تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۵ مه) «لټ یږ» (Sloth bears) که څه هم په نامه لټ یا سُست یږ بلل کېږي خو دا ډول خرسان یا یږان د نړۍ تر ټولو عجیب او خطرناک یږان ګڼل کېږي.
دا خرس په هند، نېپال او سريلانکا کې اوسي او له دې سره سره چې بدن یې ډېر لوی نه دی، خو پر انسانانو د بریدونو شمېر یې تر نورو ټولو سترو غوښهخوړونکو ژوو څخه زیات دی.
څېړنې ښيي چې د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ پر انسانانو د لټیږ له خوا تر ۱۳۳۷ زیات بریدونه ثبت شوي دي، چې دا شمېر د پړانګ، زمري او لېوه تر بریدونو هم ډېر دی. خو د دغو بریدونو له امله د مړینې کچه شاوخوا ۸ سلنه ده، چې د زمري او پړانګ تر بریدونو کمه ده، خو ټپونه، په ځانګړي ډول د مخ په برخه کې، ډېر سخت او د تل لپاره پاتې کېدونکي وي.
د لټ یږ تېریګر چلند د ښکار لپاره نه وي. مېږي، وینې، چینجي او مېوه د دې حیوان خواړه دي. ساینسپوهان باور لري چې د لټ یږ «ناڅاپي او چټک برید» یو تکاملي دفاعي تاکتیک دی چې د سلګونو زرو کلونو په لړ کې د پړانګ په څېر د ښکارچیانو ترڅنګ د بقا لپاره رامنځته شوی دی.
د پړانګ برعکس چې پر چټکتیا تکیه کوي، لټیږ پر دوو پښو درېږي او د خپلو اوږدو نوکانو په ګوزارونو هڅه کوي دښمن ووېروي او شاته یې وتمبوي؛ دا تګلاره په ډېرو نښتو کې د پړانګ د شاتګ سبب کېږي.
ستونزه دا ده چې د لټ یږ همدا دفاعي چلند له انسان سره د مخامخ کېدو پر مهال هم فعاله کېږي، حال دا چې انسان نه د پړانګ هومره جټک دی او نه د اغېزمنې تېښتې توان لري.
لټ یږ پر انسانانو ډېر بریدونه هغه وخت کوي چې ځايي خلک د لرګیو، شاتو یا د څنګلي ونو د ګلونو د راټولولو لپاره ځنګل ته ننوځي؛ هماغه وختونه چې لټ یږ هم د خوړو په لټه کې وي. د استوګنځایونو کمېدل، د ځنګلونو تخریب او د انسان او وحشي ژوو د فعالیتونو سره نژدې کېدا د دې ناڅاپي مخامخېدو احتمال زیات کړی دی.
سره له دې، څېړونکو او سیمهییزو فعالانو د خطر د کمولو لپاره عملي لارې موندلې دي. خلکو ته دا روزنه ورکوي چې په ځنګل کې د تګ پر مهال شور جوړ کړي، د لارو شاوخوا د ګڼ بوټوي پاک کړي.
په عین حال کې لټ یږ د ایکوسیستم یو مهم غړی دی. دا د مېږو او وینو د نفوس په کنټرول، د تخمونو په خپرولو او د خاورې د ښېرازۍ په زیاتولو کې رول لري او د «ځنګل انجنیر» دنده ترسره کوي. له دې ډول یږ سره خوندي ګډ ژوند د هغه د له منځه وړلو له لارې نه، بلکې د هغه د پېژندنې، پوهاوي او متقابل تطابق له لارې شونی دی.