تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) اروپايي کمېسیون اعلان وکړ چې د روان میلادي کال لپاره به د افغانستان له تر ټولو زیانګالو وګړو ته د ۱۶۱ میلیون یورو مرسته وکړي.
د اروپايي اتحادیې د مدني ملاتړ او بشري مرستو سازمان د سې شنبې په ورځ، د جوزا ۲۷مه، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) کې ولیکل:
«په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې بیړنۍ او حیاتي پاتې دي.»
دغه کمیسیون ټینګار کړی چې په افغانستان کې بشري بحران لا هم د نړۍ له سختو بحرانونو څخه شمېرل کېږي.
یاد کمیسیون ویلي چې دا ۱۶۱ میلیون یورو به د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو، پاکو اوبو، زدهکړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو لپاره ځانګړي شي.
د اروپايي اتحادیط د کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مرستو څخه تر ۱۴۱ میلیون یورو ډېرې به هغو بشري موسسو ته ورکړل شي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
همداراز، دغه کمیسیون ویلي چې لس میلیونه یورو به ایران او لس میلیونه نور به پاکستان ته ورکړل شي څو د افغان مهاجرینو او اوسېدونکو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
په همدې حال کې، د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو او مدني محافظت ادارې د منځني ختیځ او منځنۍ آسیا رئیس آندریاس پاپاکونستانتینو د سېشنبې په سهار اعلان وکړ چې د اروپايي اتحادیې د بشري هوایي دهلېز له لارې یوه الوتکه چې نژدې ۱۰۰ ټنه حیاتي توکي پکې بار و، کابل ته رسیدلې ده.
د اروپايي چارواکي په وینا، له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې د اروپايي اتحادیې بشري هوایي دهلېز فعال شوی، ۴۰ الوتنې شوي او شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه توکي یې هغو سیمو ته رسولې چې خورا زیاته اړتیا لري.