دوشنبه, جون 16, 2025
Home+قلمونه، کاغذونه | آصف بهاند

قلمونه، کاغذونه | آصف بهاند

د ۲۰۲۵ ام کال د مارچ په دیارلسمه مې په افغان جرمن پورتال کې مې د «قلم و کاغذ» ترسرلیک لاندې، د ښاغلي یونس نگاه یوه مقاله ولوستله چې د ځوانۍ دور او د مهاجرت ستونزې یې رایادې کړې. له قلم، کاغذ او لیکنې سره زما  او د ښاغلي نگاه خاطرې یوڅه ورته‌والی لري. په دې لنډه لیکنه کې به زه د خپلو خاطرو یوه کوچنۍ برخه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم:

زموږ زمانه د کمپیوتر او ورپورې اړوند تکنالوژۍ د بدلونونو او پرمختگ زمانه ده. زه ځان نیک‌مرغه گڼم چې د کمپیوتر او پرمختگونو په زمانه کې ژوند کوم او گوډومات قدم ورسره اخلم.

له کوچنیوالي نه مې د قلم او کاغذ کارول خوښېدل، خو کتابچې مې لږې وې او په ډکېدو یې ډارېدم.

د ۱۳۵۴ کال منی و، پوهنتون ته د ازموینې له پاره د چمتووالي ورځې وې، چې ما په کوم رسمي دفتر کې د ټیپ ماشین د لومړي ځل له پاره ولید، خو د لاس وروړلو اجازه مې نه درلوده، په ارامتیا سره مې په زړه کې غوټه کړه چې زه به هم یوه ورځ دا ماشین کاروم. د محصلۍ په دوره کې هم ونه توانېدم چې وې کاروم، خو کله چې د ۱۳۶۰ ام کال په ژمي کې د کابل پوهنتون په علمي کادر کې ومنل شوم، گوتو مې د ټایپنگ ماشین له تڼیو سره اشنايي پیل کړه. زموږ د پوهنځي تایپست لامان نومېده یو مو تدریسي مدیر و محمداکبر عاقب نومېده چې موږ به اکبرجان غږ ورته کاوه؛ د دوی گوتې د ټیپنگ د ماشین پر تڼیو داسې په چټکۍ سره چلېدې، ته وا باد د چنار له پاڼو سره لوبې کوي.

وروسته له دې چې په وطن کې رنگارنگ بادونه په چلېدو شول، موږ یې هم لکه وچې پاڼې په هوا کړو کله په یوه دښته، کله په یو شیله او کله یې په بېلابېلو سیمو وغورځولو بیا یې پورې وهلو او په پای کې د نړۍ په یوه ډېر گوښي وطن ډنمارک کې وغوځولو.

اوس د ټیپنگ‌ماشین زمانه تللې ده او یاد ماشین موزیمونو ته سپارل شوی دی، د هغه ماشین ځای رنگارنک وړو او لویو کمپیوترونو نیولی دی. زما گوتې د لومړي ځل له‌پاره په ۱۹۹۴ ام کال په ماسکو کې د کمپوتر پر تڼیو په ډېر احتیاط سره وځوځېدې او دا دې اوس د خپلې اړتیا په اندازه دا ماشین (کمپیوتر) کارولی شم.

کله چې ډنمارک ته راورسېدم، د مهاجرت د پروسې په لړ کې د لومړنۍ انتریو په ترڅ کې مسؤل شخص د نورو پوښتنو په ترڅ کې پوښتنه رانه وکړه چې:

کمپیوتر کارولی شې که نه؟

ما ورته کړ: نه.

هغه راته وویل چې:

ته څنگه د پوهنتون استاد یې چې په دې زمانه کې کمپیوتر نه شې کارولی؟

ما پوښتنه ورنه وکړه چې:

مخکې تر دې چې پر افغانستان باندې ټوپکیان حاکم شې، د افغانستان جهورریٔس څوک و؟

ده وویل:

دوکتور نجیب‌الله؟

ما ورته وویل:

افغانستان یو فقیر او وروسته‌پاتې هېواد دی، ریٔس جمهور هم په خپل دفتر کې کمپیوتر نه درلود، نو زه خو په پوهنتون کې یوعادي مدرس وم، ما به کمپوتر له کومه کړی وای.

اروپا ته د راتگ په لاره کې ما باید هره ورځ لیکل کړي وای زما له‌پاره ترټولو لویه ستونزه د قلم او کاغذ نه‌شتوالی و. په لاره کې مې زندانونه هم ولیدل. د سلواک تر زندان وروسته، د چک د زندان په دروازه هم ورننه‌ایستل شوو.

د پراگ په زندان کې:

د چک (پراگ) په زندان کې د نورو ستونزو او بدیو تر څنګ لویه ستونزه دا وه چې لکه د ټوپکیانو واکمني ځان پریولل اوږیره خزېیل په کې منع وو، جامې بدلولو باندې بندیز لګیدلی و او تر ټولو سخته او بده یې لا دا چې کمود په کوټه کې دننه، د کوټې په یو کونج کې ایښودل شوی و، د ساتونکو چلند یې کاملاً غیر انساني او زشت و، داسې به يې بد، بد کتل، ته وا موږ د چا د وژلو په تور کې دلته را وستل شوي یو. ما چې د هرې ورځې پيښې په هماغې ورځې لیکلې، د کاغذ د نشتوالي له ستونزې سره مخ وم، له ما سره افغانان په دې ستونزه پوهیدل. یوه ورځ يې د تفریح له پاره د باندې ځای ته ایستلي وو، د تفریح ځای له پنجرې نه د باندې یو ټوټه باران وهلی کاغذ پروت و، زموږ د ډلې کوم تن غوښتل چې دا کاغذ زما له پاره را جګ کړي، لاس یې له پنجرې د باندې وغځاوه چې کاغذ را واخلي، ساتونکی راغی او له عسکري بوټو سره د هغه پر لاس وخوت او بیا وغوریده، له توندې لهجې یې مالومیده چې ښکنځلې کوي.

بله ورځ بیا د تفریح په وخت کې نورو افغان بندیانو چې له موږ نه پخوا زندان ته راوستل شوي وو، له موږ نه پوښتنه وکړه چې تاسو ته يې کاغذونه، فورمې څه شی نه دي درکړي؟

موږ ویل نه داسې څه خو نه دي شوي. هغوی موږ ته لارښوونه وکړه چې ژر او له همدې شیبې د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب پیل کړئ، دوی خپله فورمې در ته راوړي، هغه در باندې لاسلیک کوي، بیا مو له زندان نه باسي.

موږ هم پرنسونو درنې تیږې واړولې، دوې ورځې مو څه و نه خوړل. ساتونکو ډکې کاسې بیرته وړلې، یوه ورځ چې ساتونکو ډکې کاسې بیرته وړي، په ډونګیدو یې له سوري نه کاسې داسې کشولې لکه په قهر کې چې موږ ته ښکنځلې را ډالۍ کوي، ما ته د کاتب پاڅون یو نظم را په یاد شو. کاتب پاڅون چې هغه وخت یې رنځور تخلص کاوه، کومه شپه زموږ په پلرني کور کې زموږ میلمه و، د شپې له خوا مو د ښو ډیرو مرکو تر څنګه تر ناوخته خپله درنه او د نورو سپکه ویله، سهار ټول ویښ شول، خو کاتب صاحب له شور ځوږ او ټوکو سره، سره را ویښ نه شو. د سهار چای وڅکل شو، هر څه مو ټول کړل، د پیالو او قابونو له کړپ کړوپ سره يې، سر را جګ کړ، له ما نه يې پوښتنه وکړه:

زما برخه چیرې ده؟

ما وویل:

هر څه خلاص دي، نس پورې دې تیږې وتړه.

بیا یې په خواره خوله را ته و ویل:

یو قلم او کاغذ خو به وي، هغه راکړه.

ما قلم او کاغذ ورکړ، ده یو اوږد نظم ولیکه چې تر اوسه يې هم زما دغه بیتونه په یاد دي:

«چـې پـیـالې تقسیمـیدلې زه ویده وم

ډکـې تـلې تشې راتلـلې زه ویـده وم

دویـدو برخـه د ویـښـوپه نصـیب ده

زما برخې يې لوټلې زه ویده وم…»

ما چې د زندان ډکو کاسو او خپل تش نس ته کتل، قهر لړلې خندا به راغله، خو هیڅ مې له لاسه نه کیدل. ډیر شیان به مې د لیکلو له پاره درلودل، خو کاغذ به نه و چې غمرازي را سره وکړي، زما ذهن ته راغلي میلمانه به بیرته مرور شول او تري تم به شول، بیا مې د لیکل شوو کاغذونو په حاشیه کې لږ سپین ځای تر سترګو شو او د کاسو راوړلو او بیرته وړلوحالت مې د کاتب صاحب د نظم په اقتفا داسې انځورکړ:

چې کاسې به یې راوړلې ما کتلې

ډکـې وې بـیا ډکـې تلـلې مـا کتـلې

د قارجن د مهاجر برخه د لوټ ده

چې ډیـران تـه یې اچـولې مـا کتلې

دوې ورځې وروسته یوه میرمن راغله، ور یې پرانست، د نه خوړلو وجه يې وپوښتله، څه فورمو غوندې کاغذونه یې راوړل او وې ویل دا ستاسو د خلاصیدو پاڼې دي، موږ هم لاسلیک کړلې، د هغې ورځې په سبا يې له زندان نه و ایستلو او د قرنتین په نامه کوم ځای ته يې ولېـږلو.

د پراگ زندان د همدې خاطراتو په ترڅ کې ما د قحط‌القلم ستونزې هم لیکلې وې، خو د لارورکو لارویان د بیا کتنې له پاره مې د ځان‌سانسورۍ د پروسې په لړ کې هغه خاطره ترې ایستلې ده، ځکه چې ما له یو پولیس نه قلم پټ کړی و. کیسه یې په لنډډول داسې ده:

«… یوه ورځ د زندان مسؤلینو څو په گوتو شمار کسان د دې له‌پاره وروغوښتلو چې په پراگ کې د افغانستان د سفارت کوم مسؤل په دې نامه راغلی و چې د افغان بندیانو ستونزې واوري. د همدې لیدنې په ترڅ کې یو تن ناست و چې د پولیسو په څېر یونیفورم یې په تن و، زه چې د خپلو سترگو لیدلي حال د لیکلو له پار د قحط‌القلم د ستونزې په دایره کې راگیر وم، سل زړونه مې یو زړه کړ او د همدې سړي قلم چې پر میز باندې ایښی و، پت کړ او په خپله جورابه کې مې کېښود…»

په هغه وخت کې د کاغذ او قلم کمبود ښه‌ډېر وکړولم، اوس په کور کې څوبستې سپین‌کاغذ او په لس‌گونو قلمونه راته ایښي دي، له دې سره مې بیاهم په ذ‌هن کې د قلم او کاغذ د نه‌شتون غږونه اورېدل کېـږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...