تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۲مه】د روسیې د سترې محکمې له لوري یاد هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلو وروسته کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر ته د کازان په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور له یاد نوملړه د طالبانو د نوم لرې کول د کابل او مسکو اړیکو کې مهم ګام بللی او د دغه اقدام هرکلی یې کړی.
عبداللطیف منصور د روسیې سفیر سره کتنه کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول کابل ته د پنجشېر اوبو انتقال پروژه کې روسي پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړې.
ټاکل شوې د کازان ناسته به د روان کال په مۍ میاشت کې د روسیې کازان ښار کې ترسره شي.
د اقتصادي شنونکو په باور افغانستان ته د بهرنۍ پانګې په جذب کې به مهم رول ولري.