تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۲مه】 د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، کابل کې به نن سه شنبه د افغان او قزاقي چارواکو په شتون کې د «سوداګریز تواصل، دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او د قزاقي توکو تولید» نندارتون پرانیستل شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې یاد نندارتون کې به د افغانستان او قزاقستان ۴۰۰ سوداګر او پانګوال د اقتصادي اړیکو ودې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه ګډون وکړي.
دغه نندارتون چې څو ورځې به دوام وکړي، افغاني او قزاقي تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې شي.
پر همدې موخه تېره ورځ د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل ته راغلی او له یو شمېر افغان چارواکو سره یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او ټرانزېټي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د قزاقستان مرستیال صدراعظم، سیریک ژومانګارین، د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر سره په کابل کې د کتنې پر مهال وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د ریللارې په یوه پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې قزاقستان افغانستان د یوه مهم سیمهییز شریک په توګه ګڼي، چې لا هم د دغه هیواد پوره اقتصادي ظرفیتونه نهدي کارول شوي.