سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي |پوهاند دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي |پوهاند دودیال

(لسمه برخه)

آسیایی هېوادونه روانه پېړۍ کې بدو کرکیچونو سره مخ شول: ډېر یې تباکوونکو جنګونو وځپل،  مختنقو رژیمونو او مستبدو چارواکو ولسونه له نوښت، تعلیم، کیفی ودې، تولید او انګېزې بې برخې او آن د دوی لاس او پښې یې ورتړلي وو، د دوی خام مواد لاهم صنعتی پرمختللو هیوادو ته روان دي، کرونا هم د دوی اقتصاد ته ټکان ورکړ، افغانستان کې بې ثباتي او رادیکال بدلون نه یواځې اقتصاد، بلکې ټوله ټولنه وجړقوله او د مهاجرتونو  یوه بېسارې سلسله پیل شوه. د آسیا لویدیځ کې دجګړو لمبو د منځنۍ آسیا او ختیزې اسیا په اقتصاد او ژوند اغیز کوي. داوخت افغانستان کې چې یو وچې پورې ایسار (landlocked) هېواد دی،  تر بل هر وخت  د لوږې او قحط ګواښ زیات شوی دی. موږ خپل ملی تولید نه لرو. هند همدا اوس اعلان وکړ چې افغانستان ته به د خوراکی توکو صادرولوکې کمی راولي، له ایران څخه هم ممکن واردات یا کم یا د زهرجن کېدو له ویرې هیڅ وارد نشي(د۱۴۰۴/۳/۲۶جنګ له امله). داچې د نفوس درېیمه برخه له لوږې سره مخ ده، نو په کار ده چې دتولید لارې چارې ولټوو. له نیکه مرغه د بېلابیلو محصولاتو د تولید امکانات  لرو.

تولید یعنی هغه مایجتاج رامنځته کول چې دتولیدي پروسې په پایله کې تقاضا ته ځواب ووایي او مطلوبیت(utility) ولري. په دې کې کرنیز او صنعتی اقلام لومړیتوب لري. موږ د کرنې او مالداری ښه امکانات لرو، د اګرانومی تر څنګ د باغداری او مالداری محصولات ټولنه کې غذایی مصئونیت ته ځواب ویلای شي. دتولید د پروسې تنظیم، پلانول او په دغې پروسه کی د انسانی او مادی سرچینو داسی سوق کول چی تولیدی اهداف ترلاسه شي یوه اړتیا ده، خو متاسفانه موږ ورته اهمیت نه دی ورکړی. چارواکي او عوام د خپلو مایجتاجاتو رفع کول او لازمی اجناس غواړي، خو عملی ملا ورته نه تړي. په دې صورت کې محصولات او اجناس له کومې سوړې موږ ته چمتو نه رالویږي، بلکې دمایجتاج تولید لپاره باید دا پروسه پلان او مدیریت شي. باید تدبیر ورته موجود وي او د کار خلک ولرو.

د مادي نعماتو د ظرفيت زياتول، د بشري غوښتنو او اړتياوو د پوره کولو په خاطر داجناسو رامنځته کول او په دې برخه کې د خدماتو چمتو کول، دانساني غوښتنو دارضا په خاطر د مطلوبيت ايجاد ( دوخت ، ځاى، بڼې او تصرف يا مالکيت له پلوه ) زموږ غوښتنو ته ځواب وایی چې امکان یې فوق العاده لرو. په دې برخه کې به د درنو لوستونکو د قناعت لپاره دا موضوع یوه عمومی معادله کې ډېره ساده کړو:

Q=f ( L,k,t,x)

دلته

  • Q تولید او د تولیدی محصول مقدار
  • L کار ځواک
  • K پانګه
  • t تکنالوژي

X يو شمېر نور عوامل ( لکه خام توکي : لرګي ، فلز، اوبه،خاوره، دلمروړانګې،باد …) په تېر بیا د پوهې او تکنالوژۍ په پرمختګ سره( t) ته توان ورکول کیږی او د( tn) په بڼه یې اړوي، یعنې(tn) په دې مانا شو چې پوهه او تکنالوژي څو ځله اوچت ارزښت لري!

سره له دی چې موږ فعلاً پوهه او تکنالوژی کې خوار یاستو او کوم توان(طاقت) نشو ورکولای، امادا ټول موجود دي، خو بیا هم موږ عمل نه کوو، اراده نه لرو، پلان نه جوړوو، لاس کې موجود منابع نه سره ترکیب کوو، فن او پوهې ته ارزښت نه ورکوو، د دې په ځای دحجونو، ودونو، سیاحتونو… سیالی او سیاسي لوبو او مُفته بحثونوکې بوخت یاستو.  ځان او مسلمان ورورته مو د عزت د ژوند برابرول، دالله (ج) له لوري راته له مُسخر شویو منابعواستفاده، له فساد او فقرځان ساتل، فکرکول، حکمت باندې ځان پوهول او ددُنیا او آخرت د سرخرویي ډېر ضرورتونه مو هېر دي.

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي| پوهاند دودیال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...