبیت شوی.

سویډني رسنۍ وايي، دا امکان شته چې دا برید د جنايي بانډونو له فعالیتونو سره تړاو ولري.

د سویډن حکومت په دې وروستیو کې د ځوانانو د جرمونو د زیاتوالي له امله یو نوی قانون وړاندیز کړی، چې له مخې به یې پولیس کولای شي د ۱۵ کلنۍ څخه کم عمره ماشومان هم شناساهي کړي، څو د بانډونو له خوا د هغوی له استخدام مخنیوی وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...